تاند – د پښتنو قبایلي سیمو یو تنکی زلمي عرفات اپریدی چې له درې کالونو راهیسې په سعودي عربستان کې ژوند کوي وایي چې نه غواړي د پاکستان د حکومت او پوځ تر واک لاندې سیمو ته ستون شي.
دغه تنکي زلمي په یوه ویډیو کې (د ویډیو لېنک) چې ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تېرې اونۍ خبرو ته اشاره کړې او د هغه د خبرو په اساس یې پاکستان د پښتنو د تباهۍ عامل بللی دی.
هغه د عمران خان خبرو ته په اشارې چې جنګي او جهادي ډلې د پاکستان پوځ جوړې کړي او نورې یې نه جوړوي وایي چې جنګي ډلې پاکستان جوړې کړي نو بیا خو معلومه شوه چې د پښتونخوا پښتانه په دغو خلکو د پاکستان پوځ او حکومت بې کوره کړي، وهلي ټکولي او وژلي دي.

عرفات هغو پنځو اپریدي ځوانانو ته په اشاره چې تېره اونۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو د پېښور د حیات اباد تر څنګ سیمه کې د ترهګرو په نامه ووژل، وایي، چې له یونانان نه راغلي اپریدیان پاکستاني امنیتي ادارو په حیات اباد کې ووژل او که دی لاړ شي دی به هم ووژل شي.
عرفات اپریدی په خپلو خبرو کې له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته د راتګ او دلته د مېشتېدلو اجازه دې ورکړي.
نوموړی وایي چې څنګه چې د افغانستان خلک باچاخان ته بابا وايي، دغسې ولسمشر اشرف غني هم زمونږ بابا دی او که افغانستان په ریښتیا د افغانانو، د پښتنو او د مسلمانانو وطن وي هغه او نورو ته دې اجازه ورکړي چې افغانستان ته راشي.
نوموړی چې له اروايي پلوه ډېر ځورېدلی ښکاري، وایي، که افغانستان په دغه هېواد کې د مېشتېدلو اجازه ور نه کړي، دی به ازار ورته وکړي.

تېره ورځ /د اپریل ۲۰مه/ هم په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی او د شمالي وزیرستان اوسېدونکی چې ویل کیږي د انجنیرۍ پوهنځي د لومړي کال محصل وو نامعلومه وسله والو وواژه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ د هغه وژنه په سختو ټکو کې وغندله او د پلټنې غوښتنه یې وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې هغه کسان چې رسنۍ یې د امنیتي ادارو په وینا نا معلوم بولي هغوی معلوم او د پاکستان د استخباراتي ادارو غړي دي.
ویل کیږي چې د پاکستان پوځي استخبارات او د دغه هېواد پوځ له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د اسلامي نظام د نفاذ په نامه یو شمېر وسله والې ډلې د افغانستان د حکومت او یو له بل سره جنګوي او خلک پرې وژني او له خواوشا یوې نیمې لسیزې راهیسې د بېلابېلو جنګي ډلو په توظیف کولو سره د پښتونخوا او قبایلي پښتانه وژني او کورونه یې لوټي.
afghanistan is home for all afghans pashtoons.
every one of you can come in to afghanistan.100%shure
DE KHYBER DARAH HOO LAR DE TLO RATLO DAH.
PA KABUL AW PEKHAWER KEE AFGHAN YAO DEE
ajmal khatak sahib markhoom