تاند (جمعه، د قوس ۲۲) د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله نن د خپل ټیم له غړیو سره له غونډې وروسته اعلان وکړ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرېږدي چې په پاتې ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړي.

د عبدالله پلویانو په بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د انتخاباتو خپواک کمیسیون ته اجازه نه ورکوله چې رایې بیا وشمېرې. دا مسله سبب شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان نه کړای شي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د شکایتونو د کمیسیون په بلنه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د کاندیدانو د استازو له غونډې وروسته په خپل منځ کې غونډه وکړه او ورپسې عبدالله په داسې حال کې چې دوه مرستیالان او د ټیم مخکښ غړي یې شاوخوا ته ولاړ ول، وویل چې له خپلو پلویانو غواړي چې د یکشنبې له ورځې د انتخاباتو کمیسیون ته اجازه ورکړي چې د رایو بیا شمېرل پیل کړي.

خو ده په عین حال کې وویل چې شاوخوا ۳ لکه رایې، چې دوی فکر کوي سمې نه دي، باید باطلې شي او که داسې ونه شي د انتخاباتو په نتیجه کې اعلانېدونکی حکومت به ونه مني.

د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي وايي چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو له بیا شمېرلو وروسته به ابتدايي پایلې اعلان کړي او که هر کاندید شکایت درلود پکار ده چې د شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي.

One thought on “عبدالله په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو ته غاړه کېښوده”
  1. In the US two presidential candidates, W Bush and Algore recounted the Florida votes 4 times, The US has elections history of 400 years, but some candidates in Afghanistan demand perfect results of the election. where the country is living on donated wheat from Uzbekistan and Mr Abdullah is spending $ 3000 on his suit.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *