تاند – په پکتیکا کې د ځانګړیو ځواکونوقوماندان عزیزالله کاروان د کابل ښار په مکروریان سیمه کې ووژل شو.

پېښه نن /د سرطان ۷مه/ د ماښام خواوشا ۸:۳۰ بجې د درېیمو مکروریانو په سیمه کې وشوه، او طالبانو رسنیو ته ویلي چې په کاروان باندې هغوی ډزې کړي دي.

مکروریان د کابل له ګرین زون یا امن ساحې څخه وروسته د کابل ښار ډېره امن لرونکې سیمه بلل کیږي.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، چې د درېیمو مکروریانو په فردوسي پارک کې وسله والو ډزې کړي چې دوه کسان یې وژلي او د یوې ښځې په شمول درې تنه نور یې  ژوبل کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش هم منلې ده چې د پکتیکا د ځانګړیو ځواکونو قوماندان نن په کابل کې وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې په عزیزالله کاروان باندې په تېرو څو کالونو کې د ۱۳ځانمرګو بریدونو په شمول په لسګونو ځلې بریدونه شوي ول خو نوموړی ترې روغ وتلی وو.‌

One thought on “عزیزالله کاروان په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو”
  1. دداسې یو باتور شهیدول د کابل په زړه او د ټولو نه امن سیمه کې خو مې ددې دولت نه چورلټ زړه موړ کړ او بیخي مې ترې تمه غوڅه شوه.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *