Abdullah په یوې حقیقت داسې باور لرم، لکه په لمرینه ورځ د لمر په وجود، او هغه دا چې د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه غوښتنه سوله او د سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ ډاکټر عبدالله عبدالله دی.

په اویایمه لسیزه کې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وه، چې ۶ +۱ ګاونډیانو ورته نوکان سرویل، او په ټوله کورنۍ جګړه کې یو مطرح او بدنام لوری همدغه و چې نن د ډاکټر عبدالله عبدالله پر څاښ را څرخي.

کله چې په ۲۰۰۲ م کې د افغانستان جمهوري اسلامي دولت رامنځته شو، نو افغانانو ته د کورنۍ جګړې دلیل ختم شو. ځکه چې نوی دولت درېیم لوری و. نه د جګړې یوه لوري، یعنې ټلوالې ته د جګړې جواز پاتې شو، او نه د جګړې بل لوري، یعنې طالب ته.

تر دې پخوا ملت د طالب او ټلوالې ترمنځ تقسیم و. کله چې نوی دولت راغی، نو طالب پلوي ملت د طالب له ملاتړه لاس واخیست، او دولت ته یې میلان وښود. ځکه چې دا نظام، نه طالیبي و، نه د شر او فساد په نامه د هغې بلې بدنامې پدیدې.

البته، د افغانستان نظام له دې فرصته سمه ګټه وانخیسته، او د ملي او درېیمي لوري پاتې کېدلو پر ځای ورو ورو د پخواني شر او فساد د دخیلو عناصرو په لمنه کې پرېووت.

خبره تر دې را ورسېده چې د ۱۳۹۳ په ټاکنو کې یو ځل بیا په بشپړه توګه د شر او فساد د عناصرو په لمنه کې د نظام د پرېوتلو وېره پیدا شوه.

له دې سره د خلکو په غوږونو کې د کورنۍ جګړې انګازې هم وغږېدې، او د شر او فساد د پاتې شونو ګواښونو دې انګازو ته نور شور او رونق هم ورکړ.

علت یې همدا و چې د درېیمي لوری، یعنې بې پرې او ملي دولت نظریه له منځه په وتلو شوه.

بلا وه، برکت یې نه و. د ولس په پاشلتیا، پراخې درغلۍ او د ولسمشر کرزي په ټولې بې غورۍ سربېره هم، د زاړه شر او فساد عناصر د ټاکنو په لومړي دور کې په بریا بریالي نشول.

خبره دوهم دور ته ووتله. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو دور، د افغانستان د ملت د برخلیک هغه دوه لاری جوړ شو چې یوه لاره ورڅخه د سولې آبادۍ د ګلستان او بله ورڅخه د ۷۰مې لسیزې د بربادې او تورې ماضي پر لور تللې ده.

پورته سیناریو، او لاندې دلایلو ته په کتلو، ملت د ۱۳۹۳ په دوهم دور ټاکنو کې دوه انتخابه لري، چې یو یې ډاکټر اشرف غني احمدزی او بل یې ډاکټر عبدالله عبدالله دی.

په افغانستان کې د څه به کېږي سوال تل معما دی، خو تر کومه چې واضحه ده، د ملت لپاره تر ټولو خراب غوراوی دا دی چې په ټاکنو کې په نه حضور، نه جدیت او د خپلې رأیې د برخلیک په نه پوښتلو د افغانستان نظام د پخواني شر او فساد د عناصرو لمنې ته ټېلوهل شي. په دغسې حالت کې افغانستان راتلونکی نه لري.

د لیکنې د نه اوږدېدلو لپاره غواړم د عبدالله عبدالله په وجود کې د ثبات او امن د ناشونتیا څو شمېرلیو دلیلونو ته ځغلنده کتنه وکړم:

۱-  ځکه چې عبدالله عبدالله د کورنیو جګړو دخیله څېره ده. اوس هم په هماغه نامه، په هماغه جوړښت، په هماغه تنظیمي موقف،

او د هماغو خلکو په مرسته کاندیدېږي. د افغانستان کورنۍ جګړه یواځې درېیمي لوری، چې یو ملي نظام دی، پای ته رسولای شي.

تنظیمي څېرې یې نشي.

۲-  عبدالله عبدالله تکراراً د سولې له پروسې سره خپل مخالفت په ډاګه کړی. که عبدالله راځي، نو لږ تر لږه، لس کاله نوره هم

سوله نشته. نه طالب له عبدالله او نه عبدالله له طالب سره سوله کوي. تر منځ به یې افغانان خرابېږي.

۳-  سوله د اقتصادي پرمختګ، او عدالت په شرط را تللای شي. عبدالله عبدالله د یوه توان هم نه لري.

۴-  د عبدالله عبدالله ټیم له زرګونو بدمعاشانو جوړ دی چې خپله عبدالله یې د مهارولو وس نه لري. عطا به عبدالله ته، عبدالله به

عطا ته، محقق به عطا ته، عطا به محقق ته… غاړه کښېنږدي.

۵-  د عبدالله عبدالله په وجود کې به ټالیبان ډېر هیله مند شي، او فکر به وکړي چې ګټلای یې شي. پایله به دا شي چې هغوی

به خپلې بې هدفه او نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي، او زور به یې د جګړې د لومړیو لیکو تر اوسېدونکیو وزي.

۶-  د عبدالله عبدالله له راتګ سره به د پښتنو ترڅنګ، د هېواد یوه بله عظیمه کتله، یعنې اوزبک وروڼه هم ځانونه له نظامه د باندې

محسوس کړي، او د افغانستان پر تشنج به یو بل عنصر هم ور زیات شي.

۷-  د عبدالله عبدالله له راتګ سره به په زندانونو، محاکمو او نورو کې عقده یي کړه وړه زیات او لکه د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ کال،

د خلکو نفرت او فرار ته به زمینه برابره شي.

۸-  فساد د بدامنۍ او خلکو د نارضایتۍ سرچینه ده. د عبدالله عبدالله ډله د اوسني نظام د فساد ۸۰٪ برخه تشکیلوي. دغه ډله په

ټولو سترو دولتي قراردادونو، د ځمکو په غصب، د حکومتي بستونو په تجارت، د بندیانو په تجارت، د مخدره توکیو په تجارت او نورو

خرابیانو کې شریکه ده. د عبدالله عبدالله له راتګ سره دا فساد له منځه نه ځي، بلکې سل چنده زیاتېږي، ځکه چې فاسد عناصر لا

زیات صلاحیت او واک ترلاسه کوي.

۹-  د عبدالله عبدالله ډله له فاشیستو، سمتي او متعصبو عناصرو ډکه ده، او همدا اوس یې له لهجې څخه د وینو او کرکې بوی

ځي. دوی به هیڅکله ملي محوریت تأسیس ن کړای شي. په دوی کې ملي انګېزه تر دې حده کمه ده چې ځینې یې افغانستان ته

جعلي وايي، ځینې یې نوم نه مني، ځینې یې قومونو ته ښکنځلې کوي، ځینې یې د ایرانیانو په نامه څلي جوړوي، ځینې یې د ډیورنډ

د پلورلو چیغې وهي. دوی په تېر لس کاله کې د افغانستان هیڅ ملي ورځ نه ده لمانځلې. د استقلال ورځ یې هیڅکله کوم جشن

نه دی نیولی. د قاسم خان شهید د شهادت په څېر هیڅ کوم مناسبت یې نه دی لمانځلی، او د خپلو اتلانو په لمانځغونډو کې یې د

افغانستان بیرغ نه دی کارولی.

۱۰-  دوی هیڅکله د لویولۍ تواضع نه لري. مرحوم مارشال د خپل ځان په اړه د یوه منفي خبر په خپرېدلو بینوا ویب پاڼه وتړله،

مخدوم رهین ځان له یوه ځوان هلک سره په شخړه کښې ایست. والیانو یې ژورنالسټان وډبول او ډلې یې تر د نه زغم مظاهره

وکړه. خپله ډاکټر عبدالله عبدالله له تلویزیوني بحثونو ولاړ شوی، او د نه زغم مظاهره یې کړې ده.

۱۱-  عبدالله عبدالله د یوه نظام د رهبرۍ لپاره مناسب اخلاقي شخصیت نه لري. د اخلاقي فساد له رسنیزو اوازو را نیولې، د

سینګارتونونو تر کیسو او داستانونو، او د ورک نسب تر اوازو پورې دا ټول شبهات د یوه رهبر اعتبار له منځه وړي او د نظام

مشروعیت ته، چې رهبر یې برخه دی، ګواښ پېښوي.

د افغانستان د نجات کار د اشرف غني احمدزي یا د هغه د ټیم نه دی. دا کار د افغانستان د ملت او خلکو دی. ملت به یا ګډون کوي، یا به د خپل برخلیک له مالکیته لاس اخلي. ملت دوه لاري لری. یوه لاره ورانې ماضي او بله یې روښانه مستقبل ته. درېیمه لاره نشته.

13 thoughts on “عبدالله غواړئ که سوله؟/ مجید قرار”
  1. لیکنه ښکلې ده خوملت ګوګوشتودی.ـ
    چې دمرۍ څخه یې نیولی نه وي ترهغې ځان نه په خوارۍ کوي. ډیری یې ماڅه کۍ ډله ده چې هرڅه ورته ټوکه ښکاري خو اصلي تاوان هم ماڅه کۍ ډلې ته رسي ځکه چې واردمخه یې تابیا نه وي کړي. نوچې ځانونه مو دیوه بل حتمي ناورین څخه ژغورلی وي باید په قوي هوډ ټول راووځوادخپلو پریکنده رایو په زور ملت له بربادۍ وژغورو.

  2. ډیره ښکلی او د منطق نه ډکه لیکنه ده. که یی څوک په غور ولولی نو ډیرو مسایلو ته متوجه کیږی . ژوندی دی وی ځوان استعدادونه

  3. Abdullah Da Khalkoo pa vote Razi Na da Stat pa Likuno?? Intikhabat washoo Abdullah ta Khalko vote worka Pata shoo Sola Da the Abdullah Yaa Ghani,Dostom,……. Kar Na dy Da the Mishir Lala Kar dy

  4. د تاند له درنو چلوونکو نه هیله ده چی پورتنی تحلیلی لیکنه د تود بحث تر عنوان لاندی وساتی ترڅو نور هیواد وال یی هم ولولی او خپل نظرونه پری ولیکی.
    په رښتیا هم د افغانستان په راتلونکی د اویایمو کلونو خپسکی یو ځل بیا سورۍ اچولی دی. هغوی چی په جګړو یی کابل ښار وران او ټول هیواد یی په کنډوالو او زندانونو بدل کړی و. د کابل ښار په محدوده کی د نظار شورا، جمعیتیانو ، وحدتیانو ، محسنی حرکتیانو، جنبشیانو ، اتحادیانو او اسلامی حزبیانو دولتونه واکمن شوی وو، دادی یو ځل بیا غواړی د پردیو یعنی ایران ، پاکستان په مستقیم دخالت او مرستی سره په ټول افغانستان او هغه هم د قانونی او مدنی لاری ځانونه حاکم کړی. چی پدی برخه کی تالیبان هم د دوی ملګرتیا کوی او ملت ته اجازه نه ورکوی په انتخاباتو کی برخه واخلی.
    اما آزموده را آزمودن خطاست. عبدالله د نظار شورا محصول دی او دوی له اویایمو کلنو نه تر کرزی پوری او همدا اوس هم د هیواد ټول ملکی او نظامی ، کورنی او باندینی دولتی پوستونه ځانو ته اختصاص کړیدی او جهاد هم خپل انحصاری خدمت بولی. نور حزبونه ، سیاسی ډلی او قومونه ورته هیڅ هم نه معلومیږی. دوی د نورو وژل، ځورول، توهینول ، له خدمته لری کول او نوری هر ډول توطیی او دسیسی په کار اچول خپل حق بولی . د ملتونو ، قومونو، ژبی او مذهب په نوم اختلافات اچول خپل هدف ته د رسیدو لپاره په کار اچوی . پدی حال کی زمونږ دنده او مسوولیت به څه وی؟
    د ټولو وطندوسته هیواد والو مکلفیت دی چی داځل غفلت ونکړی او په ټول توان اوپوهی سره خپل اسلامی او افغانی دین پر ځای کړی . د شر او فساد ،جګړی او د افغانستان د بربادی مخه ونیسی . هغه چاته رایه ورکړی چی د افغانستان ترقی ، یوالی او سولی غوښتونکی دی.

  5. په زړه پوری او د حقیقتونو نه ډکه لیکنه ده ،، که هر هیواد وال یې په پوره دقت او فهم سره ولولی ډاډه یمه چې د غنی افغانستان په لور به قدم واخلی

  6. ښاغلی قرار صاحب، ډیره په رړه پوری لیکنه مو کړی وه دومره خوند یی راکړ چی فکر یی نه کیده ، الله مو فق او بریالی لره په قلم مو برکت شه.

  7. ١٠٠ فيصده جالبه ليكنه ده خداي د وكرى جى أفغان نو ور خًخه خًه زده كرى وى
    كه سره يو نه شى د هر بشتون ميشته ولايت ولى به بنجشيري وى أو د أفغانستان رياست جمهوري له د وخته در خًخه نيولى ده

  8. لیکنه خوندوره ده ومې لوسته خو ملت ته مې زړه تر بد نه بد لفظ وکاروم ولی زه د همدی ملت جز یم او ملت مې راباندې ګران دی خو تر ګوګوشتو ور هاخوا ملت په نړی کې یو همدغه ملت دی له هاغه ملته به ستا توقع څه وي چې خپل شوونځی او سړک او او پل او بند ورانوي دغه ملت بیا خر ده (له تانده نیولی بیا له ټولو بښنه غواړم چې خر نه وي هغه خپل بچی وژنی د خپل د اولاد د بی سوادی لامل کیږی دغه خود خر ده) د ډاکټر عبدالله په ګروپ کې داسی خلک شته چې د باګرام بندیان یی خرڅول هلته به له امریکنیانو سره کیناستل لست به یی ولید چې شل دیرش بله ورځ خوشې کوی بیا به لمبر شول کورنیو ته به یی زنګونه وهل چې زه یی در خلاصوم اله ژر یو لک ډالر بیا به تر شلو دیرشو راکوز شول په ولسونو یی ځمکې خرڅې کړې په دې ګروپ کې دغه شان باتوران ناست دي نوره مو خوښه خپل دا یی یوه وړه بیلګه وه

  9. ورور عبدالله عبدالله یو مجاهد شخصیت دی او اشرف غنی یی هم سوله نشی راوستلی عبدالله که باچا شو نو یو اسلامی نظام به جور کری

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *