تاند- د عبدالله عبدالله یو ویاند وايي چې اجرايي رييس د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په ۸ نویو ټاکل شویو والیانو کې د ۴ له ګومارلو سره مخالف دی.

د عبدالله عبدالله ویاند اصف اشنا وویل، عبدالله د ننګرهار د والي په توګه د سلیم کندوزي، د لوګر د والي په توګه د حلیم فدايي، د پکتیا د والي په توګه د نصرت الله ارسلا او د کونړ د والي په توګه د وحید الله کلیمزي له ټاکلو سره موافق دی.

ده وویل چې عبدالله د بامیان، هلمند، پکتیکا او نیمروز لپاره له ټاکل شویو والیانو سره د نظر اختلاف لري.

ډاکتر طاهر ظهیر د بامیان، امین الله شارق د پکتیکا، نیاز خان رحیمي د هلمند او محمد سمیع د نیمروز والیان ګومارل شوي دي.

ده وویل چې په دې برخه کې اختلاف په لوړه کچه دی خو خبرې روانې دي چې دا اختلاف حل شي او خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې ژر به ۸ واړه نوي ګومارل شوي والیان کار پیل کړي.

5 thoughts on “عبدالله عبدالله له څلورو نویو ګومارل شویو والیانو سره اختلاف لري”
  1. وایی دوز باش با انصاف، عبدالله بیا هم انصاف کړی دی خپل ۵۰٪سلنه یعنی له اتو یی څلور رد کړی دی ښه دی چی ۸ واړه یی نه دی رد کړی.راشه که تودیږی.

  2. نه پوهیږم چی اشرف غني څومره ضعیف شوی او علت یی څه ده ! الله دی دافغانستان پرملت رحم وکړي داڅرنګه دولت شو وطن نه شوسم دبیزو زخم شو هرڅه به عبدالله نه منی اشرف غنی هم هغه غنی نه ده چی کمپیاین کی به یی ناری وهلي هغه خلک ګماري چی محترم ته به یی کمپاینونه ، غونډی نیولي وی.

  3. د لوګر نوی والی او د خلکوهیلی او غوښتنی

    د لوګر ولایت لپاره له شهید ارسلا جمال نه وروسته دا لومړی ځل دی چی د دولت له خوا یو پوه ، مدبر ، زړه سواندی او ملی شخصیت د لوګر د والی په توګه ټاکل کیږی. له دی امله د لوګر ولسونه او اوسیدونکی د ښاغلی حلیم فدایی ټاکل د خپل جګړه ځپلی او د دولت له پامه هیر شوی ولایت لپاره یو نیک اقدام بولی او له دوی سره د رښتینی همکاری او هر اړخیزی مرستی ژمنه کوی.
    د لوګر اوسیدونکی له نوی والی نه د دوی د ستونزو د لری کولو لپاره نوی هیلی او امیدونه لری چی د ټولو نه مخکی هلته سوله او امنیت ټینګ او د کار زمینه ورته برابره شی.
    د لوگر ولایت د کابل جنوب خواته په 65 کیلومتری کی واقع شوی دی چی د شمال له خوا د کابل ولایت ، په جنوب کی په پکتیا ، په ختیز کی په ننګر هار ، په لویدیز کی په میدان وردګ او په جنوب لویدیز کی د غزنی په ولایتونو پوری ګډه پوله لری. د دی ولایت اوسیدونکی پښتانه ، تاجیکان او هزاره قومونه دی چی تل یی په سوله او وروری کی ژوند کړی دی.
    د لوګر ولایت مساحت 3880 کیلومتره مربع او نفوس یی 354900 ته رسیږی چی شاوخوا 60 سلنه یی په پښتو او 40 سلنه نوریی په دری ژبو خبری کوی.
    د لوګر د ولایت مرکز د پل علم ښار دی او ولایت په لاندی ولسوالیو ویشل یوی دی: د محمد آغی ولسوالی
    د برکی برک ولسوالی
    د خوښی ولسوالی
    د څرخ ولسوالی
    د خروار ولسوالی
    د ازری ولسوالی

    د لوګر د والیانو لست له 2001 نه تر 2014 کال پوری:
    اکتوبر 2002 دسمبر 2001 فضل الله مجددی 1
    مارچ 2004 اکتوبر 2002 عبدالملک هموار 2
    دسمبر 2005 10مارچ2004 محمد امان حمیمی 3
    2007 دسمبر 2005 سید عبدالکریم هاشمی 4
    13 سپتمبر 2008 2007 عبدالله وردګ 5
    3 اپریل 2012 سپتمبر 2008 عتیق الله لودین 6
    19 سپتمبر 2012 3 اپریل 2012 محمد طاهر صبری 7
    16 اپریل 2013 20 سپتمبر 2012 محمد اقبال عزیزی 8
    15 اپریل 2013 17 اپریل 2013 ارسلا جمال 9
    20 می 2015 1 دسمبر 2013 الحاج نیاز محمد امیری 10
    21 می 2015 محمد حلیم فدایی 11

ځواب ورکول Shams ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *