تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د پاکستان له سفیر ‘زاهد نصرالله خان’ سره په لیدنه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې د افغان سولې او سیمه ییز ثبات لپاره مهمې دي.

د اجراییه ریاست له لوري په يوه خپرې شوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه لیدنه کې ډاکټر عبدالله او زاهد نصرالله خان، په دوه اړخیزو اړیکو او سولې ته د رسېدو لپاره په ګډو هڅو خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبره اجراییه رییس په یاده لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی او پاکستان يې د افغانستان يو ښه ګاونډی بللی.

پر عبدالله تور دی چې پاکستان د کمپاینونو مصارف ورکړي او د موقت حکومت لپاره یې هم وړاندیز کړی دی.

6 thoughts on “عبدالله: پاکستان مو یو ښه ګاونډی هیواد دی”
  1. د ښاغلي عبدالله عبدلله او د پاکستان دريځ د افغانستان په يو شی دی کو توپير نلري
    ګرده نړی د پ ټ ام د غوښتنو ملاتړ کوي او د غړيو ازادي د پاکستان له جيلونو غواړي ليکن د عبدلله خوله تړلي ده
    په محکوموافغانانو چه کوم ربړ د پاکستان له خوا جاري ساتلي دي د ښاغلي عبدالله لپاره ساعت تيري بريښي

  2. داکتر عبدالله اوس د شورای نظار د پیغمبر ځای ناستی دی . د دوی د پیغمبر د پلار ډګروال دوست محمد خان تاجکستاني قبر هم په پنجاب کې پروت دی ، بنا داکتر عبدالله به ضرور پنجاب د ګران افغانستان یو ښه ګاونډی بولي. له بلې خوا پنجاب پدې وروستیو کې د داکترعبدالله لپاره د افغانستان د ولسمشري انتخاباتو ته د دوی کاندیداتورې ملاتړی هېواد دی چې د 39 میلیونو دالرو په اخیستلو سره یې 39 سلنه رایی هم ترلاسه کړي دي . له دې مالومېږي چې داکتر عبدالله د پنجاب په لاس د نورو روزل شویو تش په نامه رهبرانو په شان ډېر حقشناس انسان دی.
    پنجاب د خپل پیدایښت له ورځې خصوصا په تېرو څلوېښتو کلونو کې د نړۍ پرمخ تر ټول بد او مضر ګاونډی دی. البته نه یواځې د خپلو ګاونډیانو لپاره بلکې په داخل کې د پښتنو ، بلوڅو او کشمیریانو هم تر ټولو ډېر وژونکی او ځورونکی هېواد دی.

  3. د روسیې په مرکز مسکو کې مېشتو افغانانو هیله څرګنده کړه، چې دا به د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ وروستۍ راټولېدنه نه وي؛ بلکه د پښتنو د بشري حقونو غوښتونکي ستر غورځنګ کلک ملاتړ به کوي.

    په دغه غونډه کې مشرانو، فرهنګیانو او ځوانانو ویناوې وکړې او پر نړیوالو یې غږ وکړ، چې د پښتنو او افغانانو بشري حقونو ته پام راواړوي او پر پاکیستاني ریاست دې فشار راوړي.

    د غونډې برخه[۱]والو او ویناوالو په شور او ځوږ ویل، چې د ډېورېنډ کرښه دوی ته په هېڅ صورت د منلو او زغملو نده.

    د یادې غونډې وروستی متن به په انګلیسي، روسي، پښتو او دري ژبو ولیکل شي او په نړیوالو ورځپاڼو کې به خپور شي.

    ثنا اعجاز له پېښوره د ټلېفون له لارې غونډې ته وینا وکړه، هغه یو ځل بیا پر محکومو پښتنو د پاکیستاني ظالم ریاست ظلمونه وغندل او ویې ویل، چې د آرمان لوڼي آرمان به پوره کوي او له پاکیستاني ریاست څخه یې وغوښتل چې منظور پښتین دې زر تر زه آزاد کړای شي.

    همدارنگه

    د برتانیا په مرکز لندن ښار کې د پاکستان سفارت مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو له لوري د منظور پښتین په ننګه، د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت او د پنجابي ریاست پر ضد پراخه غونډه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدله.

    په دغې غونډه کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه چې ورته د برتانیا د لر اوبر سربېره د ځینو نورو اروپایي هېوادونو څخه هم خلک راغلي و، د غونډې مشري هم په برتانیا کې د پي ټي ایم د مشر “وکیل یوسف علي خان’ له لوري کېدله چې غونډه یې خورا په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

    په دې غونډه کې د وکیل یوسف علي خان پر ګډون څپاند، د بلوڅو، کشمیریانو او په پاکستان کې د ځینو نورو محکومو پنجابیانو مشرانو ویناوې وکړې چې دوی د ویناو پر مهال د ارمان لوڼي د شهادت غندنه وکړه او هم مهاله یې له پاکستاني ریاسته د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه.

    دغه پراخه غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په لندن ښار کې د پاکستان سفارت مخې ته ترسره کېدله چې پکې خلکو په پراخه توګه برخه اخیستې وه، دوی په یوه غږ وویل، چې منظور پښتین دې ژر تر ژره له زندانه ازاد کړی شي او د ارمان لوڼي قاتلین دې ونیول شي.

    په یاده غونډه کې د پښتنو سربېره کشمیریانو، سندیانو، بلوڅانو او ځینو محکومو پنجابیانو هم ګډون کړی و .

    په دې غونډه کې ګډونوالو د پاکستانی سفارت مخې ته د پنجاب پر ضد او د پښتون ژغورنې غورځنک پر ملاتړ خورا په لویې جزبې سره شعارونه وړاندې کول.

    د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو خبریال ډاټ کام ته وویل، دوی د یوه ملي احساس له مخې نن لندن ښار ته د خپلو کورنیو غړو سره یوځای راوتلي و، څو د ظالم پاکستاني ریاست پر ضد د پنجاب سفارت مخې ته په دې ستره غونډه کې برخه واخلي.

    د غونډې ګډونوالو د انګلستان سره په شاوخوا پوله کې د د نږدې او لیرو هېوادونو څخه هم برخه اخیستې وه چې د همدې غونډې لپاره یې ساعتونه ساعتونه مزلونه هم کړي دي، خو بیا یې هم ځانونه را رسولي وو.

    په غونډه کې د شاوخوا هېوادونو څخه راغلو پښتنو مېلمنو هم ویناوې وکړې او له پاکستاني ریاست یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې منظور پښتین خوشې کړي.

    په دغې غونډه کې ویناوالو د پښتو او اردو سربېره پر انګلیسي او نورو بیلابیلو ژبو باندې هم خپلې غوښتنې نړیوالو او د پاکستان سفارت مخې ته واورولې.

    د غونډې ګډونوالو له پاکستاني ریاسته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د منظور پښتین د ازادیدو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د شهید شوي غړي ارمان لوڼي قاتلینو ته هم سزا ورکړل شي.

    دغه غونډه خورا پراخه وه، خلکو پر یوه اواز د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړ غږ پورته کړ او د دې غورځنګ غړي یې سپېڅلي مبارزین یاد کړل.

    د غونډې ګډونوالو پر پاکستاني ریاست غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د دوی او په نوره نړۍ کې د لاریونوالو غوښتنې ومني کنه د دوی جلسې او لاریونونه به دوام پیدا کړي.

    دوی پر یوه غږ وویل، چې پر پاکستان کې نور د پښتنو، بلوڅو، کشمیریانو سندیانو او نورو قامونو پر وړاندې تشددد نه غواړي، بلکې هغوی ته د خپلو حقونو او هم ورته سوله ییز ژوند غوښتونکي دي.

    دوی دا احتجاج او غونډه په لندن کې په داسې حال کې ترسره کړه چې پر پاکستان کې نن د ارمان لوڼي د شهادت لومړني تلین هم د پي ټي ایم له لوري ونماځل شو.

    د ارمان لوڼي د شهادت لومړني تلین نن د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډیری سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنک د پلویانو له لوری ونمانځل شو.

    http://www.taand.com/archives/136164
    د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په اړه عبدالله سره کتلي

    دا په داسی حال کی بیا ورسره ګوری چی څو ورځی مخکی ولسمشر اشرف غنی منظور پښتون په نیولو باندی خپګان وښوده او همدارنګه تیره ورځ یی له زلمی خلیلزاد سره وکتل نو
    داسی ویل کیږی چی د امریکا سرپرست سفیر ولسن او برتانیه سفارت اعلامیه خپره کړی چی ژر تر ژره دی ابتدایی یا نهایی نتایج اعلان کړی نو ګمان کوم پاکستان ورته ویلی وی چی اوس دی وخت دی ځان ټینګ کړ بیا ونه وایی چی منم یی
    کچیری د دوستم په څیر میلر په عبدالله او نور کاندایدانو فشار راوړی نو امکان شته چی هر فیصله د کمیسیون ومنی
    مګر داسی نه وی چی په اشرف غنی فشار راوړی او دا د سرطان دانه بیا ورسره شریک کړی چی پنځه کاله بیا ولس په درد او عذاب کی تیر کړی موږ نه وایو چی اشرف غنی دی شی بلکه تنها دی راشی چی هر څو ک وی

  4. عبدالله او د هغه خرونه او اسونه هم د افغانستان د جراحۍ دپاره یوه مجرا ده!ا د پاکستان دوست یادول د خرو کار دی، د هغو خلکو کار دی چی د دالو غلامی یې کړی ده؟ او د هغو خلکو کار دی چی د یوې زریزی پخوانیو مړو(سامانیان) هډوکي په مونږ خرڅوي!ا

ځواب ورکول Aklin Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *