تاند – ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د طالبانو مړ شوی مشر ملا محمد عمرمجاهد یو جنایتکار و او د پخوانۍ شمال ټلوالې او نظار شورا وژل شوی مشر احمدشاه مسعود د افغانستان ملي قهرمان دی.

عبدالله دا خبرې نن په کابل کې د شهید  اوونۍ او د شمال ټلوالې د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود د ۱۵تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په ځواب کې وکړې.

ښاغلي کرزي دوه ورځې وړاندې په لندن کې له یوې غونډې څخه وروسته د سقوي حرکت د یوه پلوي د دې غوښتنې په ځواب کې چې باید د حبیب الله کلکاني فاتحه واخلي، ویلي و چې که داسې وي بیا خو ملا محمد عمر هم د افغانستان پاچا و او حق لري چې په درناوي سره یې جنازه راوړل شي او بیا دفن کړای شي.201409100716324302

عبدالله وویل چې ملا عمر په افغانستان کې د یوې تورې دورې بنسټګر او یو جنایتکار او احمدشاه مسعود یو ملي قهرمان دی، په داسې حال کې چې ویل کيږي چې ملاعمر په ۱۹۹۵ کال کې د دیني مدارسو د هغو زده کوونکیو د حرکت مشري وکړه چې په افغانستان کې یې د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندې د ملوک الطوایفي او پاټک سالارۍ دوره پای ته ورسوله.

د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شورا حکومت په ۱۹۹۲ کال کې نورې جهادي او قومي ډلې له قدرت څخه محرومې کړې او ټول واک یې په خپل لاس کې واخیست. ویل کيږي چې د مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شورا ملېشو او د هغوی متحدانو او مخالفینو په کابل ښار کې تر ۶۰ زرو ډېر ملکي خلک ووژل او ښار یې په کنډوالو بدل کړ چې د افشاروعام قتل یې یو مثال دی او هزاره افغانان یې کال په کال لمانځنه کوي.

تحلیلګران وایي چې په ۲۰۰۱ کال کې، چې د طالبانو حکومت په افغانستان باندې د ایتلافي ځواکونو د حملې په نتیجه کې نسکور شو، پخوانۍ شمال ټلوالې له وخت نه استفاده وکړه، پښتانه ولسونه یې په بېلابېلو نومونو له قدرت نه محروم کړل او پخپله خوښه دایره شوې لویه جرګه کې یې خپل جنجالي جنګیالی مشر احمدشاه مسعود د ملي قهرمان په نامه ثبت کړ. د ټلوالې پاتې شوني له هغه را وروسته هر کال د سپتمبر ۹مه د خپل وژل شوي مشر تلین لمانځي او په خپلو وحشیانه او مسلحانه حرکاتو سره کابل ښاریان وېروي او وهي.

8 thoughts on “عبدالله: ملا عمرجنایتکار او احمدشاه مسعود ملي قهرمان دی”
  1. دا ښکار تعصب دی ، د دی خبرو وخت ندی او یو رهبر باید پدی خبرو کی ځان کیر نکړی ، اوس باید یوبل ومنو، کنه نو بیا به همیشه د یو اتل د بل لپاره جنایت کاروی، ملا عمر د اجړاګانو ،نرښځکو، امریکایانو او یا نورو کفری جریاناتو تایید او رد ته ضرورت نلری، دا به ټول عالم اسلام د هغه په هکله ښه فیصله وکړی .

  2. Ho, ghal de ghle molatr kawi. De afshro aw de kabul qatl, patakona, de pashtano sara zolm aw de khalko namos ta sadama da kho tol os da doy badstargo aw de iran aw russ gholamano da yada wayestl.aw os hm de talib pa num de amrika khairat ta de besharmo aw asli de watan doshmanano las niwalai aw de dase yaw bad najaso aw khainano molatr kawi che tol jahan tuf lanat worta wayi aw de Afghanistan de tabahi tadaw ham de mazdorano keshod.

  3. کرزي دا خبره د رشخند نه وکړه خو دا شرابي په داسې خبرو نه پوهیږي. ملا عمر او مسعو دواړه جنایتکاران وو او د دواړو پيروان هم جنایتکاران دي. عبدالله ته خو باید داسې خبرې ونکړې ځکه ستا نه لوی جنایتکار او متعصب خو مور بل نه دی زیږولی. اول تاسو د شهید ورځ یواځې د مسعود په خاطر لمانځۍ چې په شهادت کې یې هم شک دی خو هغه حقیقي شهیدان چې په ریښتونې شهیدان دي او ددې هیواد لپاره یې مال او ځان قرباني کړي څوک یادوي هم نه. زه خو کرزی او اشپز غني هم لوی خاینین بولم چې ستا وجود یې زغملی و او زغمي یې.

  4. د پاکستانیانواو روسانو څخه پوښتنه وکړی چه مسعود څوک وه؟ ښکاره خبره ده چه دښاغلی محمد داود خان
    په دوره کی، مسعود، ګلبدین اوربانی په پیښور کی میشت وه، او د آی اس آی ګوډاګیان وه
    او دغه دریواړه دافغانستان دترهګری بنسټ ایښودونکی وه، اوتراوسه ددوی دغه ترهګری روانه ده

    او دخلقیانودحکومت په دوره کی مسعود او دهغه ډله د کی جی بی جاسوسان وه او تر اوسه دی

    ملاعمراو دهغه ډله دامریکایانو په راتلو سره دپاکستان دآی اس آی ګوډاګیان اوجاسوسان وه، اوددغو جاسوسانو تروریستی اوپښتون ضد کړنی به افغانان دتل لپاره دیاده ونه باسی
    دطالیبانو څخه داسی ترهګر جوړ شویدی چه دټولی نړی مسلمانان اوکافر ورڅخه کرکه لری

    طالیبان اومسعودیان دواړه دبهرنیو په کاسو کی ډوډۍ خوری، او رښتنی افغانان به دغه دواړه ملی جنایتکاری ډلی دتباهی او نابودیی په لور وړی

  5. خړ سپی د شغال ورور دی. وایی نه کل ماند و نه کدو.
    ملا عمر د خپلی واکمنی په وخت کی یو مثبت کار وکړ چې پاټکونه یی ټول کړل، د غلو او شغالانو پوستی یی ورټولې کړی تر کولابه یی وځغلول او له هلکانو سره نکاح یی ناروا وبلله ، پدی حسا دی له مسعود نه یو مثبت پاینټ لری.
    خو هغه هم د پاکستان تر تاثیر لاندی راغی او د نورو شومو ارواو په موجودیت کې داسې اشخاصو ته زمینه مساعده کړه چې په نتیجه کې نن هم زمونږ په هیواد کې د جنګ اوربل او هره ورځ سلګونه کسان وژل کیږی.
    د نظار شورا د خپل جعلی پیغمبر د ستایلو پرځای باید اقرار وکړی چې دوی هم جنایتونه مرتکب شویدی او له ولسه بښنه وغواړی. د سلو یا زرو او لسو زرو غلو ، اوباشانو نظامی مارش خاینانو ته براءت نه شی ورکولی.

  6. داوخت ددی ندی چی یو بل پسی بدی ردی او سپک سپوری ووایو ددی وخت رارسیدلی چی یوبل ته ددوستی اوورورگلوی لاسونه ورکرو اودهیواددبچاو لپاره کوتلی گامونه پورته کرو که نه نو زمونژ برخه لیک به هم به داسی وی لکه دهغو چی مونژدهغوی پرسریوبل ته پیغورونه ورکوو.

  7. ددی ګدړه او ناموس فروش خبری هیڅ ارزښت نلری د ملا محمدعمر اخند دمردار ځای بلا دی پر وګرځی ښاغلی حامد کرزی ته دی سل واری افرین وی بیخی او پر ځای خبره ی کړیده

  8. ټول پښتانه او بلخصوص د كوهدامن پختانه او هوتخیلو غیرتی قوم په کابل كه مسلح سی , دا د ملی وحدت ناری نوری ګټی نه کوی مونږ ډیری د ملی وحدت ناری ووهلی اما دا سقاوی قوم نور نه اصلاح کیږی ټولی کومک سوی پیسی نظاریانو او سقاویانو پټی کړلی ، ټولی دولتی او شخصی ځمکی همدوی غصب کړلی پښتانه په ۱۵ کالونو کی د همدوی لخوا ووژل سول زندان ته واچول سول بی عزته سول بی کوره سول دا خو یی لا زړه یخ نه وه څی ناټو او امریکا ته یی له دښمنی ډک کوردینیات ورکړل په هغوی وځپل ، نور که پښتانه غواړی مشران یی په عزت او ابرو په ځای پاتی سی نو باید ټول مسلح سی او ټولو ته د ټوپک ځواب په ټوپک ووایی تر څو به داسی د ذلالت ژوند کوو تر دی مرګ بهتره دی ,

ځواب ورکول محمدحامد"قانت" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *