عبدالله

تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله نن وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې نه مني او خپلو څارونکو ته یې ویلي چې د انتخاباتو له کمیسیونه ووځي او د رای شمېرلو د بهیر څارل بایکاټ کړي.

ده وویل، د رای شمېرلو بهیر دې فوراً ودرول شي او که دوام وکړي، نتیجه به یې مشروعیت به ونه لري. عبدالله د انتخاباتو په کمیسیون کې پر خپلو څارونکو امر وکړ چې له کمیسیونه ووځي او خپلو دفترونو ته لاړ شي.

عبدالله عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل دا پرېکړه یې په دې خاطر کړې چې د ده غوښتنې نه دي منل شوي.

ده وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیا الحق امرخېل د لېرې کېدو تر څنګ یې غوښتنه کړې وه چې صندوقونو ته د څه باندې ۷ ملیونو رایو د لوېدو په اړه دې وضاحت ورکړای شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه پوري د رایو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو د امرخېل د لېري کېدو په اړه یې د عبدالله غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې امرخېل یوازې هغه وخت څوک لري کولی شي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۹ کمیشنران پرېکړه وکړي.

عبدالله عبدالله وویل چې د انتخاباتو پر کمیسیون یې اعتماد له لاسه ورکړی، وروستي انتخابات یوه بې شرمانه پروسه وه او مشروعیت نه لري.

ده دا هم وویل چې دې ته ورته کار په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هم شوی و.

عبدالله پر ولسمشر کرزي هم تور پوري کړ چې په انتخاباتو کې بې پرې نه دی پاتې شوی خو ویې نه ویل چې کرزي داسي کوم کار کړی چې په هغه کې د نوموړي طرفداري ښکاره شي.

ښاغلي عبدالله تور ولګاوه چې د لومړي پړاو له انتخاباتو وروسته کمیسیون د اشرف غني په خوښه پنځه زره نوي کارکوونکي ګومارلي دي.

له عبدالله عبدالله وپوښتل شول چې که د ده غوښتنې ونه منل شي، څه پرېکړه به وکړي؟، ده وویل په دې اړه به وروسته پرېکړه وکړي.

عبدالله عبدالله په عین حال کې وویل چې د ملګروملتو له لوري دې یو کمیسیون وټاکل شي څو د رایو دقیقه پلټنه وکړي، او څرګنده کړي چې څومره رایې صندوقونو ته اچول شوي دي.

29 thoughts on “عبدالله عبدالله وايي انتخابات ورته د منلو نه دي او درای شمېرلو بهیر بایکاټوي”
  1. هر خوا چی ځی لاری در ته خلاصی دی څوک دی مخه نه نیسی نور داځوریدلی ولس پریږدی چی هوسا او ارام ژوند ولری بس د

  2. ښاغلی عبدالله دی له خپل بیځایه شکایتونو نه نور تیر شی، البته دی داسی ماشومانه شیان وایی چی هغه هیڅ دمنلو او ثبوتولو وړ نه دی ، دی په خورابی شرمی او سپین سترګی سره وایی او دهیواد د یوه لوی اکثریت نوم اخلی چی ددوی په سیمو کی نارامی ده او خلک رایو ته نه دی راوتلی، یعنی داخلک له وطن سره مینه نه لری او نامرد یی معرفی کوی، زه وایم چی دی ژر تر ژره دانتخاباتو پایلی و منی او له دی غیو ر ملت نه دی بخښنه وغواړی چی ددوی غیرت او شهامت یی د شخصی اغراضو قربانی کړی.که داکار ونه کړی نو دخلکو په نزد به نور هم منفور او دده دټیم اصلی څیره به خلک نوره هم رسوا کړی.

  3. زه ډاکتر عبدالله ته وایم که اوباما هم راولي په صندوقونو کې به همدا رایي وي چې په کې موجودي دي. هغه د دري متل دی چې وایي چیزې که در دیګ است در کاسه هم میبراید. کومې رایي چې د افغانستان غرور ملت صندوقونو ته اچولي هغه به راوځي که هغه د ډاکتر غني وي او که ستاسو. ښه به داوي چې پایلې په سړه سینه ومنې او د ملت رایو ته درناوی وکړي که نه نو هیڅ د هم له لاسه نه کیږي. هغه په پښتو کې یو متل دی چې وایي اسمان چې څومره درزیږي هغومره نه اوري. بله داچې هغه کسانو هم بنګړي په لاس کړي نه دي چې غني ته یي د سر په بدل رایه ورکړې ده.

    په درنښت

    نور

    1. داسې مالومیږې چې ډبل عبدالله امیرانه وضع او دیکتا تورې کوې.او ځان با یلونکی بولې.ځکه چې هغه د فضل احمد معنوې ګما رل شوې اشخا ص چې دتیر وخت څخه پا ته او په لومړې ځل انتخا باتو کې یې دعبداالله په ګټه پراخ تقلب وکړ. وه ښاغلې عبدالله ته او دا غه رنګه ونوروته وا یم چې دخدا ی لپا ره نور دغه مظلوم افغان ملت مه کړه وی. په تیرو (۳۶) کلونو کې هرچا (کمونیستانو ، تش په نا مه مجا هدینو ، طالبا نو اواوسنې ټوپک سالارانو ) دغه ملت ډیر وکړوی. دخدا ی لپا ره نور بس دې………………………………………………………………………………دخدای لپا ره پر دغه مظلوم ملت او پر دغه یتیما نو ، کونډیانو او شورویانو او امریکا یانو اونورو………… په وا سطه کړول شوې ملت ورحمیږی

  4. عجیب بې ادبه بې فرهنګه انسان دی.
    چې دسالمې مبارزې فرهنګ اوتربیه نه لرې نوپه قیمي لباسونوخونه څوک بریالی کېږي اونه مودرن کېږي.
    چې دبایللوتوان اوججوره دې نه لرله نوغول دې خوړل چې ځان دې نوماندکړ.دادکچنیانوچلندخودې نورملت ته دزغم وړنه دی.-

  5. sta pa khaza spoor sham da lawda zoya dabala… ta zama rayoo ta ihtiram na kawi no za sta pa loor au khor au khaza aaan pa masai diii la dernana basam.

    taand ka da mo khpoor naka no tasoo ta dee ham da khukoli ghowal Mubarak vi au ka khapoor mo kral no biya sama da..

  6. که ډاکتر عبدالله داسې فکر کوي چې په دې ګواښونو به ملت وډار کړي نو دا فکر یې بې بنسټه دی نوموړی هیڅ فکر نه لري حتی د ده ترڅنګ راټول د فکر څخه خلاص دي ټول بې علمه یې راټول کړي چې ښه شواهد یې د محمدخان دا وینا ده چې ټاکنې دې دریم پړاؤ ته لاړې شي د خندا خبره خو داده چې نوموړی د افغانستان د نورو قوانینو خو څه چې د اساسي قانون څخه هم خبر نه دی چې ایا دریم پړاؤ رایې په قوانینو کې شته که نه ،ډاکتر عبدالله نور څه نه غواړي زه ده ده له خبرو داسې پوهیږم چې نوموړی خپلو قوماندانانو او پاټکیانو ته ډیر په غوسه دی غواړي په ملت یې مردار کړي داځل ملت ویښ شوی ستا قوماندانانو خو ډیر د درغلی کوښښونه وکړل خو ملت پرې نښودل که د هغوي توان وای نو درغلي به یې په بې ساري کچه کړی وای خو د ملت زور د خدای زور دی د دې مقابله کول سخت دي او که ته د ملت مقابلې ته را ودانګې نو ځان به ژر ترژره دوزخ ته ورسوې

  7. جناب داکتر صاحب عبدالله
    چی خورده اید که انرا هضم کرده نمیتوانید؟ شما در دور قبل هم بهانه جوی میکردید و حال نیز اخر این ملت که در سخترین شرایط پای صندوق های رای رفتند به انها ارج بگذار
    اگر شایستۀ ریاست جمهوری میبودید به جوابات ملت پاسخ میدادید از هر مناظره فرار کردید هر جا خنده کردید تمسخر کردید همه میدانیم که چی میخواهی و تا به کجا خواهی بای کات نمودی ولی چهرۀ جنجالی ات را شناختیم بار دیگر شرم است که کاندید میشوی

  8. عبدالله ته بله هېڅ د تېښتې لار پاتې نه ده یوازې همدا کار ترڅو له یوې خوا دخپل ټیم په وړاندې د سرټیټۍ څخه ځان خلاص کړي او له بلې خوا په راتلونکي حکومت کې خپل موقف خوندي کړي.

  9. قدرمن داکتر صيب عبدالله ګله وايې وره !
    هر کله چې هم چې يو څوک دويم سيالۍ ته وړاندې شي نو يو څه د پخو اپه څېر نه پاتې کېږي، خپلې نيمګړې تياوې پوره کوي، اوخپلې هڅې ګړندۍ کوي، او دا چې ستا شاوخوا دوستان کوم روڼ تاريخ نه لري، نو څنګه دا ولس تاته رايه درکړي او ستا مشري پرځان ومني، دويم دا چې ولس پر دې پوهېدلى چې نور موږ دا نه غواړو چې په رڼا ورځ زموږ پر غوږونو څوک خولې ولګوي، پېغلې مو بې ستره شي، ښکلى موټر را باندې د چا ونه لورېږي، په حکومت کې د خارجي بورسونو حق تل ستاسې وي، دا به ترکومه موږ زغمو ، ولس نور تر پوزې راغلى او ستاسې نادودو ته د پاى ټکى ږدي.
    بله دا چې تاسې د ٢٠٠٩ کال ته اشاره کړې د ولسمشر کرزي ټوله دوره او ټول حکومت ستا د ملګرو نه ډک و، او نيم سهم نه زياته برخه ستاوه، خير دى که تش په نوم کرزى ناست او ګټې يې تاسې ته درتللې دا ځل غني پرځان ومنه او د دې ولس مېړانه په رڼو سترګو وګوره افغان مېړانه تل کړې او دا ځل يې له غني بابا سره هم وکړه خو خداى دې وکړي چې غني بابا د کرزي په څېر له تا سو متاثره نه شي او ستاسې د غلامۍ زنځير په غاړه کې وانه چوي
    درنښت

  10. محترموپه ازادۍ مینو ورونوله دړکومه ویریږئ الله دحق ملګري دی.زه دومره ویل غواړم چې همیشه باطل دسیسي جوړوی اوداڅه نوي خبره نده دادم (ع)له وخت نه راواخله تر نن وخته پوري .دادم(ع)زوی چې کله بدئ ته مخه کړه پلار(پیغمبر) ورته لارښوونه وکړه که غواړئچې حق اوباطل پخپلوسترګوووینئ نوقرباني الله ته پیش کړئ چئ کله دوي قربانی پیش کړه نو دباطل قربانی قبوله نه شوه اوحق ښکاره شو نوقابل تاو تریخوالې ته لاس واچاوه اودخپل ورور قاتل شو .چې وروسته ډیرفریشانه ووخوڅه نه کیدل اوترقیامته يې خپل ځان دبدی په لیست کې ولیکه دمایدی دسورت د۲۷نمبرایات نه تر ۳۷ایاته پوري دعمل اوسزا ټوله واقعه ذکرده.فرعون دموسی (ع)دپیداوښت دمخنیوی لپاره څومره میندي بوري کړي خواخرپه خړسیلاب لاهوشواودعبرت لپاره يې اوس هم جسددظلم یوه نمونه ده.کله چې رسولله(ص)دمکي کبرجنوته حق بیانوه نوکبرجنو اوځان خوه خوخپلوهوادارانوته امر وکړچې شور اوغوغاجوړه کړئ په همدي کې دکامیابئ راز دی سورت حم السجده ۲۶ایات .محترموباطل همیشه دحق په مقابل کې تاوتریخوالې ته لاس اچولی دی مګرکامیاب شوي ندی.دخلکوراي ته احترام انساني کراماتو ته احترام دی څوک چې انساني کراماتو ته احترام ونکړي انجام یې دقابل اوفرعونیانوغوندي شي .له عبدالله ورورنه دزغم غوښته کوم وسلام .

  11. محترموپه ازادۍ مینو ورونوله دړکومه ویریږئ الله دحق ملګري دی.زه دومره ویل غواړم چې همیشه باطل دسیسي جوړوی اوداڅه نوي خبره نده دادم (ع)له وخت نه راواخله تر نن وخته پوري .دادم(ع)زوی چې کله بدئ ته مخه کړه پلار(پیغمبر) ورته لارښوونه وکړه که غواړئچې حق اوباطل پخپلوسترګوووینئ نوقرباني الله ته پیش کړئ چئ کله دوي قربانی پیش کړه نو دباطل قربانی قبوله نه شوه اوحق ښکاره شو نوقابل تاو تریخوالې ته لاس واچاوه اودخپل ورور قاتل شو .چې وروسته ډیرفریشانه ووخوڅه نه کیدل اوترقیامته يې خپل ځان دبدی په لیست کې ولیکه دمایدی دسورت د۲۷نمبرایات نه تر ۳۷ایاته پوري دعمل اوسزا ټوله واقعه ذکرده.فرعون دموسی (ع)دپیداوښت دمخنیوی لپاره څومره میندي بوري کړي خواخرپه خړسیلاب لاهوشواودعبرت لپاره يې اوس هم جسددظلم یوه نمونه ده.کله چې رسولله(ص)دمکي کبرجنوته حق بیانوه نوکبرجنو اوځان خوه خوخپلوهوادارانوته امر وکړچې شور اوغوغاجوړه کړئ په همدي کې دکامیابئ راز دی سورت حم السجده ۲۶ایات .محترموباطل همیشه دحق په مقابل کې تاوتریخوالې ته لاس اچولی دی مګرکامیاب شوي ندی.دخلکوراي ته احترام انساني کراماتو ته احترام دی څوک چې انساني کراماتو ته احترام ونکړي انجام یې دقابل اوفرعونیانوغوندي شي .له عبدالله ورورنه دزغم غوښته کوم وسلام

  12. شمعه جه كله مرى شغله يي زياتيزى د شمال تلواله نور به زاوال ده. هر سه يي جه د خولو وزى كنترول برى نلرى؟

  13. ښاغلی عبدالله ښه کار وکړ . وایی چی د نر یا ترپ وی یا خرپ. کله چی خرپ یعنی په تقلب کامیاب نه شو نو ترپ بهتره دی. بله لاره خو نه وه پاته . ځکه یوی خواته کامیابی وه اوبلی خواته ناکامی. د ناکامی منل په واضیحو الفاظو ورته سخته ښکاریده ، ځکه چی د ښاغلی احمدزی رایی تر یو میلیون هم ډیری دی نو ځکه تر هغه پوری رسیدل ډیر ستونزمن کار وو .
    پدی اساس دافغانستان ټول مسلمان او هیواد دوسته افغانان بریالی شول او ښاغلی جلالتمآب دوکتور اشرف غنی احمدزی ته د بریالیتوب لپاره د زړه له کومی مبارکی وایو.
    البته ښاغلی داکتر عبدالله پدی احساساتی کار سره د تل لپاره له سیاست او دولت داری سره مخه ښه وکړه. نور به د افغانستان خلک یو داسی خودخواه او احساساتی شخص ته هیڅکله هم رایه ورنکړی او د خپل هیواد سرنوشته به د داسی کسانو په لاس کی ورنکړی چی د پنځو میلیونو رایه ورکوونکو یا د ملت قاطع اکثریت ته احترام ونه لری.

  14. عبدالله لکه چی افغانستان خپل د نیکه جایداد ګڼلی چی که یی ټاکنی وګتلی خو بس هر څه قانونی او سم دی او که ټاکنی یی وبایللی بیا نو هر څه ناسم او درغلی شوی دی.‌ ډبلی باید په دی پوه شی خلک دده او د نظار شورا په غوڅ اکثریت سره رد کړی او نور دوی نه منی.

  15. د نادانه رقاص(نڅاګر) ، پرتوګ مزاحمت کي !
    واېي : په ډېر پخوا وختو کي پاچا فرمان صادر کړ،چي ځوانان (نجوني او هلکان )دي په خپله خوښه ودونه وکړي،خو زاړه حق نلري .
    په سبا ورځ دوې ډلي ،مظاهرې په ښار کي چغي وهي :
    د زړو مظاهره په ښار کي چغي وهي ، مرګ بر شاه کي حقوق مارا پايمال کرده !
    د ځوانانو مظاره چيان په جواب کي ورته واېي : چيزيکه د خط است صحيست ! بې ځايه ځانونه مه سره شلوئ ، ژوندی دي وي پاچا صاحب !

    د شورای نظار ، جمعيتيانو د دوۍ مزدورو مافياېي انډيوالانو او په مجموع کي د شروفساد بازار ختم دی، هيله ده چي د اشرف غني په کابينه کي به نادان، چټل او وطنپروش مامورين ځای ونلري .

    صابر ارمان

  16. په پتاسو د اموخته کړم««»» اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوینه

  17. Abdullah cannot win because the people of Afghanistan still remember what these warlords did in 1990s. Abdullah represents the most corrupt and violent groups in Afghanistan. The majority of the Afghans have spoken out loud and rejected these thugs and human rights’ violators. Abdullah knows he’s going to lose that’s why he is crying foul.

  18. Assalamu alaikum wa rahmatullah

    I congratulate Dr Ghani,
    i prefer Ghani over Abdul.
    Abdul is neither a man of good character nor mental and moral qualities .
    It would have been a disaster and a curse on our nation him becoming president ofAfghanistan.
    She is , sorry he is a spy but a cheap one, in return for money he works for USA, India, Iran, pakistan,Russia, Tajikstan , thats why he lost his credibility , non of the above countries specially the US t rust him anymore.
    He is a man with his tail in Russia, head in the US, right hand in pakistan, left hand in Iran, one eye in tajikistan, and another in India, but his heart is with money and power.

    Him being an amateur politician, needs some time to study the socio – political structure of Afghanistan and its people, before coming forward again and again to try his luck for 50th time!!!!!!!

  19. عبدالله جانه خفه كيزه مه هغه وخت را ياد كره جه :
    جه دسالنك به لويه لار به دي دولت قطار ونه جور او جباول او بنجشيرته به دي انتقال كره دو سائقو دريوران به دي تا لاشي بيا به دي بشتانه دريوران يؤي خواته او تاجك دريوران به دي بلي خواته جداً كره تاجك دريوران به دي بس له خو ورخو خوشي كره او بشتانه به دي بيا به دوه كر وفه جداً كره دبكتيا دريوران به بيا يو طرف أودنورو سيمو بشتانه بل طرف ته بس له خو هفتو بكتياوال به شخصاء تا د تيغه تير كره دنورو سيمو بشتانه به دي خه دبيسو به بدل كي خوشي كره جا جه بيسي نه لرلي هغه به دي تر خاورو لأندي كره
    داكتر نجيب دولت سقوطه وروسته دكابل شهر او دكابل همشهريانو به ارتباط حاجت د تشريح نه شته تول وطن وال تر زما شه بوهيزي زره دي يخ نه دي غواري جه بإتي شوي بشتانه بايد درياست جمهوري به دوران كي و وزني دا أرمان به كور ته خان سره يوسي هم بشتانه أوهم تول ملت اوس بيدار شوي دي ته اوس راباخيزي به خوستوالو والو او بكتياوالو اونورو بشتون نشينو خلكو انتقاد كوي
    دا هغه استخباراتي معلو مات وه جه زه بري دقيقء خبر او معلومات مي درلودهءء .ءءنورلرلي معلومات به به وخت او زمان سره دوطن والو غوزو ته رسوم

  20. عبدالله خانه سلام!
    خدای دی وکړی چی د ټاکنو د بایلیدو له امله درباندی د زړه حمله رانشی. هسی خو کوم توپیر نه کوی خو فکر کوم چی کوچنی ماشومان به لرې.
    لطفا خبری دومره مه اوږدوه او خپله ماته ومنه. د ګوتو په شمیر یو څو کسانو تا ته زنده باد وویل او شا ته دی ودریدل نو ته ډیر مغرور شوی او داسی دی فکر وکړ چی په انتخاباتو کی به ګډون وکړی. خو دا مه هیروه چی افغانان یوازی ستا د ډلی خلک نه دی؟ افغانستان یو دیرش میلیونه وګړی لری او ته نشی کولای هغو ټولو رایو باندی سترګی پټی کړی.
    ته پوهیږی چی افغانانو خپل د ژوند په بیه د رایو صندقونو ته وتلی دی؟ څومره ځوانان او ماشومان ووژل شول؟ خلکو بی د دی نه چی د خپل د ژوند پروا وکړی خپلی رایی یې وکارولی. تا ته کله هم سوال پیدا شوی چی ولې؟ که یی په ځواب نه پوهیږی زه به یی درکړم، هغه د دی لپاره چی خلک تا غوندی غله، جنایتکاران او خونخواران نور نه غواړی، ته پوهیږی چی هر رایه د زړه په وینو اچول شوی ده؟
    لطفا دا لاندی لیکنه ولوله، او که لږ هم انسانیت باقی وی نور نو باید غلی شی.
    http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=15711
    ولوله او پوه شه چی که خلک په داسی یو حالت کی رایه ورکوی نو په هیڅ قیمت به پری نږدی چی ته یی ضایع کړی. اوس د جهل دوره تیره ده. افغانستان یو روشنفکره، پاک، صادق او پوه مشر ته اړتیا لری نه تا غوندی راهزن او د مرګ پیغام رسونکی ته.
    هیله ده چی په دی خبرو باندی فکر وکړی، ګټلی خو هسی هم نه شی نو ولی ځان ستړی کوی؟؟؟؟

  21. Him and his followers want to win with force not with votes. I do not think he realizes the power of people who accepted all the risks and went to poling stations for casting their votes.

  22. UN should not listen to Abdullah and continue their counting in front of international monitors while somebody failed in Afghanistan then he is creating problems and making excuses because Afghanistan do not have stable government like other countries.
    UN have to respect votes of majority of people and one point recommendation if UN make easy process of cards home to home they will see how big population of Pashtoon people will vote and people like Abdullah will go to shock

  23. Abdullahx2 konws he’s a loser therefore he’s looking for excuses and is crying foul, hoping he might gain something. who cares if he quits at this juncture.

  24. سلام، که قرآن مني: ان مع العسر یسرا او برعکس یې هم!! له سختیو سره آساني او آسانيو سره سختي ده. که قرآن نه مني دا مفهوم خو عقلي هم دي چې له هره زحمته پسته راحت وي او کمال د هغو په لاس وي چې سختۍ زغمي او حوصله کوي. عاقبت د پاکو او بېوزلو دی.
    د پورته خبرو لنډه دا چې
    اوس یې خپلې د بایلې ترانه اورېدلې، کله ولسمشر باندې غبرګ وردانګي او کله کمیسیون باندې. نه دې هیوادوال په غم کې دي او نه دې بهرني ناظران! نه دې خدای په خوا وه او نه دې ملي احساس او وطنپالنه! تا ټول عمر دروغ ویلي او خیانت دې کړی. د جهاد ټېکه داري نور بس ده او اوس د آزادۍ او خپلواکۍ او ترقۍ او علم او اقتصاد وخت راغلی. تاسو ښه امتحان ورکړی خلکو ته او اوس مو زوال را رسېدلی دی لخیره سره.

    جالبه را ته دا ده چې ټول غاصبین، غله، زورواکي، چلي ګران او د حیواناتو ډاکټران او د برېښنا انجینیران او مدرسه یې ناکام شوي تاریخ ځپلي مشران نومي یوې خوا شول او د افغان ولس واقعي کرغېړنې څېرې معلومې شوې. د تاجکو دښمن عبدالله او د هزاره ؤ دښمن محقق او د پښتنو دښمن محمد خان چې یو یې هم خپلې خبرې نه شي برابرولی اوس ډېر کړېږي چې ګټې یې په خطر کې دي.

    همدغه ورځ مو درباندې غوښتنه. د سپين سرو میندو او بېچاره ؤ سپين ږیرو دعا خدای درباندې قبوله کړه او اوس دې غروب دی او زوال شپې ورځې دې دي.

    همغه سې دې وګورم چې خپل تباه شوی ولس مې لیدلی وه. همسې دې دا د چور ټآنګونه، مارکېټونه، فرانسوي نېکټايي او د خرڅ شوي جهاد پکول په دوړو کې ووینم چې زما د ولس د تنفس هوا ککړه ده …

  25. ښاغلی عبدالله ښه کار وکړ . وایی چی د نر یا ترپ وی یا خرپ. کله چی خرپ یعنی په تقلب کامیاب نه شو نو ترپ بهتره دی. بله لاره خو نه وه پاته . ځکه یوی خواته کامیابی وه اوبلی خواته ناکامی. د ناکامی منل په واضیحو الفاظو ورته سخته ښکاریده ، ځکه چی د ښاغلی احمدزی رایی تر یو میلیون هم ډیری دی نو ځکه تر هغه پوری رسیدل ډیر ستونزمن کار وو .
    پدی اساس دافغانستان ټول مسلمان او هیواد دوسته افغانان بریالی شول او ښاغلی جلالتمآب دوکتور اشرف غنی احمدزی ته د بریالیتوب لپاره د زړه له کومی مبارکی وایو.
    البته ښاغلی داکتر عبدالله پدی احساساتی کار سره د تل لپاره له سیاست او دولت داری سره مخه ښه وکړه. نور به د افغانستان خلک یو داسی خودخواه او احساساتی شخص ته هیڅکله هم رایه ورنکړی او د خپل هیواد سرنوشته به د داسی کسانو په لاس کی ورنکړی چی د پنځو میلیونو رایه ورکوونکو یا د ملت قاطع اکثریت ته احترام ونه لری

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *