عبدالله

تاند- عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو ۱۰ فیصدو رایو د پایلو له څرګندېدو وروسته په لومړني عکس العمل کې وویل چې له زلمي رسول سره یې د ايتلاف په اړه خبرې کړي خو تراوسه پوري یې لا خبرې په ابتدايي پړاو کې دي.

عبدالله عبدالله اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ د بریالیتوب په صورت کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو هڅه کوو.»

خو ده په خپل حکومت کې د اشرف غني احمدزي د شاملولو احتمال رد کړ، ویې ویل:«که موږ بریالي شوو، ډاکتر غني کېدای شي د اپوزیسیون په توګه خدمت وکړي. اپوزیسیون هم د خلکو خدمت دی.»

عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرانو وویل چې د کاندیدانو د رایو شمېره کېدای شي بدله شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، لا ډېر وختي دی چې د ۷ ملیون اچول شویو رایو د نتیجې په اړه دې وړاندوینه یا اټکل وشي.

ده تاکید وکاوه:«ممکن نن یو کاندید مخکې ښکاره شي، سبا بل.»

عبدالله عبدالله په لس فیصده رایو کې ۴۱ اعشاریه ۹ ، اشرف غني احمدزي ۳۷ اعشاریه ۶ او زلمي رسول ۹ اعشاریه ۸ ګټلي دي.

15 thoughts on “عبدالله عبدالله : که بریالي شوو د ملي وحدت حکومت جوړوو”
  1. که غنی بابا ان شاالله ولسمشر شو،‌ ډبل عودولا ته به یو تبنګ او کچول ورکړی چی په ښار کی شورنخود خرڅ کړی او یا هم د خپلو پلرونو او نیکونو په شان موچی ګری وکړی، ځکه ډبل عودلا خو چندان ډاکټر له پخواه نه هم نه ؤ او نور نه کوم علمیت او نه هم کوم کمال لری چی چیرته مامور مقرر شی.‌

  2. ښاغلی عبدالله، ښه خوب دی خو زما تشویش یوازی یوی خبری ته ده هغه دا چې که ستا دا خوب ریښتیا نه شي نو کیدای شي چې……………….!

  3. ډاکتر عبدالله عبدالله د نورستان، هرات او بامیان په شمول یو میلیون باطلې رایې لري.
    د ا څنګه کیدای شي چې په اول نمبر کې د راشي هغه باطلې رایې ولې ورته شمیرل شوی دی؟

  4. څه عجیبه دنیا ده او خلک څه عجیب د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی!!! دا ملی وحدت به همداسی وی چی په پنجشیر کی دی د اشرف غني په څیر عالم ته یوازی 12 رایی اچول کیږی؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  5. هر خوك جه دجمهوري دولت جوكي ته راءي تر لإسه كوي او ملي وحدت به عملي توكه تر نظر لأندي يو ملي حكومت منخ ته راوري يو موفق رئيس جمهور به وي كه جيري يو تنظيمي ،او كروبي حكومت منخته راوري بيالي به ءي دكرزي حكومت به شكل وي خرنكه جه خلكو وعد وركرل شوي به خبلو خبرو عمل وكري دا كه داكتر اشرف غني وي ،كه داكتر عبدالله. كه جيري يو كانديد لجعلي رأيو به أساس جوكي ته لإسه كوي هغه به به خبل مقام كي بيا هم يو جعل كاره إنسان وي ملت دهغه خخه كومه توقوع بايد ونلري
    جلالزوي

  6. لمړی خو خیال است مهال است و جنون چې د نظار شورا غړی دې ولسمشر شي. دویم فکر وکړۍ چې عبدالله ولسمشر شو، دا ښاغلی هيڅکله د ټول هېواد استازیتوب نشي کولی بلکې صرف د نظار شورا استازی دی. دریم ددې ښاغلي حکومت به ۵ میاشتې هم دوام و نه کړي او په ورته وخت کې ټول افغانان پا ځانګړې توګه پښتانه دې د مهاجرت اماده ګي ونیسي.

  7. ښاغلی داکتر صاحب عبدالله
    تر کومه چی د افغانستان خلک پوهیږی تاسو پخوا د افغانستان د باندنیوچارو وزیر په توګه مسوولیت درلود. هلته ستاسو د ملی وحدت ښه سمبول وی. د دی مهم وزارت د کارمندانو 95 سلنه ټول ستاسو خپلوان او د پنجشیر پروان اوسیدونکی دی چی تر نن پوری د دی وزارت دننه او باندنیو ادارو کی کار کوی. د هغوی تخصص او تعلیمی سطحه هم هیواد والو ته معلومه ده. د سینما او تیاتر د رشتی نوی فارغ شوی محصل د په اندونیزیا کی اول سکرتر مقرر کړ او د بین المللی روابطو تجربه لرونکی مامورین د په وزارت کی تر تقاعد او یا د داکتر سپنتا تر وخته هلته پاته شول. د وترنری فارغ التحصیل د په سویس کی مستشار مقرر کړ . هغه هم ستاسو دملی وحدت وزارت و. او په اصطلاح تمام پره و جنبه د په نظر کی نیولی وو.
    مونږ پوهیږو چی ستا او زلمی رسول پروژه یوه ده هلته هم ستا د آس غوږونه دی . صرف د افغانستان د خلکو په سترګو کی خاوری اچول دی. تاسو ته چی د پاکستان او ایران د واکدارانو له خوا هر ډول هدایت درکړل شی هغسی یی کوی. خو افسوس زمونږ د مظلوم ملت په حال . تاسو خپل سیاسی تجارت کوی اما ملت ته جنجالونه پیداکوی. د سترګو ډاکتر او سیاست . کله چی تاسو له طب پوهنځی نه فارغ شوی نو بیا مو په سوګند یاد کړ چی خپل مسلک اوخلکو ته به خدمت کوی مګر ډیر ژر مو خیانت وکړ او خپل مسلک اوخلکوته چی ډیر ضرورت یی درته درلود شا ورواړوله.
    د خپل وزارت د تصدی په مهال مو بیا د افغانستان په اساسی قانون او قرآن عظیم الشان له کرزی سره یوځاس سوګند یاد کړ چی خدمت به کوی او خیانت به نه کوی. اما ستاسو د کار د وخت صرف یو دوه نمونی می درته یادی کړی . شاید هغو کسانو ته چی ستاسو په وزارت کی یی کار کړی وی ، ډیری نمونی معلومی وی.

  8. نه مې غوښتل چې کومه تبصره ولیکم خو دا یو څه راته ډیر حیرانونکی ښکاره شول چی ډبل ابدالا ویلی چې زه به د ملی حاکمیت حکومت جوړه وم دا شو یو سیاسی کس هی هی هی افغانستان تر اوسه ۱۰ فیصده رایی ښکاره شوي ۹۰ سلنه پاتی دا د ددی کم عقل مخکی تګ دا ښکاره کوي چې دا بیچاره تر ټولو شاته دی اوس خو یی هسی د شمالی ټلوالی خوله ورپټه کړه او بس

  9. ملی وحدت کوم ملی وحدت
    ایا دابه ملی وحدت وی چی دافغانستان اکثریت وګړی ترهګرحسابوی اوبیا هم ځینی ښاغلی ورته کمپاین کوی اویایی هم مرستیالی کوی

  10. ټولو محترمو لوستونکو ته د سلام او احترام په وړاندی کولو سره زه فکر کوم چه دا به ډیره وختی وی چه داکتر عبدالله د ۱۰ فیصدو د نتیجی سره د ائتلاف او ملی حکومت د جوړولو خبری کوی که د ده او د زلمی رسول دا ټولی برنامی او پلانونه سره یو شان وه نو بیایی ولی مخکی تر انتخاباتو یو مشترک تیم جوړ نکړ او بیا دا چه داکتر عبدالله د ایتلاف خبری کوی نو د زلمی رسول رای ورکونکی خو هم ټول داکتر عبدالله ته رایی نه ورکوی او هر ځوک به خپل دریځ یه خپله غوره کړی او هغه هم که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شی او بل داچه مونږ ټولو د دوی دغه ائتلافونه او په تشه معنی ملی حکومتونه په دی ۲۴ کلو کی ولیدل نو د افغانستان د غیرتی ملت چه اوس ټول حقایق ورته معلوم دی په رایو باندی خیانت ونشی او سترګو ته یی خاوری وانچول شی

  11. جناب داکتر صاحب باید بدانید که هنوز خیلی زمان است تا خودت ریس جمهور شوی. در انتخابات 1388 یکی از وزراء دولت را کسی پرسید که چرا با داکتر صاحب عبدالله یکجا نشدی هم زا سمت ات هم از تنظیم ات؟ جوابش خیلی منطقی و با وزن بود وی فرمود که داکتر صاحب در 50 سال هم نمیتواند به ارگ راه یابد زیرا ما با طالبان سالیان سال در نبرد بودیم وی چطور بتواند که با انها کنار اید و دیگر اینکه اثار حکومت جمعیت در شهر کابل همه روزه به چشم شهریان کابل میخورد و آن نسلی را که ما کشتیم هنوز فرزندانش زنده است پس داکتر صاحب عبدالله و هر جمعیتی دیگر باید تا ان زمان صبر نماید تا فجایع ما جمعیتی ها از اذهان مردم بر اید. این یکی از وزراء حکومت بود ولی خواهش بنده فقیر از حضور تان اینست اگر کامیاب میشوی یا نه شخص به نام فضل الرحمن اوریا را ببند زیرا نه کسی خون کسی را میریزاند و نه باید دیگر خون و جنگ شعار باشد

  12. عبدالله خام تو په هیچ عنوان نمی توانی تا این ریاست بزرګ را به پیش ببری یه جز اینکه تمام اقوام افغانستام را دشمن خود ساخته و خودت را به زور ګوشه نشین سازند. خوبی دز این است که چپ و آرام دولت را به غنی باباتسلیم نمای ورنه عاقبت به خیر.

    مننه

  13. عبدالله خان تو په هیچ عنوان نمی توانی تا این ریاست بزرګ را به پیش ببری یه جز اینکه تمام اقوام افغانستام را دشمن خود ساخته و خودت را به زور ګوشه نشین سازند. خوبی دز این است که چپ و آرام دولت را به غنی باباتسلیم نمای ورنه عاقبت به خیر.

    مننه

  14. د ټولو ځوانانو او وطندوستانو ملی ، تاریخی او اسلامی دنده ده چی د انتخاباتو د رایو د شمیرلو جدی کنترول وکړی که څوک خیانت کوی او یا جعلی رایو ته ارزش ورکوی دا به د ټول ملت سره خیانت وی او له خاین سره همکاری کول یا پټه خوله پاته کیدل له خیانت سره مرسته ده. البته له هرڅه سره باید په سړه سینه او په تعقل سره برخورد وشی.

  15. أسي وايي جركه لنكه نه جركوري بام ته وختل. أويا هم اوشياران وايي جه به بجه وخوت كشمير يي وكوت. او كور د وران مشه ته خو لز صبر وكره ايا ته بوهه شته جه كواكي ته به باجاه شي،جه بيا د دوخته اشرف غني د ابوزيسيون مشر ستا له لوري وتاكل شو. خو به لنده كي دا وايم جه د كرزي د كور وران شي اوبس

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *