د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په یوه لنډه مرکه کې ویسا ته وویل، چې په 2016 کې امریکا له افغانستانه نورو هېوادونو ته د تروریستانو د لېږد پر پروژې زیات کار وکړ او ژر به دغه کار عملاً شروع کړي.
نوموړي وویل، چې همدا اوس هم د افغانستان په مشرقي برخه کې داعش موجود دی، تر هر ځل عملیاتو وروسته بېرته خپلې سیمې اشغالوي او په کونړ کې یې تشکیلات ورځ تر بلې منظم کېږي، خُرم زیاته کړه، هغه څه چې په بدخشان کې تېرېږي، ډیر خطرناک دي او د کندز حوادث د دې مانع ګرځي، چې په بدخشان کې د تروریستانو د ځای پر ځای کېدو او منظم کېدو خطر ته خلک متوجه شي.
عبدالکریم خُرم وایي، له هغو بین المللي استخباراتي کارکوونکو سره، چې له تروریستانو سره او د دوی په تقویت کې کار کوي، د عربي او روسي ژبو ترجمانانو شمېر زیات شوی او دا ښکاروي، چې په منځني ختیځ کې تربیه شوي تروریستان اوس زموږ سیمې ته په راتلو دي.
البته په عراق او سوریه کې پر داعش د فشارونو زیاتېدل به باعث شي، چې کله یې په افغانستان کې فعالیت زیاتېږي، افغان او هم د ناټو چارواکي وایي، دغه تروریستان له هغه ځایه افغانستان ته راغلل، حال دا چې دا لړۍ له مخکې پیل شوې ده.
خُرم وویل، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ملي دریځ او سیاستونو سره د هر هغه څه مخه نیوله، چې د افغانستان لپاره یې خطرناک ګڼل، په همدې لړ کې یې په 2009 کال کې د اجرائیه ریاست پست جوړېدل ونه منل، پرته له ضمانتونو یې د BSA له لاسلیکولو ډډه وکړه، دا باعث شول، چې په سیمه کې د امریکا لویې ستراتیژیکې پروژې او د هغو په جمله کې د امریکایي اډو په حضور کې له افغانستانه د تروریستانو د صدور پروژه کم له کمه اووه کاله وځنډېږي.

2 thoughts on “عبدالکریم خُرم : امریکا به له افغانستانه د تروریزم د صادرولو کار ژر پیل کړي”
  1. محترم خُرم تاسې هغه څه کړی چی نن او سبا به افغانان د جنګ په لمبوکې سوځی ، زه ستاسې او له ښاغلي کرزی څخه پوښتنه کوم ولی تاسی نور افغانستان هیر کړی وو او خلک مو غلاوو او رشوت ته هڅول، که تاسی رېښتينی وای نن به دا طالب او داعش نه وو خو تاسی وی چی د عوامو او حکومت تر منځ مو د رشوت پوله جوړه کړه چی هغه د همدی سبب شوه چې زما ماشوم ورور یا داعش و روري او یا یی راته طالب و روزی تاسی په خپلو غلو لګیا وی او خپل زامن مو خارجی ملکونو ته د تعلیم لپاره ولیږل او نور غریبان د ګرځی بی تعلیمه ،زمونږ جاهلان را ته لویه بلا دي هغوی ته دوست او دوښمن یودی چی هرچا واړ لمړی کړ دهغه په کار ورځی یوازی یوه عادی ستاینه او دجنت د حرو صفت غواړی

    که ستاسی دا غلطی کړنی نه وای نن به دا حالت نه راتلو تاسی خو د امریکایانو پا تیشونی ښه په مزه خوړل او نن یی غیبت کوی دا پروژه نن نده شروع شوی کله چی یی تاسی ته ونډ درنکړ بیا مو لیکنو ته شروع کړی

ځواب ورکول احمدالله برهانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *