د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور

تاند – د شمال نامتو جنګسالار او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وایي، هغه والي وو او والي دی او هیڅوک نشي کولی چې د هغه د شرطونو له پوره کېدلو څخه پرته هغه د ولایت له مقام څخه لیرې کړي.

نن شنبه /د ډسمبر۳۰مه/ د بلخ په مرکز مزارشریف کې یوې خبري غونډې ته د خبرو کولو پر وخت ښاغلي نور وویل چې له حکومت سره د تېر کال مذاکراتو کې یې د بلخ د ولایت د ترک کولو په مقابل کې د څو وزارتونو او څو سفارتونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه چې لا نه ده منل شوې.

نور وویل، «ولایت زما د پلار نه دی، خو د ولایت د ترک کولو نه مخکې باید زما شرطونه پوره شي؛ چې څو وزارتونه او سفارتونه باید راکول شي او تر څنګه یې د بلخ والي او د امنیې قوماندان زما په خوښه مقرر شي له هغه وروسته زه د بلخ له ولایت څخه تېرېږم.»

عطامحمد نور وویل، که زه د بلخ ولایت پرېږدم دلته داعش راځي چې بیا به د خلکو لوڼې او خویندې خپلو سرتېرو ته په نکاح کوي او د وینځو په توګه به یې له ځانونو سره بیایي.

د ولسمشرغني او اجراییه رییس عبدالله له خوا د بلخ لیرې کړای شوي والي عطامحمد نور وویل، هغه په بلخ کې ډېر کار کړی دی،‌ دومره کار یې کړی چې په بل هېڅ ولایت کې نه دی شوی.

ویل کیږي چې د بلخ دغه زورواکي جنګسالار له خواوشا ۱۴ کالو راهیسې د بلخ په ولایت منګولې ټینګې کړي،‌ په مختلفو دولتي دوایرو کې یې د خپلې خوښې او چینل کسان مقرر کړي، ناقانونه سوداګرۍ او د نشه ییزو توکو قاچاق کوي او په پراخه کچه په اختلاس او بشرضد فعالیتونو کې لاس لري.‌

همدارنګه ویل کیږي چې ښاغلی نور په بلخ ولایت کې د ښکاره وسله والو تر څنګ د طالبانو په نامه وسله والې ملېشې هم لري.‌

د رسنیو د راپورونو له مخې، د بشري حقونو دغه ناقض جنګسالار د روان /۲۰۱۷/ کال د اګست په میاشت کې خپل یو سیاسي سیال محمد آصف مومند ونیو،‌ بندي یې کړ او د شکنجې پر وخت یې په خپلو غاښونو ترې غوږ پرې کړ،‌ او تېره اونۍ یې د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته اخطار ورکړ چې غاښونه به یې ورمات کړي.‌

ولسمشرغني د خپل انتخاباتي کمپاین پر وخت ژمنه کړې وه چې د واک په ترلاسه کولو سره به په هېواد کې د قدرت جزیرې له منځه وړي او ټول هېواد به په پلازمېنه کابل ورټولوي خو دا لامعلومه نه ده چې دی او اجراییه رییس به یې د دغه یاغي پخواني والي د دریځ په وړاندې څه وړ چلند وکړي.

7 thoughts on “عطامحمد نور: زه د بلخ والي وم او والي یم،‌ هیڅوک نشي کولی چې ما له ولایت نه لیرې کړي”
  1. د غنی اندیوالانو ته!ا
    هغه قصه وکړی چی:ورانه به یې کړی سازه به نه کړې!ا اوس مو غنی ته پیغام دادی چی ټینګ شه او مه مو شرموه!ا

  2. ښاغلی عطآ نور په ارګ کی دننه د هری کړنی او فیصلی څخه خبریږی، کله چه د ارګ سست او کمزوری
    عکسل العمل ګوری نو په جلسو او غونډو کی خپل شدید او سخت بیانونه تکراروی

    داسی معلومیږی چه ددغه زورور سړی په مقابل کی شاید ښاغلی غنی او عبدالله استعفآ وکړی

    ځکه دا دوهمه اونۍ ده چه دملی وحدت حکومت په دغه کار کی پاتی راغلی او یا هغه د چا خبره هسی د بسوګۍ واده یی تری جوړ کړیدی

  3. زوی د لوي شه چرګه لا په دې تونده شوروا.
    پښتو متل دی چې وایی چرګ په پردیو غوړو مست دی.
    زمونږ د شمال خسکي چرګ ته هم د روس او ایران غوړ ورسېدلي دي چې پر بامو پښې داسې کرار کرار ږدي چې بام یې له پښو لاندې ونه لویږي.
    له بلې خوا دی هېڅ اشتیها نه لري د هېواد نیم قدرت او تقریبا ټول اختیار لا هم ورته هېڅه نه ښکاري . زما په فکر په نرانو زمریانو لاندی اوښتی.
    دغه جنګسالار په داسې حال کې دولت ته اخطار ورکوي چې لا د روسانو د 6 د جدي خاطري مو لا هېرې نه دي. که زمونږ هزاره ورونه د 6 د جدي د غندلو مجلس جوړوی د عطا محمد نور داعشیان بیا هلته ورسېدلي وي او د هغوي خوله په سوکانو ماتوي.
    هر هغه عمل چې د افغانستان د اساسي قانون د هېواد د ولسمشر د اوامرو ، هدایاتو او فرمانو او ملي ګټو پرخلاف وي بغاوت بلل کیږي. ولسمشر یواځې د اجراییه قوې مشر نه بلکې د قضاییه قوې ، مقننه قوې او د هېواد د وسله وال پوځ مشر هم دی.
    که د دوي په آند ولسشر او اجراییه مشران د یو جوړجاړي پر اساس او د امریکا پر منځګړیتوب د اوس لپاره د هيواد مشران دی ، بیاهم دوی مجبور دي د اساسي قانون پر اساس عمل وکړي. دوی اجازه نه لري هرچېرته جنګسالاران ، مافیایی ډلې ، غله او د پردیو جاسوسان هرڅه چې وغواړی سرته ورسوي، پرخپلو دندو پرېږدي.
    د هېواد ملي منافع ایجابوي چې د سرکشانو ، بغاوت ګرانو ، غلو ، مافیایی ډلو ، داعشیانو ، طالبانو او نور متخلیفینو ډلې که په هرنوم او تر هر شعار لاندې وي په جدیت سره وټکوي.

  4. هم غل هم ښکرور.
    پکه دا دی بله سپکه.
    پسته ای بی مغز چو دهن وا کند ، رسوا شود.
    معلم صاحب ! دا څه وایی ،ځان دی وشرمولو که هر په نامه مجاهد یا د چور او مفسد والی داسی شرطونه ولری نو بیا بی کامری او پاک مجاهدین به زر واری مستحق وی چی څو چنده دتا غوښتنی ولری مخکی دی یواځی لکۍ درلوده ، اوس ښکر هم خوځوی .
    جناب عالی( معلم بی تربیه)!
    ته ددی حکومت یو خاین اومفسد مامور یی ، فساد دی د کوم جهاد په مقابل کی ډیر لوی دی ، دا کارونه ، ګڼ فسادونه او جنایات اصلا مفکوره د جهاد نفی کوی او د شر پله دی ډیره درنه کړی ته وګوره ! د افغانستان په تاریخ کی حتی کمونستانو هم دومره ملی ګټو سره خیانت ندی کړی لکه چی تا او امثال دتا کړی دی نور تښته ، پښی سپکوه دا غیرت ندی ،جهالت دی ، حکومت به ژر د کوم خاین شرط ومنی ؟
    اوس حکومت د تاسی له انحصار نه د وتو په لار او خلاصون ته نژدی دی او قاطع تصمیم لری چی د مفسدینو ګلیم ور ټول کړی ، مفسد لپاره شرط جزا ده نه وزارت او سفارت، زموږ مؤمن ملت ، مفسدینو ته چی موږ د دښمنانو په وړاندی تضعیفوی حساب او سزا غواړی او تقدیر یی تعاون علی الا ثم والعدوان بولی او ورباندی ایمان لری .

  5. پكه دا دي لا بله سپكه
    غنى او عبدالله بايد دا كار وكري كه لري يي نه كري بيا دي همدا جنگ سالار راولى او دي ارگ چوكئ دي ور پريگدي

  6. سلام
    راځی چې عطا محمد معلم پریږدو او دقضیی دا بل اړخ وڅېړو چې هغه عبارت له دولت ، ادارې او کاشانې، دسپلین او اتورېتی څخه دی . په ځینو تصامیمو کې ددولت ضابطه خپل حاکمیت باید بې له ګواښه ، لافو او شافو وټاکی مهمه نه ده چې څوک دی اوڅه ډول باغیتوب ته لاس اچوی یا دچا په یابو سپوردی. داجې چا نازولی اوچا سره پس پسک لری داهم داندیښنې وړ خبره نه ده دادچرګ عادت دی که کلک یی ونیسې جیغیږی او که کرار هم دې ډول خسکی چرګ ته نورا دا غوړ اوغټ نومونه پکار نهدی دا ددی ټولنی سپکاوی غواړی دا ماشوم باید خپل موقف وپیږنیړ
    دلته نه دموکراسی مځای لری او نه دبیان ازادی یوازی دنارینه ستر ګوزار اوبس

  7. دا حرمونی خو په شرم خبر نه دی، پرېږدی چی تولې دنیا ته ځان و شرموی. وایی د یو ماشوم مور بد لارې وه. یو ورځ ماشوم کور ته په ژړا راغی او خپلې مور ته يي وویل: مورې له نورو ماشومانو مې توپ چور کړ ټولو ماشومانو راته وویل چې ستا مور وغیم ولی دی توپ چور کړ. نور مور یې چې بد اخلاقه وه ویې ويل زویه کاشکی دی دا توپ به سټيديوم کې چور کړی وای چې تولو سټيديوم درته ویلی وای چې ستا مور وغیم، نو سخت خوند به يې کړی وای. پلار يې له دی بلی کوتې پرې غږ وکړ او وویې ویل: زويه د مور خارښت دې دومره ډېر دی چې که د ټول سټيديوم خلک يې هم وغيي نه یخېږي، کاشکې د دا توپ له نړيوالو مسابقو چور کړی وای چې دا د ټولې نړۍ خلکو ویلي وای چې مور د وغيم. اوس نو دعطا مور هم ورته ویلې چې زویه د افغانستان خلک خو کم دی داسی کار وکړه چې ټوله نړی ووایی چې عطا مور د غییمه په دا رقم کوني سترګو او وړانديزونو.
    څومره د شرم خبره ده چې د افغانستان خلک دداسې سپکو او ناکسو خلکو له خوا اداره کېږي
    د افغانستان د خوشحالی او کامیابۍ په هيله

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *