تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله نن /شنبه/ وویل چې افغانستان یوه نوي پړاو ته داخل شو.

عبدالله عبدالله له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتي درغلیو ترخه لانجه به ژر حل شي.

ده وویل:«زه هیله من یم خو دا نه وایم چې اخر ته رسېدلي یوو. موږ د نوي پړاو په پیل کې یوو.»

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې پرون /جمعه/ یې له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په اړه اعلامیه لاسلیک کړه.

عبدالله ټینګار وکړ چې د رایو تفتیش باید په خپل وخت پای ته ورسېږي څو د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بریتانیا په ویلز کې د ناټو تر سرمشریزې مخکې افغانستان نوی ولسمشر ولري.

دا د امریکا د متحدو ایالتونو یوه اساسي غوښتنه هم ده.

د ناټو د ویلز په سرمشریزه کې به په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت تصویب شي چې د روان کال له پای ته رسېدو او د ناټو د محاربو پوځیانو له وتلو وروسته پیلېږي.

عبدالله عبدالله د رایو د تفتیش لپاره د ټاکل شوي مهالوېش په اړه وویل:«زموږ د دوستانو په شمول د هر چا لپاره ټاکلی مهالوېش مهم دی. زموږ هدف دا دی چې د ناټو تر سرمشریزې مخکې د رایو تفتیش بشپړ شي او نوی ولسمشر اعلان شي.»

ده دا هم وویل چې ملاتړ کوونکي به یوازې هغه وخت د انتخاباتو پایلې ومني چې تفتیش په مشروع ډول وشي.

«که زموږ خلک، زموږ ملاتړ کوونکي د پروسې د مشروعیت په اړه قانع شي، دوی به دا پروسه هم ومني.»

4 thoughts on “عبدالله عبدالله وايي، د درغلیو په وجه انتخاباتي لانجې به ژر حل شي”
  1. داکانديد يعنی عبدالله يو څه تکليف پيدا کړی زه نه پوهيږم چي دی څه وايي ، که ووايم چي دی خپله هم نه پو هيږی چه څه غواړی،دا ګډی وډی خبری،اوتی بوتی ولی کوی،زما په اند ددوی خپل منځی اختلافونو ليونی کړی ،ځکه يو کانديد جمهور ريس ته دا اکتونه چي ديي کوی مناسب ندی ،دی بيا هم په خپلو وعدو ندريږی او نوی پلمی به رامنځته کوی چي سياسی وضعيت خرابه کړی ، وبه ګورو ؟.دمحترم غني دطرفدارانو څخه هيله داده چي ديوه کلک مورچل په توګه پاتي شی يو متل ده، چي وايي(عجله کاري ديوانه ګان است) بايد زموږ هر عمل دخلګو لپاره ګټور او هدفمند وی،داحمدزي صاحب دحالت څخه به هلته ، خبر شوچي دي عملی ګامونه أچت کړی زما په اند اوس خپل دزړه دنني خبری مناسب نه ګڼي چي وی وايي .يو هغه حکومت چي سر تر پښو په فساد ککړ وی دهغه روغاونه اسانه او ساده کار ندی.نودوستان بايد په خپلو کړنلاروکی ډير احتياط وکړی.

  2. گل مرجانه که د اسمانه په تا غږ هم وه شي چه تا بيلودى وﷲ بيا يئ هم نه مني ځکه چه ته گل مرجان يئ او گل مرجان يئ هيڅکله هم نه منى ، تا له خو شرم په کار دئ خو په شرم د هغه وه شريږ چه په چا کي شرم وي؛ افغانستان يو اهلکار ريئس ته ضرورت لري نه ستا غوندى يو قاتل ، قطاع طريق، او قوم پرست ته، دا کوم پښتانه چه تا سره ولاړ دي ټول هغه غټ غله دي چه د افغانستان په تا ريخ کي يو خاص مقام د لوټمارئ لري، د سياف نه واخله تر غول اغا پو ري ،

  3. يو مسلمان هغه هم سوپرمجاهد كافرته دوست نه وايي داپه قران شريف كى راغلى چى كافر ته د دوست خطاب مه كوى او كافر يو واحد ملت ده .خو عبدالله مشهور په گل مرجان له اسلام نه هم خبر نده خو حًان ته مجاهد كبير وايي.

  4. pa wallah ke yee pa dee Gul Marjan wamani, pa lehaz da khoday raporta shee ow newy badloon rawali ka na warkigai.

  5. دژورنالیست وطیفه څه ده حقیق او دسترګو لیدلی حال انعکاس دی ولی یوتعداد نه اهله او بی لاری شوی ژورنالیستان حقایق نه خپروی دبل فاصد په ژبه خبری کوی ډیر څلی ډاکتر صاحب اشرف غنی په عمده او اساسی مسایلو بحث کړی ولی همدی بی لاری شویو او بیکاره ژورنا لیستانو تعبیر بل څه وو دوی با ید شدید مجازاتشی چه اینده کی اشتباه ونکړی نه اهله په اوصولو بلد نه خپرونی کوی چه دا خشن اعمال اوضاع خرابوالی ته بیایی ډاډه دوکړیزه حیران دیته یم چه:نن ژورنالیست مور وزیګوی سبا ته نا بغه شی پرو پګند شروع کړی

  6. ته غل ستا ډله او تپله غله ستا ویونکی غله اینده حکومت به هم غل وی موږ دغلو ملتیا نکوو او دغلو حکومت نه غواړو

    محترم ډاکتر صاحب اشرف غنی څخه هیله کوو چه خوش باوری په اکثره مواردوکی اشتباه وی دغه اشتباه ونکړی دغه دلاستونی خماران په خساسو پو ستونوکی څای پهڅای نکړی دهډوکی کار وکړی موږ هیڅ دکوم پوست تواقع نلرو صرف زموږ هیله او ارزو صلح او ارامی ده شخصی کار وبارته زمینه مساعده شی خوشحالی او خندا دخلکو په خولوکی ووینو ژاړه ویر او ماتم نه وی وبس .

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *