د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي وايي چې چاودنه په یوه بل موټر کې د چاودېدونکو موادو په اثر شوې ده.
عبدالله له پېښې څو شېېبې وروسته تلویزیونونو ته وویل چې ده ته زیان نه دی اوښتی خو موټر یې کاملاً ویجاړ شوی دی.
ده دا هم وویل چې څو ساتونکي یې ژوبل شوي دي. عبدالله عبدالله ویلي چې یوه نه بلکې دوې چاودنې شوي او دواړه د ماین چاودنې وې. ده دا خبره رد کړه چې ګنې دا ځانمرګی برید و.
عبدالله غوښتل چې د میرویس میدان له اریانا هوټله کانتینیتل هوټل ته لاړ شي او په یوه بله انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړي.
لومړی خبر
تاند- راپورونه وايي چې د کابل په میرویس میدان کې د یوه هوټل مخته ځانمرګی برید شوی دی.
ویل شوي چې دا برید وروسته له دې وشو چې عبدالله عبدالله په میرویس میدان کې له اریانا هوټله د راوتلو په حال کې و.
عبدالله عبدالله رسنیو ته ویلي چې زیان نه دی وراوښتی خو موټر یې زیانمن شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې عبدالله عبدالله او د کمپاین غړي یې روغ جوړ دي خو څلور ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
صدیقي وویل چې د ټپیانو دقیق شمېر ورته څرګند نه دی خو ټول ټپیان روغتونونو ته یووړل شوي دي.
شاهدان وايي چې د عبدالله ساتونکي او له هوټله دباندې یو شمېر مېوه پلورونکي ژوبل شوي دي.
پولیس تراوسه پوري نه دي حاضر شوي چې د پېښې د تلفاتو په اړه څه ووايي.
ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې عبدالله عبدالله هم سخت ټپي شوی دی.
پداسی حال کی چی د افغانستان دټولو مظلوموهیوادوالو شهیدانوته جنت الفردوس دوعا کوم .ددوی کورنیو ته جمیل صبر او ټپیانوته عاجل صحت غواړم.
پدی توګه داکتر عبدالله او د نظار شورا ته زمونږ دمظلوموهیوادوالو ژوند هیڅ اهمیت نه لری . دوی غواړی مصنوعی صحنی جوړی کړی او د ولس خواخوږی را جلب کړی .
دادعبدالله مهندسي شوې دسیسه وه نوخود به ترې روغ وتلو.موخه هم دځان په دخلکو داحساساتومتمایل کول اوځان دسندرې سرګرځول دي
We condemn any kind of violence and we want a free and democratic election.