تاند- عبدالله عبدالله نن د لویې جرګې په خیمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان نه مني.

ده وویل پرون د جعلي انتخاباتو نتیجه اعلان شوه چې دا ده ته د منلو نه ده.

ده وویل چې د انتخاباتو پایلې د ارګ، د انتخاباتو د کمیسیون او د ده د سیال ټیم مثلث اعلان کړي او دوی یې نه مني:

«له ننه اعلان کوو، یوازې هغه حکومت په خپل ځای پاته کېږي چې په پاکو رایو راغلی وي. خلکو راڅخه غوښتي چې خپل حکومت اعلان کړو.»

«دلته د افغانستان د ټولو سیمو اوسېدونکي شته، ټولو زموږ څخه غوښتنه لرله او کوي یې چې خپل حکومت اعلان کړو.»

عبدالله عبدالله وویل، چا چې ده ته رایه ورکړې د سر په قیمت به یې دفاع وکړي.

ده وویل د لویې جرګې له دې مهم ځای څخه چې دوی پکې د افغانستان لویو پرېکړو ته زمینه برابره کړې وه، اعلان کوي چې له خپل حقه به تېر نه شي.

تر دې مخکې د عبدالله پلویانو د ارګ په خیمه کې د ولسمشر کرزي عکسونه راکوز کړل او هغه یې څیري کړل.(ویدیو)

د عبدالله د خبرو غټ ټکي: بې له کوم شکه د انتخاباتو ګټونکي یوو بې له شکه یوه ورځ تقلبي حکومت ته د واک اجازه نه ورکوو د افغانستاهن د خلکو په رایو به حکومت رامنځته کېږي فشار، تهدید به ونه مني افغانانو ته ډاد ورکوي چې د دوی د رایو دفاع به کوي خلک له موږ غواړي چې ژر به خپل حکومت اعلان کړو
د عبدالله د خبرو غټ ټکي:
بې له کوم شکه د انتخاباتو ګټونکي یوو
بې له شکه یوه ورځ تقلبي حکومت ته د واک اجازه نه ورکوو
د افغانستان د خلکو په رایو به حکومت رامنځته کېږي
فشار، تهدید به ونه مني
افغانانو ته ډاد ورکوي چې د دوی د رایو دفاع به کوي
خلک له موږ غواړي چې ژر به خپل حکومت اعلان کړو

عبدالله وویل:«زموږ پر حق په دنیا کې هیڅوک سترګې نه شي پټولی، که ټوټې ټوټې شو تقلب نه منو»

دا په داسي حال کې ده چې پرون د عبدالله عبدالله ټیم د اشرف غني احمدزي له ټیم سره موافقه کړې وه چې د ۷ زره محلونو رایې به په ګډه شمېري.

وروسته له دې چې میرویس یاسیني عبدالله ته په غوږ کې څه وویل، عبدالله د موازي حکومت خبره پرېښوده او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې څو ورځې وخت ورکړي چې پرېکړه وکړي. د ده اشاره ظاهراً دې ته وه چې د ده پلویان دې ګډودي نه جوړوي. خو په خیمه کې حاضرو کسانو موافقه نه کوله.

عبدالله وویل چې د امریکا  ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیرجان کیري نن سهار ټېلفون ورته وکړ او ښاغلي کیري ورته وویل چې د جمعې په ورځ افغانستان ته راځي، د تقلب مخالف دی او د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیونونو هیله لري چې په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو او بې نظمیو تحقیات په پوره مسوولیت وکړي.

د جان کري له لورې په خپره شوې اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې د امنیتي ځواکونو غیرسیاسي رول ته باید ټولې غاړې درناوی وکړي. جان کري وایي چې د تاوتریخوالي او د تشدد ګواښونو ته هیڅ دلیل نه شته او د اساسي قانون له چوکاټ ورهاخوا هیڅ ګام د منلو نه دی.

عبدالله، چې د خپلو خبرو په پای کې ډېر احساساتي او توند ږغېده، د وینا په وروستیو کې هڅه کوله چې لهجه نرمه کړي.

10 thoughts on “عبدالله وايي موازي حکومت اعلانوي”
  1. دخپلو شخصی گټو په خاطر هرراز بی شرمی کوی زما دافغانستان دغیور ملت څخه هیله داده چه نور ددی فاسد ټیم مخه ونیسی.

  2. ګل مرجانه ! ستاسره یواځی هغه افغانان ولاړی دی چی دوطن او ناموس خرڅول غواړی ښه مثال یی بلدوزر او سیاف دی ګل مرجانه ! حکومت اعلانول اسانه نه دی کرار کښینه خپل میک اپ کوه

  3. ګرانو وروڼو هیله ده چی روغ رمټ وی. د عبدالله جان د کارته پروان ریاست جمهوری مو مبارک شه. زه خو داسی وایم چی سړی روږی پسی اخیستی او حتی د خپل پلار کرزی صاحب عکسونه یی هم د لویی جرګی د خیمه څخی را ټییټ کړل او توهین یی ورته کړی عبدالله او دده لوټماران باید ددی جرمانه ورکړی. څومره به ښه ښکاری چی په خیمه کښی کابینه اعلانوی. سړی لیونی دی. او تری را چاپیر چاپلوسان شعور نلری

  4. د ښاغلی ګل مرجان تر ټولو خوږ او ښایسته خوب
    تاسی ولی مزاحمت ورته کوی . ښاغلی ګل مرجان بیګاه خوب لیدلی وو چی د افغانستان د لوی هیواد او له مختلفو قومونو نه جوړ شوی هیواد مشر شی او پلازمینه هم د پنجشیر بازارک ته انتقال کړی . له دی امله چی هلته د پنجشیر د مست او له بوډک سیند د اوبو غږ و نو کوشش یی کاوو چی خپل غږ لږ څه لوړ کړی ترڅو دسیند هغه بله غاړه کی خلک یی غږ واوری. پریږدی چی لږ خیال پلو ووهی. خو میرویس یاسینی هغه له خوبه راپاڅاوه چی ښاغلی ګل مرجان په څه اپلتو اخته یی ویښ شه او مخ ته د میکرافون ایښی او ټول افغانستان ستا غږ اوری. ته به هغو خلکو ته څه ځواب ووایی چی تا ورته ګوسفندان ویلی دی. تا خو یواځی د خپلی ولسوالی خلکو ته مردم ویلی نو دا نور به په کوم سیند کی لاهو کوی….
    بنا ښاغلی ګل مرجان خبروه واړوله چی د جمعی په ورځ میلمانه راځی او ماته دری ورځی وخت راکړی چی لږ فکر وکړم بیا به تاسوته خپل تصمیم ووایم.

  5. گل مرجانه حکومت د غلو او بیسوادو کار ندی. او موز ایتلافی حکومت نه منو. نور بس ده دا 3 لسیزی مو افغانانو په وینو لوبی وکری نور ملت تاسو پیژندلی یاست. حکومت په بدماشی نه کیزی.

  6. يو ايطالوي طبيب په خپل کتاب کې د زردشت فلسفې په نوم ليکي: سالم عقل په سالم بدن کې دى د اوستا د صريحو تعليماتو پر ا ساس هر يو پاک زردشت پنځه شيان له خداى (ج) څخه غوښتونکي وه
    لمړئ جنت
    دوهم قوي تن
    دريم اوچت روحي ژوند
    څلورم کامروايي ددروغو په ماتولو کې
    پنځم له لار وهونکو څخه خبر
    د ملت اراده، ملي حاکميت، قا نون ته غاړه ايښودل،سوله او خپلواکى به زموږ ولس له نيکمرغيو سره مخامخ کړي او انشا الله چې ټول قومونه او قبيلې به يو دبل سره د خواخوږي، پوهې، او تاريخي رسالت پر بنا کلک ودريږي. نو ښاغلې ګل مرجانه ته به ېې هم خامخا منې او ګورو چې په زړه کې ددې مظلوم ملت سوچ ښکاري.

  7. کرزی صیب ته دی ډیر مبارک وی او په دی ډیر خوښ یم چی کرزی صیب د هغی ونی میوه وڅکله کومه یی چی د خپلی واکمنی په دوران کی کرلی وه.همدغه د شورای نظار وحشتناکی څیری یی په پښتنو حاکمی کری.او بی چاره ګان یی پری وزورول.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *