تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله په وروستیو انتخاباتو کې له خپل یوه سیال سره د یوځای کېدو احتمال مطرح کړ خو ویې ویل، د دې لپاره چې د بیا ځلي انتخاباتو مخه ونیول شي ايتلافي حکومت به جوړ نه کړي.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې ده د شنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته له زلمي رسول سره ولیدل او د یوځای کېدو پر احتمالاتو یې خبرې ورسره وکړې.

ښاغلي عبدالله وویل:«ما له زلمي سره سره د خبرو غوښتنه وکړه. موږ ښې خبرې وکړې. نه غواړم چې تفصیل یې ووایم خو تصور کولی شئ چې په دې پړاو کې موږ په (خو او که چيري) باندې خبرې نه کوو. موږ پخوا په یوه حکومت کې وو، د ډېرو کلونو لپاره ملګري وو. دا زموږ د شخصي ژوند برخه ده. پر دې سربېره زموږ خبرې د ځانګړو هدفونو او پالیسیو په اړه زموږ له ګډ تفاهم سره تړلې دي.»

له عبدالله څخه وپوښتل شول چې ایا له بل مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي سره هم دې ته ورته همکاري کولی شي؟ ده په ملنډو وویل:«ښاغلي غني ځان ګټونکی اعلان کړی. پرېږده چې نوموړی خپل بری ولمانځي.»

عبدالله عبدالله په خپله هم ویلي چې انتخابات یې ګټلي خو له دې څرګندونو یې داسي ښکاري چې دې ته یې زړه ښه کړی چې انتخابات دوهم پړاو ته وغځېږي.

نن د بریتانیا فیننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې اشرف غني انتخابات ګټلي او په دې کې هیڅ راز شک نشته.

7 thoughts on “عبدالله عبدالله وايي له زلمي رسول سره یې په یوځای کېدو خبرې کړي”
  1. چا ویل چه سره بیل دی ؟ دوی دا ۱۳ کاله یوازی په عام ولس ملنډی وویلی ولس یی په دانشګا او پوهنتون سره اخته کړی دوی د پانکونو نه نیولی بیا د ځمکو تر چور رشوت خوړل غلا کول په هیڅ یی هم سرفه نه ده کړی اوس خدای مه کړه افغانستان یو داسی لوی کړکیچ خوا ته بیا یی چه بیرته به یی کنترولول مشکل کار وی خو د دوی نومونه به په تاریخ د غدار او خاین په نامه سپت شی

  2. چا ویل چه سره بیل دی ؟ دوی دا ۱۳ کاله یوازی په عام ولس ملنډی وویلی ولس یی په دانشګا او پوهنتون سره اخته کړی دوی د پانکونو نه نیولی بیا د ځمکو تر چور رشوت خوړل غلا کول په هیڅ یی هم سرفه نه ده کړی اوس خدای مه کړه افغانستان یو داسی لوی کړکیچ خوا ته بیا یی چه بیرته به یی کنترولول مشکل کار وی خو د دوی نومونه به په تاریخ د غدار او خاین په نامه سپت شی
    دا ۳۱ کاله = کرمیان+ د شورای نظار یی جنګسالاران

  3. Ddabbel aw derghal aodola aw nazalmy naresol de par zan malanddy wawahy.
    Pakhwa yi hokomet ki sa gul karlie che pa mordaro kholo yi la yadwy hem!
    Dr.sahb Ashraf Ghani A.Z. kho d ulus ra`yo ta ihtiraam lary aw derghaly yi hem na di karry ,InshaALLAH ka karzai warsara derghaly wa nakrry aw d Shikayato aw Entekhabato comissiononah aadil aw shefaf qazawat wakrry ,Ghani khan pa lomrrny parraw ki d` khamosha akseryet (85 %) gattonnkey dey.
    Pa Ehtiram

  4. Abdullah, ba sa fekar kawi, che day ba ham president shi, da emkan nalari. Da khob de la sara wabasi. Za hayran yam che da domra raye ya sanga wari di., da tole de pa payso akhistal shawo khayenino dy. Da de masud driver.

ځواب ورکول Docror Alamgir khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *