میرویس جلالزی- هغه ویدیويي پټه، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته سپارل شوې، ښيي چې یو شمیر عرب ښکاریان د افغانستان لویدیځ ته راغلي او په ناقانون ډول د قیمتي او نادرو مرغانو او هغو خزنده ګانو ښکار کوي چې د اساسي  قانون له مخې یې ښکار لا وختي منع اعلام کړای شوی دی.

دغه درې دقیقه یي ویډیو ښيي چې شاوخوا دوه ویشت تنه عرب، چې د قطر د شاهي دولت په یوه جیټ مسافر وړونکي وړه الوتکه کې د هرات په هوايي ډګر کې راښکته کیږي او د افغان ملکي او نظامي چارواکو له لوري یې هرکلی کیږي.

په دغو چارواکو کې، چې د قطري ښکاریانو هرکلی کوي د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان چې اوس د ولسمشرۍ د کاندیدعبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال دی، شامل دی.

1اسماعیل خان چې یو مهال يې د هرات د پاچا لقب درلود قطري عربانو ته هرکلی وايي او د قطر د سوداګرۍ د وزیر په ګډون د ښکاریانو دغې ډلې ته  د هغه شخصي میلمستون ته د تګ لار ښوونه کوي.

د هرات هوایي ډګر قوماندان ته یوې نږدې سرچینې، چې دغه ویډیو یې رسنیو ته سپارلې، وایي اسماعیل خان دغه قطري پلاوي ته لس مرمۍ ضد لنډ کروزر ګاډي او د شخصي امنیتي کسانو یوه سل کسیزه ډله هم ورکړې څو د هغوی امنیت خوندي کړي.

ویل شوي چې دغه پلاوی لا هم په هرات کې د اسماعیل خان په میلمستون کې دی.

دغه ښکاریان چې ورسره شل روزل شوي بازان هم شته له لسو ورځو راهیسي پر له پسې د هرات په شاوخوا دښتو کې په ښکار بوخت دي او یو شمیر قیمتي مرغان یې هم ښکار کړي دي.

د افغانستان نادر مرغان چې د نړۍ په کچه بې ساري دي عربان یې ښکار ته ځانګړې لېوالتیا لري.

ویل کیږي چې د طالبان د واکمنۍ پر مهال هم یو شمیر عرب د وخت د حکومت په خوښه د بکوا په دښتو او د هلمند سین په شاوخوا صحراګانو کې د نادره افغاني بازانو او نورو مارغانو په ښکار لګیا ول.

طالبانو هغوی ته اجازه ورکړې وه چې ښکار وکړي او یو شمیر افغانان هم وروسته وروسته په دغه کاروبار روږدي شول او د قیمتي افغان بازانو نسل یي د ورکیدو له خطر سره مخامخ کړ.

د هرات امنیتي چارواکو که څه هم تایید کړه چې عربان ښکار ته ورغلي او دې کار ته دوام  ورکوي لیکن وايي مرکزي حکومت او په تېره بیا د کورنیو چارو وزات ته يې لا وختي په دې اړه خبر ورکړی او تر اوسه د هغوی امر ورته نه دی رسېدلی.

2 thoughts on “عرب ښکاریان په غیرقانوني ډول په هرات کې ښکار کوي”
  1. دا لاپخوا ثابته شوي ده كه چيري ملايانو ، جهاديانو او د هغو دلو تپلو ته شخصي گتي ورسيژي خپلي شحٓي به هم وركري ، چا ويزه وركري ده او ددي وطن انسانان خو ارامي نلري اوس زموژ د وطن حيوانات او پرنده گان هم په ارامه نه پريژدي .
    ايا دا همدا عرب ندي چه د رباني په وخت كي ورته پاسپورتونه وركرل شوي وه .

  2. افغا نستان بې سرپوښه دیګ دئ د هوا څخه پکې هرڅه رالویږي او د چاچې خوښه شي هرڅه ترې اوباسي ـ د ځمکې د تل غلو خو کلونه کلونه هرڅه تالا کړل او قيمتي الماس مو د تاريخي نادرو مجسمو سره د پاکستان د بازارو څخه پاريس غوندې ښارونو ته ورسیدل ، د فارمونو زراعتي غواګانو باندې جهاد وشو او حلالې شوې ـ د ټانکونو او الوتکو اوسپنې د پاکستان کباړ بازار تود وساته ، اوس د خيره د اسلامي هیوادو برخه د هوا مرغان جهادي ستر قومندان هغوی ته پیشکش کړل ۰

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *