عراقي ځواکونه د تکریت د نیولو په درشل کې دي

تاند- عراقي چارواکي وايي چې ځواکونو یې د تکریت ښار یا د صدام حسین د زېږنځای د شمال ختیځ لویې برخې له داعش څخه بېرته نیولي دي.

د داعش پر ضد په دې جګړه کې د عراق د شیعه رژیم د ځواکونو ترڅنګ، د دغه هیواد شیعه ملېشه، د ایران سپاه پاسداران او د عراق یو شمېر سًني قبایل برخه لري.

دا ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د ښار نورو برخو ته ننوځي خو د چهارشنبې په ورځ وتوانېدل چې د تکریت د شمال ختیځ لویه برخه ونیسي او په جنوب او لوېدیځ کې هم نسبي پرمختګ وکړي.

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز جنرال ماریتن دیمپسي وړاندوینه وکړه چې عراقي ځواکونه به تکریت له داعش څخه کاملاً ونیسي. ده دا خبره په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې یوې استماعیه غونډې ته وکړه.

عراقي ځواکونو د تکریت د شمال ختیځ د قادسیې په سیمه کې یو مهم پوځي روغتون نیولی او د عراق ملي بیرغ یې پرې رپولی دی.

ویل کېږي چې د داعش سرزورې ډلې په ښار کې باورت او چاودېدونکي مواد ایښي او د دوی دې کار د عراقي – ایراني ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده.

1تکریت د تېر کال په دوبي کې داعش ونیوه. د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د عراق عملیات د صدام حسین د رژیم له پرزېدو راوروسته په عراق کې تر ټولو پراخ او لوی عملیات بلل شوي دي.

په دې عملیاتو کې، چې ۳۰ زره ځواکونه ګډون برخه لري، د ایران سپاه پاسداران پراخه برخه لري خو عراقي چارواکي یوازې دومره مني چې ایراني ځواکونه مشوره ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې د ایران د سپاه پاسداران قومندان عملاً د جنګ په جبهه کې دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي تېره اوونۍ وویل چې په عراق کې له شیعه ��واکونو سره د ایران مرسته او ملاتړ کومه نوې خبره نه ده خو د تکریت په عملیاتو کې د ایران رول خورا اوڅار (برجسته) دی.

نورو امریکايي چارواکو ویلي، که د ایران لاسوهنه په عراق کې د فرقوي شخړئې سبب نه شي، مثبت کار دی.

کتونکي وايي چې د عراق د روانو جګړو نهايي نتیجه به دا وي چې د دغه هیواد، په تېره بیا د سني مېشتو سیمو ښارونه ویجاړ شي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې سوالګرۍ ته مجبوره شي. ورته کانه په سوریه کې وشوه.

One thought on “عراقي- ایراني ځواکونو د تکریت ښار ځینې برخې ونیولې”
  1. ورکړل سوی انځور د محتوا سره سمون نه لري، اردن او اسرائیل د عراق تکريت سره څه کوي

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *