ولي محمد ستانکزی- د لوګر پخوانی والي عتيق الله لودين وايي چې په دې ولايت کې د امنيتي ادارو دنه همغږۍ له امله يو شمير ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ دي.
نوموړی وايي، په دې ولايت کې ورځ تر بلې امنيت دخرابيدو په حال کې دی او لامل یې دادی چې امنيتي ادارې په خپل منځ کې همغږي نلري.

دی وايي څو ورځې وړاندې په څرخ ولسوالۍ باندې وسلوالو طالبانو بريد کړی و چې بشپړه ودانۍ د وسلوالو لاس ته ولوېده او بالاخره د بهرنيو ځواکونو دهوايي بمبار له امله بيرته ونيول شوه.
لودين وايي په لوګر ولايت کې واليان او اداري مامورين په خپلو کارونو کې پاته راغلي او په تيرو دوو کلونو کې هيڅ دبيارغونې کارونه ندي تر سره شوي .

نوموړی داهم وايي چې که چېرې افغان ځواکونو ته واک وسپارل شي مګر دامنيتي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رانشي نو افغان ځواکونونه به ونه توانيږي چې ،ازره،څرځ،او خروار ولسوالۍ وساتي .
د لوګر چارواکو تراوسه پوري دلودين دڅرګندولو په اړه څه ندي ويلي .

خو دلوګر يو شمير چارواکي،چې نه غواړي نومونه یې واخيستل شي، وايي چې عتيق الله لودين په خپل وخت (والي توب)کې ډير ادراي فساد کړی او ټوله اداره ېې بې ثباته کړې وه ،چې د ادارې جوړول په لنډ وخت کې ګران کار دی .

3 thoughts on “عتيق الله لودين:دلوګر ۳ ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي”
  1. De ki kho hes shak nishta che logar amnyat kharab shawai na da ao charkh kharwar baraki barak ao azra ki kho taliban kha fahala de ao khpal hukomat chala wee fasad kho domra der sawai che hadi nashta za de baraki barak walaswali yem halat der kharab de khalaq wos pa wera ki dee allah de khair kawee ao da che wos bazi bazi de amnyat yah fasad pa pokhowani wali acha wee da tol drogh de, da hakha wakht ki domr hes na woo doi kho khpal fasad karona pa bal cha acha wee.allah de zamon pa walayat khair wo ki ameen.

  2. اسلام عليکم
    حالات خودېر خراب دی مرکز هم تواجونه کاوی وس خو درې والاسوالی سقوت کی دی وخت به دېر زر راشي چې نورې والاسوالی هم سقوت کي شي،دې لوکر خلک بائيد بيداره شې خپل دفاع اوکړي اتفاق او اتحاد بيداکړي کنۍ نور به هم حالات خراب اوکوري

  3. دشبرغان ولایت جنرال عبدالرشید دوستم فتحہ کڑ .اومحمدعالم ساعی دقرارپرزای دفرارلارغورہ کڑہ.

ځواب ورکول اسدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *