تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې هغوی ته شکایت کړی چې د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ده په وینا درغلي شوې او دا ځل به د ۲۰۱۴ په څېر جوړجاړی خوښ نکړي.

 د عبدالله له دفتر څخه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټر عبدالله تېر ماښام د ټاکنو په اړه  د امریکا له سناتور جاني ارنسټ، کرستین ګیلبرنډ، شیلي مورکاپيتو، مایک ترنر، جان کورټس، جیسن سمیت او د امریکا له سفیر جان باس سره کتلي

عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې امریکايي لوري ته ویلي چې د ټاکنو تر پایلو باید سوله لومړیتوب ولري او د امریکا د سولې د هڅو هرکلی یې هم کړی دی.

 خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله له امریکايي سناتورانو سره په دغه لیدنه کې ټینګار کړی چې ټول لوري د سولې د هڅو هرکلی کوي او  ورته چمتو دي.

 عبدالله همدا راز هیله مندي ښودلې چې د ټاکنو پایلې د خلکو د ارادې له مخې اعلان شي، خو ټینګار یې کړی درغلګر ټیمونه له درغلۍ فایده وړي او په دې برخه کې یې پلاني هڅې پيل کړې دی.

ښاغلي عبدالله په داسې حال کې امریکايي لوري او سناتورانو ته د ټاکنو په تړاو شکایت کړی دی چې  د امریکا ولسمشر او سفیر په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې او سولې په برخه کې د ولسمشر غني د هڅو ستاینه کړې ده او ښاغلی غني یې امریکا ته ورغوښتی دی.

5 thoughts on “عبدالله په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه امریکايي سناتورانو ته شکایت کړی دی”
  1. کچیری په ټاکنو باوری نه وه ولی ځان نوماند کاوو کچیری پدی کسانو چی اوس د ټاکنو چاری په مخ وړی ولی دا ډول کمشنرانو ته رایه ورکړ چی پخپله دده نږدی کس مولنا عبدالله هم د همدی کمیسیون غړی دی

    کچیری ټاکنی شفاف وی نو ولی د بیا شمیرنی څخه په شا کیږی کچیری ټاکنی شفاف نه وی ولی له اوله پریکون نه کاوو لکه اتمر په شان ځان له دی پروسی نه لیری کاوو

    کچیری دا پروسه ملی وی او پدی دیمراتیکه پروسه باور لری نو پریږده چی ټول پروسه د ټاکنو کمیسیون لوری په شفاف ډول لاړ او ولی د دوی ټاکنیزه ټیم په ۷ ولایتونو کی دی کمیسیون ته خنډونه جوړوی او ولی محقق او دوستم د ټاکنو او یوناما باندی نیوکی کوی

    کچیری امرالله صالح خبره رښتیا او په استناد وی نو ملی امنیت اود کورنیو چارو وزارت باید دا ډول کارونه مخه ونیسی ترڅو ولس ته بحرانی حالت تشویش په اړه سکون پیدا شی

  2. این ما ایم که برای همچو سر خیل دزدان رای دادیم و حال میبینیم که نزد کی رفته و عرض و نیاز مینماید بلی این ها با پلان صلح بنن سوان چی کردند که حال میخواهند پلان خلیلزلد عملی شود اینها با نفر اول شان که یکزمان کابل جان ما را آتش زدند حال باز میخواهند به اشاره بادار اصلی شان ای آیس ای کابل و وطن نیمجان را آتش بزنند هدفم از نفر اول راکتپران است
    نفرین به هر انکسیکه به خاطر سمت و زبان از دزد و قاتل خود دفاع می‌کنند

  3. عبدالله بایللې ده خو فکر کوي چې که جنجال وکړي نو ممکن بیا کومه چوکۍ ورته ایجاد شي

  4. څه چې عیان دي ، څه حاجت بیان ته ؟
    درغلګر د رایو له شمارلو ډاریږي. ولې د عبدالله په نسبي طرفدارو ۷ ولایتونو کې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د رایو شمېرلو مخه نیسي؟
    وایې غل په خپل ږیره خلی لري. داکتر عبدالله چې تېر ځل دګلمرجان په لقب مشهور شو او ویل به یې چې نه یې منم دا پنځه کاله مفته خو د اساسي قانون او د ټولو افغانانو د ارادې پرخلاف د اجراییه ریاست څوکۍ ترلاسه کړه او هره پنجشنبه دهند په لوري دخپلې کورنۍ لیدو ته په سفر او چکر لاړ ، د دوشنبیې په ورځ بېرته راستون شو چې په حقیقت کې یواځې دوه یا درې ورځې په کابل کې د چیلک اچولو یا مزاحمت کولو او دسیسو جوړولو باندې تېر کړل.
    دافغانستان ولس نور هوښیار شوی اونه غواړي د غلو ، جګړه مارانو ، لنډغرانو او د افغانستان د بربادي عاملینو سره ګډ حکومت جوړ کړي. د اجراییه ریاست بودیجه په ملي اردو او ملي پولیسو مصرف کړئ چې وطن مو د دښمنانو له شر نه خلاص شي.

  5. ماته ملا دی بیا ماته شه ، ته ځان ته د یوه افغان مشر ادعا کوی ، ددی نه غټ ننګ به څه وی چه ته د خارجیانو غیږی ته ورځی لکه یو کوچنی هلک شیرینی یا خوږی تری غواړی ، هیڅ اصول او هیڅ دیدګاه نه لری نه د ځان په هکله نه د وطن او ملت په کله ، هسی د آمرصاحب شهید سره څو روځی اوسیدلی یی خو د هغه د شهادت نه بعد د چوکی د پاره دی د هغه افغانیت ، دیګاه ، غیرت او انډیوالی ته همیشه شا اړولی ، اوس موږ متوجه یو چه د چوکی د پاره هر افغانی ، اسلامی او ملی ارزش پلوری . تا ته چه ملت رایه نه درکوی ضرورت څه دی چه په خارجیانوګرزی او ژاړی ! ستا په حال ډیر ډیر فسوس ! ته فکر کوی چه ملت همغه پخوانی ملت دی ، دا دی غټه اشتباه ده ! ملت تاسی غوندی افراد ډیر ښه پیژندلی او ملت حساب غواړی ..

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *