سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سو تفاهم به له افغان پلاوي سره په خبرو کې حل شي.

ښاغلي عزیز نن /پنجشنبه/ وویل چې هیواد به یې د دې لپاره چې د افغانستان د سولې بهیر بېرته ژوندی کړي، جدي هلې ځلې وکوي.

سرتاج عزیز، چې د ایران له باندنیو چارو وزیر جواد ظریف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل چې د کابل د وروستیو ورځو د پر له پسې حملو پر سر رامنځته شوی سو تفاهم به له افغان پلاوي سره په خبرو کې ختم شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ افغان پلاوی نن اسلام اباد ته ورسېد چې له پاکستان سره د تروریزم پر ضد د همکارۍ او د سولې د پروسې په باب خبرې وکړي. افغان پلاوي اسلام اباد ته له رسطدو سره سم د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره ولیدل.

د افغانستان حکومت د کابل د وروستیو حملو تور د پاکستان پر پوځ پوري کړ. د افغانستان له توند عکس العمل وروسته د پاکستان حملې لږترلږه په کابل کې درول شوي دي.

له ښاغلي رباني سره د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د ملي امنیت د ادارې رييس رحمت الله نبیل هم ملګري دي.

ټاکل شوې ده چې دوی پاکستاني چارواکو ته د کابل د وروستیو حملو په تړاو، چې په پاکستان کې تنظیم شوي دي، ځیني اسناد هم وښيي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې افغان او بهرنیو استخباراتی ادارو داسي اسناد ترلاسه کړي چې د کابل په حملو کې د پاکستان د پوځ ځیني کړۍ لاس لري.

سرتاج عزیز وویل چې پاکستان او افغانستان به له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو هڅه وکړي:«بې له شکه زموږ لومړیتوب پخلاینه ده.»

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د تېرې جولای په اوومه د لومړي ځل لپاره مخامخ رسمی خبرې وکړې. ټاکل شوې وه چې دوهم پړاو خبرې هم د پاکستان په مري تفریحي ښار کې د جولای په یو دېرشمه وشي خو د ملا عمر د مړینې اعلان او د طالبانو ترمنځ اختلافات ظاهراً د خبرو د ځنډېدو سبب شول.

په همدې حال کې د جرمني خبري اژانس د پاکستان د یوه استخباراتی چارواکي په قول وویل چې د طالبانو له نوی مشر سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره هڅې پیل شوي دي.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، همداراز وویل:«نوی مشر باید لومړی ځان تثبیت کړي… خو زه فکر کوم چې د خبرو لار به ژر بېرته هواره شي. »

ده د افغانستان د وروستیو حملو په اړه وویل چې خاص عوامل په دغو حملو کې رول لري

One thought on “عزیز: پاکستان جدي هڅې کوي چې د سولې بهیر بېرته پیل کړي”
  1. دآفغان حکومت دي دابې ځايه هلې ځلې نه کوې اول دي ځان اصلاح کړې وطن فروش خائن رشوت خور عناصر دې ورک او دولت دي تصفه کړې .ددې حملې ډيره پړه پر دولت ده نه پر پاکستان
    دملې مشارکت دولت دي وګوري چه ددې ناخوالو اصلې مسول هم دئ خپل دئ
    پاکستان يا ايران يا بل کوم هيواد مداخله په آفغانستان کې دا يوه طبعي خبره ده هر هيواد په يوه کمزورې هيواد کي دخپل هيواد ګټي لټوې لکه آفغانستان.پدې آساس ويلائ سم چه زموږ دآفغانانو وړونو دبې ځايه تويولو مسوءل همدا کمزورۍ دملي شرارت حکومت دئ نه بل څوک که هم داسي آدامه ولې دآفغانستان خلګ دي دخپل برخه ليک تصميم دي په جدي توګه ونيسي دوئ هر څه کولائ سي
    ديوه جدي تحول په اميد

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *