محمد یار یار

د حمل د ۱۶- مې او د جوزا د ۲۴ – مې دواړو په باب یکرنګه د هر چا پر ژبه دا زمزمه جاري ده چې، افغانانو ملي حماسه وپنځوله.

دغو دواړو ورځو یو ډول،هم افغانستان، هم سیمه او هم نړۍ هیجاني کړه.

   په دغو دواړو پړاوو پسې د نړۍ د لویو مدني بهیرو اود ملګرو ملتو په شمول معتبرو جهاني سازمانو، سترو قدرتو او مهمو نړیوالو څېرو د خوښۍ او ستاینې موجونه راپورته شول؛ خو دلته یوازې یو څو کسان دي چې اول دور بهتر بولي او دوهم بدتر او ډېره تعجب انګېزه خو دا ده، چې دوی هغه څوک دي چې د افغانستان پر سرنوشت د حاکمیت لپاره له خپل عزم و جزمه، نه تېرېدونکي دي، اول یې د مردم سالارۍ په نوم غواړي، که له دې چینله ونه شوه، نو تشدد او تاوتریخوالي، وهل ټکول، قتل وقتال، زد و بند او تباهي خو هغه څه دي، چې د دوی ټول پس منظر جوړوي، فکر به کوې چې خشونت یې مسلک دی او د بربادۍ ډاکټران دي او دا د دوی هغه عزم و جزم دی چې تر غاښ لاندې یې نه وایې، مخامخ یې اعلان کوي؛ د خلکو د رایي د ساتنې په نوم ټول خلک د بحران د وږخ ته ور ټېل وهي.

عجبه ده!

هغه ځمکه، هغه آسمان،

هغه ملت او هغه افغانستان،

هغه حکومت، کمیسیونونه، چارواکي او هغه جهان،

هغه رایه ورکوونکي او له نهو څخه را پاته هغه کاندیدان،

فقط له اول پړاوه تر دوهم پورې د اویا ورځو زماني واټن راغلی؛ خو یو څو کسان وایې چې په لومړی دور کې ۷ – میلیونه منطقې رقم دی مګر په دوهم کې بیا ډېر نامعقول؛ د دې طرزاظهار یوه واضحه مانا دا ده، چې اویا ورځي مخکې افغان ولس ډېر هوښیار او اویا ورځي وروسته( زما په ژبه دي نه کېږي) یو دم بېعقل شو، دغسې یو اظهار نظر طبیعي- علمي نه دی.

علمی- فلسفي اصل دا دی چې په طبیعت کې هره پديده له سادګۍ څخه د پېچلتیا او له نیمګړتیا څخه د تکامل خوا ته ځي؛ پر دې اساس یو ملت هم له هوښیاری څخه د بېعقلۍ نه بلکې له پسماندګۍ څخه د تمدن او پرمختګ لور ته بشپړتیایي پړاوونه وهي.

   افغان ولس چې په اول ټاکنيز ګام کې له څه ډول نړیوال تحسین او آفرین سره مخ شو او د نړیوال حیثیت او درنښت احساس یې وکړ نو منطقې خو دا ده، چې په دوهم راونډ کې یې باید کمیت زیات شوی وای او دي منطق خپل وزن ٍثابت کړ، ځکه پرون د ټاکنو کمیسیون د خپلو لومړنیو محاسبو له مخې وویل، چې دا وار دخلکو ګډون تر ۷- میلیونه هم زیات وو.

دا مه هېروئ!!!

هغوی چې د ولسواکۍ لمر د خپل ضد په دوو کوتو پټوي، د ۲۱- مې پېړۍ په متمدنه دنیا کې د اوسېدلو چانس نه لري.

محمدیار- یار

۲۹/۳/۱۳۹۳

0 thoughts on “عجبه ده!!! – محمدیار- یار”
  1. په متمدنو ټولنو کې د ماتې خوړونکي کانديد اخلاق پدې معلوموي چې څومره زر خپل مقابل بريالي نوماند ته مبارکي وايي ، د افغانستان د ټاکنو سره تقريباٙٙ په یو وخت د جون ۱۴ نیټه په اونتاريو کې سهار نهه بجې ټولټاکنې شروع شوې اود شپې نهه بجې پای ته ورسیدې چې د شپې لس بجې د لبرال ګوند بريالئ اعلان شو چې څو دقيقي وروسته د دولت طرفدار ګوند ( کنزرویټیو ) ناکامې نوماندې په خندا خپله ماتې ومنله او خپل سیال ته ېې مبارکي وويله ، کله چې يوخبريال ترې دماتې خوړلو علت پوښتنه وکړه په ځواب کې ېې وويل ! اوس مونږ باید پدې فکر وکړو چې ولې پاتې راغلو ؟ ترڅو خپلې نيمګړتیاوې له منځه یوسو بیا ميدان ته شو

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *