زه پښتون یم او د پښتني دودونو له مخې مې تراوسه د کورنۍ د مشرانو په مخکې سندرې نه دي ویلي

لوی افغانستان اونيزه: عطاءالله خان عیسی خېل هغه سندرغاړی دی  چې نړیوال شهرت لري موريې نیازۍ او پلار یې عیسی خېل دی د مور او دپلار لخوانه پښتون دی خو سندرې په پنجابي اردو ژبه کې وايي خان هغه سندر غاړی دی چې د نړۍ د ډېرو انسانانو په  زړونو باندې واکمني کوي.

ښاغلی عطاءالله  خان عیسی خېل وايي چې مور او پلار مې پښتانه دي او د پښتني دودونو له مخې مې تراوسه د خپلې کورنۍ د یوه مشر په  مخکې هم سندره نه ده ویلې ځکه چې پښتانه د خپلو مشرانو عزت او درناوی کوي.

ښاغلی عطاءالله خان عیسی خېل وايي مینه یوه سپېڅلې جذبه ده او دغه سپېڅلي جذبات زما په ټولو سندرو غزلونو کې څرګند دی نوموړی وايي زه په مينه پایم پرته له مینې رانه ژوند نه کیږي او زما غزلې او سندرو باندې هغه څوک ښه پوهیږي چې مینه یې کړي وي هغه څوک چې په مینه نه پوهیږي هغه زما په سندرو هم نه شي پوهیدی زه به هیڅکله داسې څه ونه وایم چې هرڅوک په  کې خپل ځان او خپل د ژوند کیسه په کې ونه ګوري لکه څرګه چې د نړۍ د هرماشوم د ژړا او دخندا انداز یو دی همداسې د مینو د زړونو دردونه، جذبات او رامانونه هم سره یو دي زما مینوال هم هغه خلک دي چې په مینه پايي نومړی وايي کم خواړه کم خوب انسان ځوان ساتي.

5 thoughts on “عطاءالله خان عیسی خېل هم پښتني کلتور ځپلی”
  1. ښه به دا وی چی عطا الله له خپل نوم سره پنجابی وتړی نه عیسی خیل. څوک چی په خپله ژبه او قام شرمیږی. قوم او ژبه هم د ده په تخلص او کورنی نوم شرمیږی. ایکاش ما د ده په باب دا لنډ معلومات نه وای لوستی.

  2. زما په اند ګل که په هره خمکه باندی زرغون شی بیا هم خپله ښکلا لری، عطاُالله عیسی خیل کوم سیاستوال نه دۍ او ښه سندری ، څوک خبر دی چی ده په ماشومتوب کی څه رقم خواری لیدلی دی داسی غمګین سندر غاړۍ جوړکړیدۍ، ؟ چی له نومړی نه وایی وهمدا چی وایی د پښتنی موراو پلار زوی دۍ ډیره ښه خبره ده او بس

  3. محترمه له کومه ځایه چی په مینوالی کی بلد یم دی له مور او پلاره نیازی دی او عیسی خیل ، پای خیل او شادی خیل او نور یی پښی دی.

  4. لمړی سلامونه دتاند ادارې او لوستونکوته وړاندي کوم .
    افسوس په دې کوم چي ډیری اتلان پښتانه دی خوخدمت نورو ژبو ته کوي
    دوی به دتل لپاره نوم ورکي اتلان وي
    اوبل ستاسو په لیکنو کي ډیري غلطی موجودي وی لکه ارمانونه ،مینه وال او داسی نور
    که می ګستاخي کړی وي بخښه غواړم
    ستاسو ورورعطاالله تاج له کندهاره

ځواب ورکول attaullah,taj ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *