تاند – د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په برخه کې ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز سبا شنبې کابل ته ځي خو تر تګ مخکې ده په اسلام اباد کې اسوشیتد پریس اژانس ته وویل، طالبان موږ ته غوږ ږدي، موږ پر هغوی څه اغیز لرو خو کنټرول پرې نه لرو.

سرتاج عزیز دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې دوې اونۍ مخکې د قطر په مرکز دوحه کې طالبانو خپل سیاسي دفتر وتاړه او له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډیدې، خو سرتاج عزیز، چې کله د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د کابل د سفر اعلان وکړ دا یې هم وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر موقتا تړل شوی او دوی به هڅه وکړي چې ستونزه بیرته هواره شي او له امریکایانو سره د طالبانو خبرې پیل شي.

سرتاج عزیز دا ژمنه هم ورکړې ده چې د پاکستان هڅه به دا وي چې طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره بیا خبرو ته چمتو شي. خو سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ بیا وویل،چې طالبان داسې باور لري چې د حامد کرزي د سولې عالي شورا بشپړ استازیتوب نه شي کولی.

حامد کرزي د طالبانو د دفتر له پرانیستلو وروسته ویلي و چې د سولې خبرې یوازې د سولې د عالي شورا له اتیا کسیزې ډلې سره ممکنې دي.

یو شمیر سیاسي کتونکي د پاکستان دغو خبرو ته چې طالبان د اسلام اباد خبره مني په دې سترګه ګوري چې پاکستان له دې لارې غواړي له لویدیځه امتیاز ترلاسه کړي. خو سرتاج عزیز وویل،په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان په ګټه دی. ده هیله څرګنده کړه چې کابل ته د خپل سفر پر مهال به وکولی شي چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر لپاره لاره برابره کړي.

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوې حکومت تر دې مخکې هم ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو  حامد کرزي ویلي و په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړې، په داسې وخت کې چې سفر یې مثبتې نتیجې ورکړي.

One thought on “عزیز: طالبان زموږ خبرو ته غوږ ږدي”
  1. ولی به یي نږدی او دا خو د طالبانو فرض هم جوړیږی چې پاکستان خبرو ته غوږ کیږدی ځکه چې طالبان د پاکستان ناجایزه اولاد دی. که دوی د سړی بچې وی نو د میندو مړونه به یې یو وی نه سل لکه چې جنرل حمیدګل، نصرالله بابر، قاضی حسین احمد، مولانا فضلو ډیزل، او حقانی چې پخپل وار یې د طالبانو د پلار کیدو دعوی کړی دی. مرګ د وی د پښتنو په قاتلینو او د هغو په ټیکدارانو. ژوندی دی وی افغان اردو او امنیتی ځواکونه. ددی کنجر او بی ناموسه طالبانو له لاسه مونږ د انور سعادت په شان سپک خلک هم مونږ په سپکو یادوی ځکه چې دا ټوله نومونه مونږ ته همدی بی پدره طالبانو ګټلی دی.

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *