تاند- عراق د اسیا د والیبال په سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله درې پر صفر ماته کړه.
د والیبال په دې اتلولیو کې، چې په دوبۍ کې روانې دي، افغانستان سبا په اې ګروپ کې له جنوبي کوریا سره مخامخ کېږي.
د والیبال مسابقه درې میدانه وي. افغانستان لومړی میدان یا سیټ د ۲۵ په وړاندې په ۱۷، دوهم میدان هم ۲۵ پر ۱۷ او درېم میدان ۲۲ پر ۲۵ وبایله.
په دې سیالیو کې د ۲۴ اسیايي هیوادونو لوبډلې برخه لري.
د افغانستان له لوري ۱۲ لوبغاړي او ۲ روزونکي دې مسابقو ته تللي دي.
Salamona
pa 1 karkha ke da Volleyboll par zai fotboll lekal shawe.
mannana
له تصحیح مو ډېره مننه