په کابل کې ډېر خلک حیران دي چې عبدالله عبدالله ولې مخکې دی؟ ایا د حکومت او کمیسیون توطیه ده؟ ایا په انتخاباتو کې درغلي ده؟ ایا حقیقت دی او عبدالله په رښتیا زیاتې رایې وړې دي؟

زما په نظر دغو دریو واړو سوالونو ته مثبت ځواب ورکولای شو.

د توطیې نخښې:

ولسمشر حامد کرزي په ولسي جرګه کې په خپلې وروستۍ وینا کې وویل چې اساسي قانون کې ځینې بدلونونه پکار دي. دغه بدلونونه پخوا ولې پکار نه وو چې لس کاله وروسته احساس شول؟ ولسمشر په حقیقت کې دې ته اشاره کوله چې له راتلونکي ولسمشر سره معاملې ته تیار دی چې  په قانون کې تغییرات راولي ، ځان ولسمشر کړي او د انتخاباتو راتلونکي ګټونکي ته صدراعظمي ورکړي. په اوسني اساسي قانون کې صدراعظم نشته او ولسمشر یوازې دوه دورې پر له پسې ولسمشر پاتېدلای شي. په کاندیدانو کې یوازې عبدالله عبدالله د اساسي قانون د بدلانه او د پارلماني سستم د جوړولو لپاره مبارزه کوله. نو ولسمشر په حقیقت کې عبدالله ته ضرورت درلود چې د ده مقصدونه پوره شي.

 له عبدالله عبدالله سره د ولسمشر د همکارۍ بله لویه نخښه دا وه چې د مارشال فهیم له مړینې وروسته ولسمشر بیا هم له شورای نظار او پنجشېر درې څخه مرستیال غوره کړ او البته غوره یې نه کړ بلکې عبدالله خېلو ته یې وویل چې ورمعرفي یې کړي. یونس قانوني په حقیقت کې د هېواد نه بلکې په عمل کې د عبدالله عبدالله په انتخاباتي چارو کې د ولسمشر د مرستیال دنده تر سره کوي. دی چې د مشارکت د حکومت خبرې کوي منظور یې دا دی چې عبدالله نورو ته هم برخه ورکوي، تشویش مه لرئ.

 له عبدالله عبدالله سره د ولسمشر د همکارۍ بله لویه نخښه د زلمي رسول کاندېدل دي. ولسمشر، د ده وروڼو او امنیت شورا په میلونونو ډالر ولګول چې زلمي رسول ته رایې ټولې کړي. د زلمي رسول یوازینی نقش دا و چې د پښتنو رایې ووېشل شي او  د عبدالله د کامیابۍ چانس لا زیات شي. ویل کېږي چې رحیم وردګ، قیوم کرزی او اکثره نور کاندیدان هم د ولسمشر په اشاره او غوښتنه د رقابت میدان ته راووتل چې په عمل کې  یې  نقش دا و چې اشرف غني کمزوری او عبدالله عبدالله پیاوړ ی کړي.

 د سرکاري توطیې څلورمه نخښه دا وه چې ولسمشر په ولسي جرګه کې وویل چې حکومت په انتخاباتو کې وېشلی دی او چارواکي د مختلفو کسانو ملګرتوب کوي. د دې خبرې معنا دا وه چې والیان او قوماندانان به په ولایتونو کې نیم د شورای نظار د کاندید او نیم نور د زلمي رسول ملاتړ کوي چې په عمل کې هم همداسې وشول. د ولسمشر کرزي له خوا د دې اعتراف او بلکې د مداخلې د قوماندې ورکولو همدا معنا لرله چې عبدالله ته لاره پرانیستل شي.

 نو موږ د عبدالله په مخکې کېدو کې د حکومت د لاس لرلو توطیه نه شو ردولای او بلکې یقین ورباندې پکار دی. البته، دا بیا بېله خبره ده چې د کرزي د اټکل برخلاف دویم مقام زلمي رسول ونه ګاټه او کار هغومره اسانه نه شو چې د ارګ مشرانو یې توقع لرله.

عبدالله عبدالله ولسمشر کرزي ته دوه لوی خدمتونه کولای شي: یو خو اساسي قانون ورته داسې بدلولای شي چې دی بیا تشریفاتی ولسمشر شي. بل دا چې عبدالله به هیڅ وخت د درغلیو په خلاف اواز اوچت نه کړي ځکه غلا خو تر ګردو زیاته شورای نظار خېلو کړې ده او په دې ډول به د کابل بانک غلا او نورې دوسیې هم ختمې شي.

 د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا عبدالله په انتخاباتو کې تقلب کړی دی؟ باید ووایو چې بې له شکه. د افغانستان په جنوب کې پښتانه اکثریت دي او په شمال کې اوزبک او پښتون په شریکه اکثریت دی خو بیا هم چې  په افغانستان کې عبدالله مخکې کېږي، دا بې درغلۍ ناممکنه ده. البته، په نورو معیارونو هم عبدالله داسې شخصیت نه دی چې په افغانستان کې دې مطرح او محبوب وي. د انتخاباتو په کمیسیون کې د عبدالله کافي نفوذ او د ایران پیسې او د هغو په زور د ګڼو کسانو په پیسو اخیستل او د پاکستان غیرمستقیم ملاتړ له عبدالله سره مرسته کړې ده چې پراخ تقلب وکړي.

 او بالاخره په دې کې هم شک نشته چې عبدالله عبدالله یو زیات شمېر سپېنې او واقعي رایې هم لري. په تېرو دیارلسو کلونو کې چې شورای نظار ته کوم امکانات برابر شوي دي او دې قومي تنظیم کوم قدرت او نفوذ تر لاسه کړی دی، هغه د تصور تر حد زیات دی. په افغانستان کې عملا وضعیت داسې دی چې مثلا د بلخ والي به ولسمشر کرزي ته بد وایي او کرزی به پخپله خو څه نه شي ورته ویلای خو هغه صاحب نظران چې له امنیت شورا معاشونه اخلي، هغه به هڅوي چې غیرمستقیم یو څه اشارې ورته وکړي او په نیمه کې یې وغندي. د دې ډلې نفوذ دومره زیات دی چې اکثر�� مشرانو یې ان د کابل ښار پارکونه غصب کړي دي خو نه له رسنیو او نه له بل چا سره دا جرات شته چې اشاره ورته وکړي. دوی ته د دغه نفوذ زمینه حامد کرزي برابره کړه او طبعا له دغه نفوذه په انتخاباتو کې مشروع او نامشروع استفاده وشوه.

 اوس که څه هم د ډاکتر اشرف غني ملګري وایي چې انتخابات به خامخا دویم دور ته ځي او په پاتې ناشمېرل شویو رایو کې د دوی رایې زیاتې دي مګر دا اټکلونه دي او هغه  څه چې واقعیت دی ، دا دی چې عبدالله عبدالله وړاندې دی او د شورای نظار تېر دیارلس کلن  حکومت به که کورنۍ جګړه ونه نښلي، چې خدای دې یې نه کوي ، لس کاله نور هم ادامه ومومي.

6 thoughts on “عبدالله ولې مخکې دی؟ – برهان ځدراڼ”
  1. درنو افغانانو سلامونه او نېکې هيلې!
    ناهيلي د انسان او ټولنې د له منځه تللو سبب کېږي، نو مه ناهيلي کېږئ. څه چې په ټاکنو کې تر اوسه څرګند دي، نو خپل علتونه لري. موږ په لنډه کې کرزي ته ګوته لکه کړو، مګر خپل پښتني ذهنيت ته مو هېڅ پام نه وي. د دغو ټاکنو په بهير کې ما نه ليکنې وکړې او نه مې هم په نورو ليکنو تبصرې کړې دي، ځکه په پاڼو کې د يو او يا بل پر ضد ډېرې ستوغې خبرې ليکل کېدلې او د برېښناپاڼو مسؤلينو هم دغه موضوع ته پام نه کولو، چې د دغه دريځ ښه بېلګه له برېښنايي پاڼو د ښاغلي عصمت قانع ورکېدل دي، چې ليکنې يې په يو دمي ورکې شوې.
    په هره پېښه کې زغم ښه دی، موږ اوس هم نه پوهېږو، چې څوک به وړونکی وي، د ښاغلي عبدالله راتګ ارګ ته رېښتيا هم ډېرې اندېښنې راپاروي، ځکه د دغه ښاغلي مخکني سياسي فعاليتونه افغانشمول نه ول، بلکې يو تنظيمي ذهنيت او دريځ ته يې نغوته کوله، چې له محقق سره به يو ځای د افغانستان لپاره کومې بدمرغي راولي، موږ نه پرې پوهېږو، خو خدای دې خير کوي، بيا هم د عبدالله په ټيم کې يو شمېر پښتانه شته، چې کېدی شي د پښتنو او افغانستان ننګه وکړي.
    تر اوسه ۵۰ سلنه رايې څرګندې دي، خو د عبدالله او غني د رايو واټن ۱۰ سلنه دی، چې ډېر زيات دی، چې په نورو ۵۰ سلنو کې به يې توپير کم شی، خو بيا هم تمه شته. بله خبره دا ده، چې ولې په تدريجي بڼه لومړی د ۱۰ سلنو او بيا د ۵۰ سلنو رايې يادېږي، نو د دغه دريځ ماهرين څوک دي او ولې په دې ډول د خلکو فکري توازن ځپي، نو علت يې دا دی، چې خلک په رواني بڼه د عبادلله د واکمني لپاره تيار کړي، ځکه نو د پښتو متل دی چې وايي: اول نوک بيا سوک!
    د پښتنو بدمرغي بايد په پښتنو کې وڅېړل شي. ما ليا په ۲۰۱۰ ميلادي کال په يو علمي سيمينار کې ګډون کړی وو او د هغه سيمينار ليکنې د کتاب په بڼه خپرې شوې هم دي، نو هغه مهال ليا وروسته له ۲۰۱۴ مه د امريکايانو د تګ او د ټاکنو په اړه څرګندونې شوې وې، چې يو وړانديز همدا وو، چې پښتانه بايد د يو سياسي ګوند او يا سياسي پلاتفورم په اډانه کې راټول شي، مګر له بده مرغه چې افغانان په کُل کې او پښتانه په خاصه توګه ټول پوره من دي او نيمسېری او يآ چارکی به پکې پيدا نه کړې، ځکه نو په ټاکنو کې له ۱۱ تنو ۱۰ کسه پښتانه او عبدالله د پښتانه برکټی وو، نو خامخا به د پښتنو رايې وېشل کېدي. بله موضوع دا وه، چې عبدالله د جمعيت اسلامي په غېږ کې لوی شوی دی او دغه ګوند په وروستيو ۳۵ کلونو کې د افغانستان په هر ګوټ کې لکه د سرطان دانه رېښې ځغلولې دي، نو خامخا به يې د تقلب او درغلي امکانات هم ډېر وو، چې تر څنګ يې د يو سازمان شوي ګوند شتون هم په ټاکنو کې خپل اغېز پرېاېښی دی.
    نهايي پايلو ته منتظر شئ، چې څه کېږي او د دويم پړاو په اړه فکر وکړئ!
    ستاسو د بري په تمه
    لمر

  2. Razay chi di khuday na wosharmigo aw rikhtia owayoo. Aw khalgo sara chal aw wal na kaar wanikhlo. Hamdagha Abdullah do makhkee dee aw ishmir ye ham la noro sikha ziaat dee. La haqiqat na stirgay nisho potawolay chi tolay rayi ye paky di aw khayee ratlonkee wolosmishir ham shee. La taand worzpani sikha mi hila da da chi di qawmono pa minz ki di tafriqa aw taasoob ijaad nikiray.

    Pa dir diranikht

    Gulab Khan

  3. سلام تولو دوستانو ته زه یوه خبره کوم چی د داکتر عبدالله اکثره رایه د محقق گوند او د اکثریت هزاره گانو رایه ده نه در تاجیکانو

  4. ګناه په پښتنو او افغانانو کې ده چی داسی خاین کسان ځانونه کاندیدوی چی ټول عمر یی د افغانانو وینې څښلې او دوی هیڅ آواز هم نه پورته کوی. بله دا چی تاسو وګوری دا غداران په نوم پښتانه لکه شیرزی، رسول، سیاف، ارسلا، سلطانزو، حلال او نورو د اشرف غنی په شانی پوه شخصیت په مخکي ودریدل او دده رایی کمی کړی.بله دا چی انتخابات په رایه ګټل کیږی چی تاجک او هزاره تر ټولو ډیر کارتونه لری پښتانه خو اول خپله کارت نه اخلی او که خپله یی واخلی هم نو بیا یی زنانه او ساسرو ته خو بیخی نه اخلی یواځی که په ښارونو کې کوم کور پیدا شی او بس.

  5. زما ورونو تیره ورځ په خپل کلي کې د یوه دوکاندار سره ناست وم راته یې وویل چې هرڅوک وي چې فقط اوس معلوم شي که س ،پ هم وي پروایې نه لرو هلته زما سره یو فکر پیدا شو چې پښتانه واقعاً یو مړ قوم دی هلته پوهیږي چې څوک یې مړه کړي په ژوند یې نه فکر شته او نه وجدان د ټاکنو څخه وړاندې چې به مو چاته وویل چې رایه ورکوې که نه نو ویل به یې چې مونږ یې څه کوو هرڅوک چې رازي پروایې نه لرو اوس پریږدی چې دغه د نظار شورا پرمونږ حاکمه شي او ټول پښتانه راته وټکوي کله چې مونږ پښتانه ودردول شو نو بیا د کوڅه ډب سپي په شان خوله لګوو دا وده قوم پریږدی چې بې سواده پاتې شي ، حقوق یې ورنه کړل شي دوي خو یوه خبره سوره کړې چې نور پرمونږ پاچاهي نشي کولای هلته به ورته معلومه شي چې ښځې ترې بوتلل شي کورونه یې ړنګ او په هره کورنۍ د نظار د شورا ټکس حواله شي ما ډیر دوي ته ژړلي چې و د خدای لپاره مه کوی رازی چې خپل مشر ته رایه ورکړو خو دوي یوه هم زما ژړا نه ده اوریدلې د اشرف غني ناکامي مې له یوې خوا ژړوي او ډیر پرې خفه یم خو له بل لورې هغه عقدې چې دغه پښتنو ته چې رایه یې نه ورکوله زما په زړه کې پیدا دي داسې راته وایي پریږده چې ډاکټر صاحب (خدای مکړه) ناکام شي چې دوي ته معلومات وشي چې مونږ د دوي په درد غمجن ؤ او که خپله شخصي ګټه مو لټوله او بې غیرته پښتنو ( هغه پښتانه چې په رایه کې یې برخه نده اخستې او یا هغه چې د پیسو په مقابل کې په عبدالله عبدالله وجدان پلورلی ) څنګه دا فکر کوی چې مونږ ډیر یو پنجشیریان راباندې واک نشي چلولای ایا دا دیارلس کاله یې درباندې ونه چلاوه ایا که ستا ملک ته یو څوروپکۍ ورکړي ستا حیا به په لاس ورنه کړي اه د چا خبره ماته د خپل سپۍ غپ معلوم دی زه خو ځینې بیغیرته له نژدې پیژنم چې خپل د ملاتیر هم په څو روپو خرڅوي ایا تاسې نه پوهیږی چې یوه نړیواله دسیسه درته جوړه شوې ده پنجابۍ ، فارسي ،روسي ، امریکنی …درته یولاس شوي او غواړي چې د جهان له نقشې دې وباسي ته نه پوهیږې چې شپږ میلونه اسرائیل په ټول عربو پاچاهي کوي څنګه بیا وايې چې پرما د بل واک نه چلیږي تاسې او خدای چې پنجابی درته ورور مړ کوي تاسې ورته نه خاندی ؟ په همدې ډول به مو دا ځل د نظار شورا وژني او داسې کندې ته به مو ګذاروي چې تاریخ کې به بیا خپله ژبه باندې هم خبرې ونه کړی زه په خپل ژړیدلو سترګو یو ځل بیا خپلو پښتنو ورونو ته په جرګه ورځم او د دې سایټ له لارې ورته بیا عذر کوم چې په دوهم پړاو کې برخه واخلی او خپل کاندید (اشرف غني ) په جهان کې سرجګۍ کړی رازي دا ځل د عبدالله ګوډاګیان نه پریږدو چې په ټاکنو کې درغلي وکړي راځي له اوس نه د دغه فاسدانو سره د جهاد اعلان وکړو چې زمونږ پاکې رایې د تقلبي رایو سره مخلوط کوي خدای دې وکړي چې زما د زړه په ږغ څوک خفه شوی نه وي او که څوک خفه شوی وي بیا هم ورته وایم چې ما مړ کړه خو اشرف غني ته رایه ورکړه .

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *