تاند – په امریکا کې د پاکستان سفیر عزیز چودري وايي، پاکستان غواړي چې حقانیان او طالبان افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، چودري د جمعې په ورځ وویل، پاکستان نه غواړي چې افغان طالبان او حقانیان (حقاني شبکه) یې په خاوره کې واوسي او ورڅخه غواړي چې بېرته خپل هیواد ته لاړشي او په افغانستان کې سیاسي فعالیت پیل کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر همداراز وویل، د حقاني شبکې او طالبانو ترڅنګ پاکستان غواړي چې ټول افغان کډوال یې له خاورې څخه ووځي.

ده ادعا وکړه چې افغان کډوال د پاکستان لپاره پر امنیتي ګواښ بدل شوي ځکه چې د دوی ځوانان د تروریستي ډلو له لوري کرایه کېږي.

پاکستان په ځلونو ویلي چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې نه شي کولی. ظاهراً د پاکستان اشاره دې ته ده چې د افغانستان لپاره د دغه هیواد د دولت دښمنان په خپله خاوره کې نه ځپي.

عزیز چودري د سختدریځو په اړه د پاکستان د دریځ د روښانولو په ترڅ کې وویل چې اسلام اباد د افغانستان- پاکستان په پوله کې بې توپیره د ټولو سختدریځو پر ضد اقدام کوي.

«د دې مسلې په اړه زموږ دریځ خورا واضیح دی او هغه دا دی چې موږ غواړو چې دوی (طالبان او حقانیان) بېرته افغانستان ته لاړ شي. په حقیقت کې موږ دوی مجبوروو چې لاړ شي او په سیاسي پروسه کې شامل شي ځکه چې موږ یې نور نه منو.»

خو چودري له دې سره سره وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو پناهځایونه نشته.

په ملګروملتو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د کابل له وروستي سفره وروسته وویل چې د افغانستان او پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي بریالۍ ده.

2 thoughts on “عزیز چودري وايي، له طالبانو او حقاني شبکې غواړي چې بېرته افغانستان ته لاړ شي”
  1. دوی خو تر پرونه پورې ویل چې طالبان او حقانیان په پاکستان کې نشته، چې نه وو نو بیا څوک وباسي؟ لنډه دا چې پاکستانیانو خپله مور …‌ده او پلار یې ترې په منډه خلاص شوی دی.

  2. نه پاکستان په دروغو او نه هم طالبان په غلامی شرم کوی. الله شه بی شرمان سره کور او کلی کری. د پاکستان او طالبانو پارتنرشیپ باید مات شی چی دا لوبه یو طرفه شی.

ځواب ورکول اسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *