تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله، چې دوهم پړاو انتخابات یې بایللي و، وايي چې د امریکا په منځګړتوب معاملې افغانستان له کړکېچه وژغوره.

عبدالله د سې شنبې په ورځ اسوشیتیډ پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، مخکې تر دې چې دی د کړکېچ د ختمولو لپاره د امریکا په منځګړتوب د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش په اړه له خپل سیال سره موافقې ته ورسېږي افغانستان د «خورا جدي خورا جدي» وضعیت په درشل کې و.

ده دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا د ده ځینو پلویانو غوښتل چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ارګ او ځینو دولتي ودانیو حمله وکړي.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د عبدالله عبدالله د پلویانو او استخباراتي معلوماتو پر اساس ویلي و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله پلویانو غوښتل چې پر ارګ او لږترلږه پر درو ولایتونو یرغل وکړي او په زور واک ترلاسه کړي.

د نیویارک ټایمز بشپړ راپور دلته ولولئ.

له عبدالله څخه اسوشیتید پریس خبري اژانس د دې موضوع د جزییاتو د څرګندولو غوښتنه وکړه خو ده ورته وویل:«نه غواړم چې پر جزییاتو او تفصیل وږغېږم- خو دا مسله ډېره جدي وه، ډېر جدي وضعیت و، نه یوازې په کابل کې بلکې په ټول هیواد کې.»

دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د شنبې د ورځې په وروستیو کې له اشرف غني احمدزي سره د موافقې له کولو وروسته د عبدالله عبدالله لومړنۍ څرګندونې دي. تر عبدالله مخکې د سې شنبې په ورځ اشرف غني احمدزي هم له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مفصلې خبرې وکړې.

تفصیل یې دلته ولولئ.

13 thoughts on “عبدالله: که موافقه نه وای شوې د ده پلویانو نه یوازې پر ارک بلکې په ټولو ولایتونو یرغل کاوه”
  1. It is not a big deal because palace they knew about Abdulllah and his team plan in those days and I also contacted the palace in those days becaue i also learned from some sources and I was made assured that we have full proof security plan including about 25000 personals, in civilian clothes placed near by palace, were called from Kandahar and Paktia and other province and Taliban, who favor Hamid Karzai, were on the brink of Kabul just 10 km away located in logar province about 17000 Taliban ware full ready for to retreat Abdullah, if it would happen, it would be destruction day for the Abdullah and his team.

  2. This is totally bulshit who the hell is Double Awdullah along with his criminal personnal? They have no support in the country at all if it would have happened I am sure Doubli would have been destroyed along with his team. Once the Pakhtoon become united there would be no power on planet to defeat them and in this case the Pakhtoon for the first in decades got united and they would have smashed Doubli Abdullah.

  3. وایی دړندو په ډله کی یوی سترګی واله پاچاوی—-معنوی په شان محقق غوندی بی رحمه قاتل بی رحمه مردوم ازار معلم عطا امروله صالح غیره وغیره دعبدالله مشاورینو کاشکی دغه کار هم کړی ږه او نتیجه یی لیدلی وه خو دغه اوتی او بوتی دی او په خوب کی ډاریدل دی فکر وکړی دا هوډ موجود وو ایا هغه کس چه دریس جمهور خوبونه یی لیدل ددغه ناوړی او کر غیړن هوډ په مقابل کی ستاسو ارزونه څه ده ؟ ایا دغسی کسان ریاست جمهوری دبارهمناسب بولی ایا دغسی کسان دملت ابرو او عزت ساتلی شی تمامیت اراضی خو پریږده ؟ ایا دغه کسان وړ بولی یا ورته بد ماشان وایی ؟ ناکامی شرم ده ولی دوی ته افتخار ده ددغسی خلکو دشتون نه نه شتون بهتر ده .

  4. عبدالله خو اوس ځکه د خبری کوی چی وبیلله یی د ته د نور خلک ښځی پشان بریښیدل په والله که هيڅ یی کړی وای یوازی په اشرف غنی فشار اچولو اشرف غنی سره ټول ولس ولاړ وو خو متاسفانه چی اشرف عنی سم وویراولو او غاړه یی ورته کیښودله که پښتانه د عبدالله سره ولاړ وو هغه داسی خلک وو چی په ولس کی چا ځای هم نه ورکولو زه مثال درکوم چی ایا عبدالله پدی توانیدلی شو چی په پکتیا .خوست.هملند.اروزګان.جوزجان. ننګرهار.پکتیکا.زابل.کندهار.فاریاب .او همداسی نور یوازی پنجشیر به یی ددوی پلاس کی وو نور هیڅ والله که ورته پاتی وای دا هسی اوس ځانونه ښایی چی مونږ داسی کول

  5. I would like to just have short say regarding this issue that if someone is really the beloved and promoter of a Country why he lets his supporters to do so, this is not the way of reforming and development, lawfully each and every candidate has rights to raise his complaints against the opposition candidate in a very smooth situation in order to bring stability and prosperity in the Country….. Demonstration and protests are not the way for achieving and getting to the destination, it is only a deception and fraud with the voters………

  6. سل په سلو کی لافی دی هیڅ یی هم نه شوی کولای او داڅرکندونی اوس هم ددی لپاره کوی چی هسی نه چی ډکټر صاحب اشرف غنی په خپلو ژمنو ښپیمانه شی

  7. که جوړ جاری نه وای شوای نو د عبدالله ټغر ټولیده وایی چه اسمان چه هومره غوړیږی هومره نه وریږی دا وطن ساتونکی لری ولسونه په پراخه کچه اماده دی چه وطن ددی د شره خلاص کړی خو سیست بل شی دی

  8. قرآن که یې هیڅ هم له ولس سره په وس کي وي خو نه پوهېږم ولي نړیوال زموږ ولس له همدغه څو لنډه غرو نه وېروي،؟ دوۍ خودي یو ځل پرېږدي چي ولس له دغو لنډه غرو سره څه کوي، هسي هم لنډه غرو خو نوي یمه لسیزه په خوب ليدلې ده. په هغه وخت کې به لنډه غرو له ولس سره د ټوپک په شپېلۍ خبري کولي خو اوس هغه وخت نه دی،، دوۍ فکر کوی چي په کابل کي یې څو لنډه غرو ته تمانچي ورکړي دي او په خیرخانه کي یې په کوڅو کي ګرزوي نو دابه ولس وه وېروي، نه نه قران که بام ته وخیزي غر خو لا ليري خبره ده.

  9. سلامونه تاند او لوستونکوته!

    بدمرغه شمالی ټلواله داخبرونه چی پلویانو یی غوښتل په ارګ او ولایتونه حمله وکړی اووس ده یو فشار دوسیله په حیث استعمال ووی او غواړی چی دتحول او تداوم تیم نه دښه امتیاز اخیستول په منظور استعمال ووی. له یاده دونوځی چی به ۲۰۰۲ ، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴ کالونوکی دشمالی ټلوالی لنډه غرو ده اسماعیل خان، ګل آغا شیرزی، معلم عطا او حتی دوستم قانون ته غاړه نه یښودله او څنګه کرزی سړیان ورنه جوړ کړل او ده بی ۵۲ په زوری ګژی خولی ورسمی کړی. د دوستم یاغیتوب به شبرغان که په اسانی سره جمعه خان مهار نه کړ؟ پرون یی ډندوره وهله چی په ارګ او دری ولایتونو یی حمله یی کولای نن ټول افغانستان شوو،خو شمالی تلواله باید له یاده ونباسی چی دوی دملت یوه کوچنی برخه ده نور ملت میړونو هم ټیکری نه وپه سر کړی ددوی کژی خولی به سوک ورسمی کړی وایی. حتی بیا خو یی تر خواجه بهاوالدین او له هغه نه هاخوا ته لیژلی وایی، زما په نظر دغه بدمرعه ډله خپل دقدرت نمایی ناکام هڅه غواری ډیره ډیره لوی وښی او امتیازات واخلی او بس.

    په درناوی
    مسافر

  10. په والله ډیر شرم دی دملت تباهی ته ملا تړل په ارګ حمله کول په ولایاتو کی ګډودی راوستل نه پوهیږم خوب وینم ؟ ایا دغه ټول رښتیادی یا دروغ ایا عبدالله ګل سره دومره طاقت شته چه دولت کی تغیر راولی ددومره غټو جنایاتو ته په ملا تړلوسره بیا هم په دولت کی برخه اخیستل غواړی او په کومو ستر ګو به ملت ته ګوری یایی دشرم شترګی ړندی دی بیاهم تکراروم مار ته په لاستونی کی څای ورکول تبایی او دزهرو تیتکول دی چه بیا حاصل او تولید نشته .

  11. محترم ولسیمشر ته ! جناب ولسمشره زه ډیر افسوس ستا په حال کوم هغه دا چی دا ته یی او ته وی چی دهغه وږیو او رټل شویو ډلو ټپلو مشرانو او کشرانو جیبونه او کڅوړی دی دهر چا پواسط او یا هم ددی هیواد والو په غوښو او بیت المال ور ډکی کړی چی دهر چا له خوا نه شړل شوی ؤو خو ته هم هر چا چی را وستی او دهرچا سره د چی هر څه وکړل هغه به سباه ستا تاریخ قضاوت کوی خو زه دا وایم چی ته په ارګ کی ناست یی او ستا دمرګونو پلان دا معلم عطا ،یونس بی قانونه ، بسم الله خان .عبدالله خان ،امرالله ناصالح ، فضل هادی بی معنی دی که معنوی دی ، محمد هزاره ،هغه بهزاد دی که بلاګی دی او ستا هغه سپین ګیری لعنتی اسماعیل دوی وایی چی ارګ به داسی او داسی او هم ولایتونه به داسی او داسی نیسو او وایی چی دا فاشیستان به نور ختموو دا خو لا څه کوی چی ستاخپل ګران ورور محمود خان دافغانستان بانګ غل، ارغندیوال صاحب دخوست یو وژغنو واله ملک ، وردګ ملک اصف ، داود بی اساس ، ډم وزیری ، شفیق ګیدړ زی ، محمدخان ،د قلاتی توخی، دجلال اباد میرویس ده لاک دکنړ ناصالح ،فضل الرحمن دلال او زیاد داسی نو ر چی ماته یی نومون ښه نه راځی او ستا دحکومت ړنګولو ته یی ملا تړلی ده خیر ستا پاچاهی خو به ړنګه شی بلا ورپسی مګر ددی خلکو چی بیا به دوینو باران او سیلاب روانیدو ددی ځواب به چا ورکاوه که دوی دومر پلان طرحه کولای شوی خو نور هم سیل نه دی راوړی او نه یی هم لاس تر شا تړلی ؤو مکر بیا هم وایم چی ستا دامریکا په واسط جوړی شوی نام نهاده حکومت بیا هم دوی ړنګولو درحال کی چی دوی پکی میلیاردر اوهنوز هم ماړه نه شول دا هم ستا له لاسه وګوره ته او ستا نوی ولسمشر په خدای قسم که ورته محبوبیت لری خو کله چی یهود اوباما ورته وویل چی زما ګټی خرابی نه کړی کنه دهغه نورو په رقم به د ورک کړم نو بیا یی تاته دروستل تر څو هر څه بیا درباندی ومنی خو ګوره ته به خوشحاله وی چی زه فوځ لرم او قوماندان اعلی یم ددفاع او کورنیو چارو وزیر او والیان لرم مګر ستا امنیتی ځواګونه تا په تمامه معنی په سکن ماشین کی نه دی پیزندلی لکه امریکانو چی هر څو ک یو ځل سکن کوی ګوری چی څوک او څنګه دی نو ګران ولسمشره ستا نه زما دیو افغان په صفت غوښتنه داده چی ټول دامنیتی ځواکونو لوړ پوړی ښه سکن کړی ترڅو یی ښه وپیژنی داسی نه چی خدای ناخواسته دا خاوره ورانه او دتل لپاره به یی مسؤولیت ستا په غاړه وی .

  12. دوستانو كه لك خه عميق فكر وكرو او د خبل منطق ،أودّ كلونو،كلونو دوطن جنكي حالاتو ته به بآم لرنه به دي بو هيزو جه زمونز دبد بختي زوال أويا دبد بختي منبع جيري او دكوم خاي خخه شروع شوي او كومي كري دي جه دي أورته لمن وهي او ددي دمخ نوي دباره به كده ،با عظمه أرده ولرؤء كولي شو جه د دي بدبختي خخه خبل وطن او دوطن وكروته نجات وركرو او وطن دبهبودي لاري ته روان كرو.
    د ١٣٥٧ كال د ثور د٧ نيتي وروسته أمريكا او متحدين ءي به دير لور قوت سره او يو دير قوي اقتصادسره د سعودي عرب به ملا تر خبل كاري عمل دافغانستان دورانولو، ورور وزلو او تخريباتي أعمالو دخبلو بخواني أكنتا نو به ذريعة جه لرل خبل د شومي او قهرجني كاري اعمال زمونز د بيجاره ملت به مقابل كي شروع كره ،سوسيالستي رزيمي دمنخه يو ور ،،
    – با شهامته اردو جه به هر نوعه دفاعي او تعرضي مد رن سلاح اووسايطو كه خمكني وي اوكه هواي وي تول دمنخه ويور او أر دوي به صفر كي ضرب كرو
    – دمملكت اقتصادي سقوط ،او منفي صفر ته ورسوو
    – مغزو ته دفرار شرائط مساعد او وطن ي دبيسو أدي خواته سوق كر
    – به وطن داسي حالت منخ ته راوست جه دسر ، سري ورك أوهر قو ماندان دخبلي سيمي واك داران شول
    – وطن يد تجزيء به بوله ودوره
    – به خلورو اولو بكتونو كي كاميا بانه مخ كي ولار هير نه كري جه دا تول كارونه دنو إز شريف تر رهبري لأندي به مخه تله مكر به اخري بودنت كي جه تجزيه دافغانستان وه ناكام بإتي شوه.
    دادي جه دخبلي أخرني أرزو به خاطر دنا أهلوا ،خرخ شوو انسانانو به وجودكي جه هغه خيري تاسي زما خخه شه بيزني دا بلان عملي او خبلي هيلي تر سره كري نور حاجت دتشريح نه شته هغه خيري به خبله اعتراف كوي جه مونز به ارك او به خو ولايتو د حملي بلان درلوده ( برأي عيان جه حاجت بيان است)
    اوس كه به دولت كي دوي ته ونده وركول كيزي دابه يو لو يه جفاه او بي ننكي به دافغان ملت سره نه وي زه خكه دا خبره كوم جه دا يو مدلل ،او إنكار نا بذير إسناد دي جه تول ملت ته دائنيي غوندي روشانه معلوم دي افغانانو كه تاجك ءي كه هزاره ،كه بشتونءي كه أوزبك أويا بل كوم ملت بوري ترلي ءي به واقيعت كي تول افغانان او ديو بل سره ورونه ءي د دي سرطان مريضي همدا أوس د علاج ورده او تداوي وكري
    دايو خو محدودو أشخاصو مخنوي به عاجل صورت سره به كار او مخنيوي وكري
    د دوي به موجودين كي وطن دأبا دي نه بلكه دوراني به لار روانيزي دا غله دي دا قاتلان دي ،بيا هم غواري همداسي اعمال إنجام كري به بشتو كي يو ضربالمثل دي واءي
    غل به ودريزي كه غله بريزدي

ځواب ورکول Dr. M.M.Musafir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *