تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله وايي د منظم انتخاباتي تخلف نښې لیدل شوي او د انتخاباتي کمیسیونونو له لوري د انتخاباتو د قانون سرغړونه شوې ده.

ښاغلي عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې وویل:«د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تراوسه پوري د هغو شکایتونو په وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی چې د انتخاباتو په لړ کې په مستند ډول ثبت شوي دي.»

پرون د ��نتخاباتي شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ چې د ابتدايي نتیجو د اعلان له شېبې وروسته تر ۲۴ ساعتونو پوري هر راز شکایت مني خو عبدالله وویل چې د شکایتونو کمیسیون دې دا موده درې ورځې اوږده کړي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فاضل سانچارکي پرون وویل، که د انتخاباتو کمیسیونونه د دوی له غوښتنې سره سم درغلۍ ونه څېړي او د دوی د ټیم قرنطین شوې او باطلې شوې رایې حساب نه کړي دوی په دوهم ځلي انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

په همدې منځ کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي وايي چې د عبدالله پلویانو د انتخاباتو د تېرو دورو له تجربو څخه په استفادې هم د ځان په ګټه ډېرې جعلي رایې صندوقونو ته اچولي او هم یې د نورو کاندیدانو رایې په خورا مهارت ضایع کړي دي.

د دوی په باور په دوهم ځلي انتخاباتو کې به د عبدالله ټیم ونه توانېږي چې د تېر ځل په شان پراخه درغلي وکړي.

0 thoughts on “عبدالله وايي د منظمو انتخاباتي سرغړونو نښې ویني”
  1. عجیه عبدالله دی!ـ
    هم غل هم غینور!ـ
    درغلۍ هم پخې کړي اواوس وایي چې زما په خوښه به څېړئ.ـ

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *