تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبد الله عبدالله د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د ولسمشر کرزي پر شرطونو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل، په داسي حال کې چې افغانان د شفافو او عادلانه انتخاباتو او د یوې نوې ادارې او فرصت غوښتونکي دي، د هیواد ولسمشر ښاغلي کرزي له بده مرغه داسي مسایل مطرح کړل چې په عامو خلکو کې د پریشانۍ سبب شول.
ده د کرزي له لوري د افغانستان له سولې سره د امنیتي موافقې مشروط کېدا د اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل چې دا کار د خلکو د پریشانۍ، د پانګو د تېښتې، د بې روزګارۍ د زیاتېدا او ګڼو نورو ستونزو سبب کېږي.
ولسمشر کرزي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ وویل، تر څو چې امریکا د افغانانو پر کورونو حملې نه وي درولي او په هیواد کې یې سوله نه وي راوستې امنیتي موافقه به لاسلیک نه کړي. کرزي همداراز په زغرده وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان او امریکا په لاس کې ده.
خو عبد الله عبدالله، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، شک څرګند کړ چې ممکن د کرزي او امریکا ترمنځ ځینې مسایل پټ وي.
ده وویل: که ځیني پټ مسایل وي ښاغلی ولسمشر دې ولس ته سپین ووايي خو که داسي نه وي د یوه افغان په توګه له ولسمشره زما هیله دا ده چې د خپل حکومت په پاتې دوو میاشتو کې تر خپله وسه هر هغه خدمت وکړي چې د خلکو د ډاډ او اعتماد سبب شي.
ډاکتر عبدالله د افغانستان د وېشلو په اړه اوازې رد کړې، ویې ویل چې افغانستان به متحد، یو لاس او خپلواک پاتې شي، د تجزیې مسله له سره مطرح نه ده او هیڅکله به هم دا کار ونه شي او د هیڅ اندېښنې وړ نه ده.
ده په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د افغانستان یوه لویه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان لا هغه پړاو ته نه دی رسېدلی چې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا ونه لري.
داکتر صيب ښه شو چې ستاسې په موقف افغانان پوه شول، پاتې راغله د پټو مسايلو په مطلب پوه نشو ، ډېره به ښه وای چې لږه اشاره مو ورته کړې وای خو په هرصورت ښايي د اظهار وخت ېې نه وی ځکه سیاست هم يوه عجيبه لوبه ده ، خو په دري کې وايي ( چیزیکه عيان است ، چي حاجت به بيان است ؟ )
خلک همشه لپاره پردي غلامان پاتې شوي دي او اوس په کرزي بابا باندې هم فشار راړي ترڅو دا د غلامۍ حلقه نوره هم ټیګه کړي، لعنت دې وي پداسې بد بخته خلکو
دا مې په پخپله په ځان کړي – که مي لدينه حال بد تر شي خوښ پری یمه : هیواد کی روانه مصنوعی جګړه او دعبدالله خیلو فریاد هر افعان ته داندیښنی وړ ده که په هره بیه اوسی خو د تړون دی لاسلیک شی.
– یو متل دی وایی که شپه تیاره ده نو مڼی په شمار دی ، که امریکا غواړی افعانانو سره دا تړون لاس لیک کړی بیا څه مجبوریت لری چه دزور ، پروپاګنډو ، دځان وژونکو حملو زیاتوالی ، اود فشار لار یی خپله کړی ده . ډاکټر عبدا لله وایی ممکن دکرزی سره پټی خبری او غوښتنی اوسی ملت ته دی ښکاره کړی ، زه بیا وایم چه سیاست تر دی حده رو ورسیږی چه د سناتورانو نومونه واخستل دچ ګندمک او ډیورنډ د تړون ذکر پکی وشی او بګرام زندان ته د طالب جوړونی اشاره اوسی بیا پداسی حالت خپلو غوښتنو ته ځای نشته او کرزی هر څه بر بنډ کړل ، دا امریکا ده چه د کرزی غوښتنو ته چپ ناسته دچ خبرو ډګر ته نه راوزی ، دافعانانو د اندیښنو په وړاندی ډاډ نه ور کوی چه هرڅه دواړو ملتونو ته بر بنډ شی ، بس په سوشل میډیا ،سیاسی ډګر ،پوځی او اقتصادی ډګر کی یی هغو تالی څټو جاسوسانو ته دنده ور کړی په چایی چه سرمایه ګزاری کړی ورته وایی هله ژر شۍ دفقر ډول غاړی ته واچوی دفریاد او ډندورو بازار ګرم کړی ، که امریکا نه اوسی تبایو ، دا سمه تبا به اوسی ولی څوک ؟ یوازی ګوډګیان ،اپرچونیست اردلیان او جاسوسانو بازر د تباکیدو په حالت کی دی په ملت خو هسی هم توره شپه ده د غم په ټغر ناست دی.
– زما ګیله له پورته یاد شوی چټل ګروپ ځنی نده ، زما ګیله له چپ او راست اپرچونیستانو او له حاکم حکومت ځنی ده.
– هغو چپیانو چه ایمان په شوروی راوړی وه او د ضد امپریالیزم چغی به یی وهلی او اوس امپریالیزم ته په غیږ کی ناست دی د پاته کیدو سوالونه ورته کوی ، همدارنګه هغه راست اپرچو نیستان چه ږیری یی په پوندو لګیدی او هیواد به یی خپل هیواد وال په ډیکشنرۍ وژل چه کفری کتاب یی لاس کی وه اوس یی دا مرګونی چو پتیا خپله کړی ولی کرزی ته ډاډ نه ورکوی چه پدی هکله درسره یو امریکا باید د افعانانو اندیښنو ته جواب ووایی.
مادرته ویل تا نه منله – بی غوره یاره اوس کوه د ډاګ مزلونه
— کرز صیب لږ دی له ځانه سره تیره ۱۲ کلنه دوره هم ارزیابی کړه ، تا ځنی په دین وطن ناموس مینو هیواد والو چوکی ډالر نه غوښتل دچغو مطلب یی یوازی او یوازی دا وه چه هیواد او تاسی له هغو کندو وساتی په کوم کی چه شاشجاع ،ببرک ،نجیب او نور تیر واکداران غورزیدلی وه او خپلو اپرچونیست ملګرو یی خیمه هم ورته چور بیا وتښتیدل ، څمره لوی چانس دی له لاسه ورکړ تا کولی شول دمالی په راټولو کی له جدی مراقبت او کنټرول ځنی کار اخستی وای ، داجیرو اردو تر څنګ دی دملی پوځ په جوړولو او رامنځ ته کولو کی هم جدی ګامونه پورته کړی وای ، اوس به هیواد او هیواد وال د انګور د تاک شکل نه درلود چه همیشه به دبل په اوږو پروت اوسی،
– که له یوی خوا ۱۲ دولسو کلنو کی په خپو ولاړ پوځ لرونکی نشوی ، دبلی خوا دی خپلی خپی پداسی خلو وټرلی څوک چه له ملی کلتور ،ملی اقتصاد ، ملی تاریخ او ملی مقدساتو سره حساسیت لری نو څنګه به تاسی د داسی جګړی ګټونکی شی؟ ما می اشنا په جواری بایلو – تش لاسونه له سپیره میدان نه زمه
گویند: یک بلا بلای دیگر را میترساند