عطاءالله لودين څه موده وړاندې د ننګرهار د  نوي والي په توګه وټاکل شو، ننګرهار د خپل ستراتيژيک موقعيت له مخې د افغانستان په  جغرافيوي جوړښت کې د يوه سرحدي ولايت په توګه خپل ستراتيژيک ارزښت لري.  په دغه ولایت کې په تېرو څو کلونو کې ډېرو والیانو خپلې تجربې ورکړې، له  حاجي قدیر څخه  نيولې تر  وروستي والي( ګل اغا شېرزي)  پورې يوه هم ننګرهاريانو ته د پام وړ کار او خدمت ونه کړ.

 نا امني، اداري فساد، د ځمکو غصب، د انسانانو تښتونه، شخصي وسله والې ډلې، د بریښنا نشتوالی او ښاري ناوړه چاپیریال هغه ستونزې دي چې ننګرهاریان ورسره لاس او ګریوان دي. نا امني هغه لویه ستونزه ده چې له امله یې په دې وروستیو کې خلک له ولسوالیو څخه کډوالۍ ته اړ شوي، همدارنګه د انسان تښتونې پیښې ډیرې شوي او پانګه وال پانګونې ته زړه نه ښه کوي، شتمن کسان د وسله والو مخالفينو او غلو له خوا د پیسو په خاطر تښتول کیږي. په ټولیز ډول د ننګرهار ولایت ته لاندې ستونزې پرتې دي او نوی والي باید دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

نا امني

   د افغانستان د نورو ولایتونو او سیمو په څیر ننګرهار هم د نا امنیو له ستونزوڅخه نه ده خلاص. په دې ولایت کې د نا امنیو لمن ورځ تربلې پراخیږي، د ننګرهار یوولس ولسوالیو کې اوس د بهرنیو په ځانګړې ډول د پاکستاني طالبانو فعالیتونه مخ په پراخېدو دي.

  بټي کوټ، چپرهار، خوګیاڼي، حصارک، شینوار، اچین، غني خیل، دوربابا، هسکه مینه، کوټ او مومندره هغه ولسوالۍ دي چې تازه په کې نا امني ډیره شوې او د پاتې نورو ولسوالیو امنیت یواځې د ولسوالیو د مرکزونو پورې محدود شوی دی.

  په هغو ولسوالیو کې چې د پاکستان سره ګډه پوله لري د منګل باغ په مشرۍ  د ولسي خلکو زورونه او د انسانانو تښتونه ډیره  شوې، د نا امنیو له امله د تورخم – جلال اباد لویه لاره خلکو ته لویه ستونزه جوړه کړې طالبان او وسله وال غله د بټي کوټ په سیمه کې د غلا لپاره راوځي او په ساعتونو دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده وي. د انسانانو اختطاف ورځ تربلې ډیریږي، پانه ګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي او د سوداګرو زامن له ویرې په آزاده تګ راتګ نه شي کولی.

اداري فساد

   د ننګرهار ګمرک، د ترافیکو اداره ، ښاروالۍ، د بریښنا ریاست، د کډوالو چارو ریاست، د ننګرهار محکمه او څارنوالي،  د قومندانۍ د پاسپورټ اداره او په نورو ادارو کې په پراخه کچه فساد شتون لري.  د ننګرهار د ګمرک عواید ډیره برخه د دولت بودیجې ته نه تحویلیږي او دغلته رشوت عادي خبره ده، د دې ترڅنګ د ننګرهار د ترافیکو په عمومي مدیریت کې په ډاګه له خلکو رشوت اخیستل کېږي. د لایسنس اخیستل دغلته عادي خبره ده ، لایسنس په غیر قانوني ډول د پیسو په بدل کې د دغې ادارې د مامورینو لخوا پرخلکو پلورل کیږي همدارنګه امنیې قومندانۍ کې پاسپورټ په غیر قانوي ډول د پیسو په بدل کې خرڅول کیږي.

   د ننګرهار ښاروالي بله اداره ده چې په کې فساد په پراخه کچه شتون لري د ښار ناوړه چاپیریال، د کثافاتو شتون، د موټرونو بې ځایه دریدل هغه ستونزې دي چې د جلال اباد ښار رنګ یې بدل کړی. د نورو ترڅنګ له لاس پلورونکو او د سرک غاړې د کراچیو د خاوندانو څخه  هم د ښاروالی مامورین پیسې راټولوي.

   د ښار په شاوخوا سیمو کې ودانۍ له دولتي نقشو پرته جوړیږي او ښاروالي هم د نقشو لپاره کومه طرحه نه لري ښاروالي په تیرو کلونو کې په دې نه ده توانیدلې چې د پاکستاني پیسو مخه و نیسي د افغانیو پرځای په ډاګه په جلال اباد ښارکې د پاکستاني کلدارو څخه استفاده کیږي .

  د ننګرهار په څارنوالي او محکمه کې هره ورځ د بې چاره او غریبو انسانانو حق خوړول کیږي په کلونو د خلکو دوسییوته لازمه پاملرنه نه کیږي همدا اوس د ننګرهار په محبس کې یوشمیر بیګناه کسان بندیان دي.  د دوي ترڅنګ د ننګرهار د ادارو ترمنځ لازمه همغږي شتون نه لري  د ګوتو په شمیر هغه دوسیې چې د فساد سره د مبارزې د اداري لخوا څارنوالي ته د څیړنې په موخه استول کیږي اجرا ات پرې نه کیږي.

   ننګرهار کې به ډیرې کمې داسې اداري شتون ولري، چې له فساده پاک وي، په جلال اباد ښار کې د فساد سره د مبارزې په نامه  یوه  اداره شتون لري چې د دغې ادارې  مشر احمد شاه نبي مومند نومیږي د دغې ادارې موخه په ننګرهار کې د اداري فساد سره مبارزه ده خو برعکس دغه اداره ننګرهار کې د فساد زمینه پراخه کړې.

    مومند د ننګرهارد هغو ادارو له چارواکو چې لاسونه په فساد ککړ دي، پر ټاکلې وخت ټاکلې اندازه پیسې اخلي د قانون پربنسټ په دولتي ادارو کې باید د غې اداري استازی شتون ولري، د دې ادارې استازی په هر دولتي قراداد کې پیسی اخلي چې یوه بیلګه یې د ننګرهار پوهنتون د روغتون قرارداد دی .له داسې ادارې چې پخپله له فساده ډکه وي  نو په نورو ادارو کې به د فساد د مخنیوي تمه ترې څنګه وشي .

د بریښنا ستونزه

    ننګرهار کې تر نورو ولایتونو ګرمي ډیره ده او یو ګرمسیره ولایت دی حتى اوړې کې  د ډیرې ګرمۍ له امله یوشمیر ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي د دغه ولایت اوسیدونکي تر نور ډیر بریښنا ته اړتیا لري خو په تیرو څوکلونو کې د ننګرهار بریښنا ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

دوه کاله وړاندې دولت له خلکو سره ژمنې وکړي چې د نغلو بریښنا به ننګرهار ته ورکړل شي خو دغه پروژه په سمه توګه نه ده عملي نه شوه د جلال اباد ښار او نږدي ولسوالۍ یې اوس هم د بريښنا له ستونزو سره مخامخ دي.

   د بریښنا په ریاست کې په پراخه کچه فساد شتون لري د اداري فساد سره د مبارزې دادارې د راپور پربنسټ څه موده وړاندې د ننګرهار دبریښنا په ریاست کې ۹۵ میلیونه افغانۍ درغلي شوی . ویل کیږي چې  ګل مراد او حاجي فاروق هغه دوه لوبغاړي دي چې د ننګرهار د دولتي بریښنا هر کیلو واټ د ۵۰ افغانیو په بدل کې د  شخصي برېښنا په نوم پلوري.

د ننګرهار غریب او بیچاره ولس ، ناروغه او بې وزله اوسیدونکي د بریښنا د نشتوالي له امله د اوړي په سوځونکي ګرمۍ کې  فریاد کوي او حتی یوشمیر ماشومان د ګرمۍ له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي .

د ځمکو مافیا

د ځمکو غصب په ننګرهار کې بله لویه ستونزه ده چې د دغه ولایت خلک ورسره لاس اوګریوان دي څه موده وړاندې د ولسي جرګې د ځمکو د غاصبینو د نومونو په خپاره شوي لست کې په زرګونه جریبه ځمکه د زورواکو لخوا په دغه لایت کې عصب شوي و.

  د ځمکو د غصب یوه بیلګه د ننګرهار له کانال سره د حاجي فاروق او حاجي ګل مراد تړون در یادوو، حاجي ګل مراد او حاجي فاروق د ننګرهار دوه سوداګر په ۱۳۸۴ کال کې د کانال له ریاست سره د اوسنۍ کابل اډې او شاوخوا سیمې د دوکانونو د جوړولو او د  د فلز کارۍ تړون لاسلیک کړ.

  د کانال ریاست په دغه ځمکه چې ۱۲۵ جریبه مساحت لري او د کابل اډې شاوخوا سیمې پکې پرتې دي دغه دوه سوداګر د تړون خلاف ځمکه خپله کړې او پریاده دولتي ځمکه یې شخصي کورونه جوړ کړي .د دوي ترڅنګ د ننګرهار ډیری دولتي ځمکې د دغه ولایت د زورواکو ،ځینو دولتي چارواکو آن تردې چې د ولسي جرګې د یوشمیر غړو لخوا غصب شوي.

   د پورتنیو ستونزو ترڅنګ د ننګرهار په روغتون کې د ناروغانو ستونزې ، بې کاري، شخصي وسله والې ډلې، ښار کې د بې کیفیته تاریخ تیرو  درملو واردول او پلورل نوري ستونزې دي چي ننګرهاریان ورسره مخامخ دي .ننګرهار ډیر کار ته اړتیا لري سره لدې چې د ننګرهار ګمرک عواید ترنور ډیر دي خو  که چیرې د افغانستان له لویو ښارونو سره یې پرتله کړو نو د هغو نیمایې کار هم په دغه ولایت کې نه دی شوی.

  والي په یو ولایت کې د ولسمشر استازی او د ولایت لومړی کس وي د ننګرهار ستونزو ته په پام سره  ننګرهاریان تر نور ډیر اوسنی والي ته هیله مند دي تر څو تر خپلې وسې د ننګرهارد شته ستونزو پر وړاندې اړین ګامونه پورته کړي . د ننګرهار والي باید پورتنیو ستونزو ته په پام سره  فاسد چارواکي د قانون منګولوته وسپاري او کار اهل کار ته وسپاري.

   ژورنالیست د ټولنې ترجمان بلل کیږي او د خلکو ستونزې چارواکو ته رسوي، ترڅو چارواکي یې په اړه لازم ګامونه پورته کړي، ننګرهار کې تکړه ژورنالستان په دندو بوخت دي، له بده مرغه، چې دغه ژورنالستان پلورل شوي او د چارواکو په دسترخوانونو عادت شوي او د چارواکو له خوا د پيسو په اخيستلو هم تورن دي.

   د ننګرهار خبریالان په سمه توګه د خپلو خلکو ستونزې چارواکو ته نه رسوي او پرستونزو خاوري اچوي  د ننګرهار خبریالان باید د تېر په څېر خپل بي شرمانه کړنې تکرار نه کړي او د ستونزو  په له منځه وړلو کې له دولت او ننګرهاریانو سره مرسته وکړي.

 د ولس له ملاتړه پرته حکومت نشي کولای اصلاحات راولي د ننګرهار ولس هم باید خپل ولایت ته پاملرنه وکړي او له حکومت سره په ګډه د اصلاحاتو په راوستلو پیل وکړي ترڅو ننګرهار هم له نورو پرمختللو ولایتونو سره سیال شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

8 thoughts on “عطاءالله لودين ته له مخکينۍ ولايتي ادارې پاتې ننګونې! ریاض احمد میاخیل”
  1. میاخېل صیب خدای دې خیر درکړي خو دغه شي هم د آی ایس آی په اخور خوړلي دي خصوصا هغه وخت چې طالبانو قوماندانان پسې واخیستل دی هم د هغې شورا برخه وه چې د طالبانو پر ضد په پېښور کې جوړه شوې. عجیبه ده له یوې خوا آی ایس آی طالب په افغانستان باندې حاکم کړ او له بلې خوا یې د مشرقي د شورا په نامه په پیښور کې د قانع په خبره بل اسټبلیشمنټ جوړ کړ چې بیرته بیا طالب ورباندې تر فشار لاندې ونیسي. خدای دې آی ایس آی هلاک کړي چې په نړۍ کې نه ترې مسلمان په امن دی او نه کافر.

  2. د لودین صیب راتګ سره سم په جلال آباد ښار کی چاودنی زیاتی شوی دی، چی دا ولی؟؟؟

  3. جبا ر خیل صا حب: زه خوستی یم دومره ښکلی په زړه پوری حقا یق دلیکلی چه څوک سترګی نشی تری پټولی ولی مشکلات بی حده زیات او دمشکلا تو حل نشته فکر کوم چه موږ به هم بی تفا وته وو حو چا ره نشته حدای دفضل او کرم وکړی

  4. دګنډیری په ځواب کی:
    وروره شاید مولوی عطا الله لودین ته سم نه پیژنی که چیری دا د ای ایس ای په اخور ناست وای نو اوس به یی نه په جلال اباد کی او نه په کابل کی د کورونو او مارکیټونو حساب وه خو تاسف په دی خبره چه دا ملت تر اوسه چه زوریږی وجه یی همدا ده چه لیکل اسانه دی خو په ځای لیکل نشته که چیری د ولس قلم لږ په دقت لیکنه کړی وای او تور ته یی تور او سپین ته یی سپین ویلی وای نو شاید هغه چارواکو هم فکر کړی وای چه ملت درست حساب کوی او باید له اشتباه څخه ځان وساتی، خو بس هر څوک د مرغی والوته لیکنه کوی
    او د فریدالله ورورته وایم چه هیڅ خارجی استخبارات نه غواړی چه د ولس خدمتګار په قرار کینی او د ولس خدمت وکړی نو ټولی دښمنی کړی به دی هڅه کی دی چه څرنګه کولای شی دا خلک نوم بدی کړی او بیا پری د خبلی خوښی والی مسلط کړی .
    په درنښت
    خیرخوا
    :

  5. ښاغلی خیرخوا، که څه هم چې د طالبي ځناورو له کړنو څخه په ټول زور نفرت کوم خو دا خبره لکه چې د ویکیلیکس والو کړې وه د کرزي په کابینه کې یوازې یو وزیر چې د زراعت وزیر یې ګڼلی وه بې فساده وه او نور ټول په فساد کې ککړ وو. او ما چې همدا خبره د زراعت وزارت د یوه چارواکي په مخکې وکړه هغه وویل چې ته د فیل په غوږ کې ویده یې، د زراعت وزیر چې څومره وهنې کړې دي یوازې خدای پرې خبر دی. نو په داسې فاسد نظام کې لا عطاءالله کوم کالی دی چې پاک به پاتې وي ځکه چې ده خو هم د هغو پنځوس میلیوني ډالرو له پکیج څخه تر پرونه تنخا اخیسته چې د امریکا له خوا د سولې د تش په نامه شورا له پاره ورکول شوې وې او تر ننه پورې یې ملا او امي دواړه په دواړو ژامو خوري. په ننګرهار کې د طالبانو په وخت کې یو نانوایي وه چې احسان الله نومېد، هغه یو زوړ بایسکل درلود او یو د نانوایي دوکان، یو څه وخت وروسته یې بیا یو موټرسایکل واخیست خو په دې نظام کې احسان الله او هغه هم د ډاکټر احدي له خوا چې مونږ د بزرګانو بزرګ او لوی پروفیسر ګاڼه د ګمرک رییس وټاکل شو. نانوایي احسان الله دومره وهنې وکړې چې د جلال اباد د قول اردو نه نیولې د قصبې تر چوک پورې ځمکې یې واخیستي، د جلال اباد په ښار کې يې نورې ځمکې واخیستې، د کابل اډې تر څنګ ځمکې یې واخیستې او په کابل ښار کې یې د نادریې لېسې تر څنګ دوه کورونه واخستل او سره یو ځای یې کړل. تر ټولو خوږه خبره یې دا چې اوس چې د ننګرهار په ولایت باندې بولي وهل کېده، نانوایي تر ۱۹ لکه ډالرو پورې بیډینګ کړی وه چې حاضر دی یې ورکړي او هغه هم داسې یو ولایت چې یوازې ۶ میاشتې یې پاتې وې نو ته فکر وکړه چې د ۶ میاشتو له پاره یو څوک ۱۹ لکه ډالر ورکوي د هغه ولایت له پوستکي نه به څومره بېرته ترلاسه کوي؟ خبره بېرته په دا بل ږیرور باندې را اړوم چې یو پست چې نانوایي په ۱۹ لکه ډالرو نه دی ترلاسه کړی نو دی به یې مفت ترلاسه کړي په داسې حال کې چې هر والي د یوناما، د افغانستان د امنیت د شورا، د محلي ارګانونو د ادارې او د ارګ له سوریو نه تېرېدلو ته اړتیا لري او په دا هر سټاپ کې مجبور دی چې په لکونو ډالر رشوت ورکړي. زړه مه خورئ خو دعا کوئ چې خدای دې اشرف غني واک ته راولي چې هم خاین تاجکان د دوستم په لاس وتړي او هم پښتانه په خپله لارې ته راولي.

  6. Da sahi da Chi sherzai hum yaw topaksalar dai…. ama da haq sa bayad stargee pati nakro aw pa day khabari iqrar wakro chi.. Nangrahar ki ka yaw cha kar hum kadi dai hagha sherzai dai. Ka pa sherzi bandi hum nangraharyaan shukoor na bassi no bya di Nangrahar aw pakhtana pa umoomi dowl khudai no hum thaba aw bar bad kri. Nangraharyaan zaan tha pakhtana wayee… mada da sherzi la makhi moo yawa sama mehman khana na darlod..puzza moo pray sa pa dasi pakhtoonwali .. afareen pa dagha manana chi thaso da sherzi sakha wakral. os ba moo wagoram chi da da hekmatyaar bachai moo sanga saathi.. da ye gaz da ye maidan

  7. د محترم مياخيل صاحب خخه مننه كوم جي د ننكرهار ولايت موجوده ستونزي او ننكوني يي به لند دول او غتو تكو كي به شكاره دول به كوته كريدي او د جارواكو باملرنه يي ورته رارولي ده. زما به نظر مياخيل صاحب تقدير او تمجيد شي جي د ولس ستونزي يي رابرسيره كريدي. خو زمونز هيله داده جي زورنالستان د يو تولني ريشتيني ترجمانان دي او به دي اكتفاء ونه كري او به دي هكله خبلو ليكونو ته آدامه وركري.
    همدارنكه د نورو ليكوالانو او خبريلانو او د رسنيو جلونكو خخه هيله كوو جي به دي هكله ليكني وكري او خبل ولس راويش او به حركت راولي ترخو فاسدو جارواكو ته فرصت ورنكري جي ملي كتي او بيت المال جور كري.
    آر به شو د نوي والي مولوي صاحب لودين مسلي ته، زما به نظر مؤ هر خه ته به مثبت نظر وكورو. او حوصله وكرو او ولايتي إداري سره همكاري وكرو ترخو د ننكرهار ولايت د موجوده ستونزو خخه خلاص شي.
    زه باور لرم جي كوم زور د ليكوالانو او رسنيو جلونكو به قلم او أوزا كي دي هغ به أسلحه كي نشته خو كه د ولس به خدمت كي واوسي. او خبل مسلك ته ريشتني او وفادار واوسي. راخي دا فرصت غنيمت ونيسو او خبل زيات تمركز به حال او مستقبل باندي وكرو. حقائق ولتوو او ولس او جارواكو سره شريك كرو. او د حق خخه ملاتر وكرو. او نوره أجازه ورنكرو جي د ننكرهاريانو امنيت خوك خراب كري او يا بيت المال د يو خو فاسدو أفرادو او كريو به جيب كي ولويزي او نور ولس د يو عالم بدبختيو، كراوونو او دردونو سره شبي ورخي تير وي.
    ستاسي د نورو ليكنو او معلوماتونو به هيله
    د يو آرامه، سوكاله او خبلواكه ننكرهار به هيله!

ځواب ورکول سید الر حمن زیا ر مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *