پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند – د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند جیګپوړی چارواکی عطا محمد نور وایي چې هغوی د خپل مشر برهان الدین رباني د پنځم تلین غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی نه و ورغوښتی، بلکې هغه بې سته ورغلی و.

په یوه اعلامیه کې چې د جمعیت د ګوند ترعنوان لاندې نن /سه شنبه/ د عطامحمد نور په فیسبوک پاڼه خپره شوې، راغلي چې خلک پخواني ولسمشر کرزي ته له دې امله په غوسه ول چې هغه د طالبانو ستاینه کړې وه نو له دې امله یې د هغه سپکاوی وکړ، دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د ربانی د درېیم تلین په مناسبت دایره شوې غونډه کې هم د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو یوه بل مشر صبغت الله مجددي ته په عین ډول سپکاوی کړی وو.

د عطا محمد نور پر فیس بوک پاڼه خپره شوې اعلامیه وایي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سپکاوي مسئله هماغه د میزان په ۹مه د لويې جرګې په خېمه کې خلاصه شوه خو د یو شمېر «معلوم الحاله کړیو» له خوا دا خبره وروسته بیا را توده شوه چې ولې د ښاغلي کرزي سپکاوی شوی دی.

حضرت صبغت الله مجددي
حضرت صبغت الله مجددي

په داسې حال کې چې د نظار شورا د پاتې شونو له خوا د پخواني ولسمشر سپکاوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې غبرګونونه راوپارول، د کندهار بانفوذه قوماندان جنرال عبدالرازق په یوه ویډیويي مرکه کې وویل چې د پخواني ولسمشر سپکاوی ورته د منلو نه دی، دغه خلک دې د مشرانو سپکاوی نه کوي، که نه بیا به د پخوا په څېر تر کولاب پورې وځغلول شي بلکې تر کولابه تېښتې پورې به هم پرېنښودل شي.

د بلخ  والي د ملي امنیت شورا ته هم خوله وراچولې او په دې یې غوسه ښکاره کړې چې ولې یې د ښاغلي کرزي د سپکاوي په وړاندې عکس العمل ښودلی دی او دا چې د ملي امنیت شورا دغه ډول بیانونه په ملي سطحه اختلافاتو ته لمن وهل دي.

د جمعیت اسلامي تر عنوان لاندې خپره شوې اعلامیه وایي چې د دغه ګوند او شمال ټلوالې د وژل شویو مشرانو دوسیې څوک نه څېړي او دا چې دوی په دې کار ناخوښه دي، په داسې حال کې چې یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د قتل په شمول ګڼ شمېر پېښې پخپله د نظار شورا او جمعیت له داخل نه رهبري شوي چې پخپله دغه ډلې یې د راسپړلو او څېړلو مخه ډپ کوي.

18 thoughts on “عطامحمد نور: مونږ کرزی نه و راغوښتی، هغه پخپله راغلی و”
  1. د ښاغلی پخوانی ولس مشر سپکاوی د ټول افغانستان سپکاوی دی دا نمک حرامه خلک همدې کرزی دي ځای ته را ورسول لدې معلومیږی چې لدۍ سره مرسته او همکاری کول بي ځایه دی.

  2. چه څوک د خپل ټبر اوقووم خبره ونه منی هغه به همداسی …… کیږی، اوعطانور ته وایم چه خپلو خلکو ته اخلاق ورزده کړی
    او دښاغلی کرزی بدله به مونږ ستاسو څخه یو په سله اخلو، تاسو به تاریخ لوستی وی افغانان خپل بدل اوپیغور چاته نه پریږدی

    ښاغلی عطانور صاحبه ستاسی ملګری د ځناورو څخه هم بد تر دی، ځکه کله چه په ځنګل کی د یږی یا خرس کورته یا دغار خواته په غلطی یا سهوه کی ورشی، نوسمدلاسهه یږ یا خرس په یو لاس تاته سلام اچوی، او تاته خپل کور پریږدی، ځکه یږ یا خرس دمیلمه ډیر احترام ساتی

    داچه ښاغلی کرزی سهوه شوی وه او دغی خیمی ته خپله درغلی وه، نو بیا تاسو سره داسی نه وه پکار

  3. د نظار شورا باید ھمداسی ووایی زکہ ھغوی تہ نہ حیثیت پاتہ شو او نہ آبرو دوھمہ خبرہ دادہ چی ھغوی اصلآ د شرم پہ نوم کوم شئ نہ پیژنی او ھر کار یئ چی زڑہ وغواڑی ھمھغہ کوی او بیا د سیاست پہ نوم یئ تماموی جنرال صاحب رازق خو حقیقت وویل ھیسوک باید چی لہ حقیقت سخہ سترگی پٹی نکڑی د افغانستان بدنامترینہ خلکی ھمدا د نظار شورا شر او فساد دی چی ھمیشہ یئ د افغانستان نوم بد کڑیدہ او دوی پخپلو کی تعھد کڑیدہ چی تر سو د افغان کلمہ وی نو خدمت بہ وطن تہ نکوی

  4. هغه څوک چی مار ته په لستوڼی کی ځای ورکوی حال یی همدا وی او بله جالبه خبره داده چی کرزی یی نه وو غوښتی نو بیا ولی ورتله
    نا بللی میلمه وی همداسی
    وایی چی نه کار نو هلته څه کار

  5. په خپله کرزی د سړی زوی نه دی………. دا خرکوسان چا په خیټه ماړه کړل ؟؟؟ دا په اصل کی د لړمی بچی دی……

  6. کسا نیکه عزت نفس دارند و در فا میل های با عزت تر بیه شده با شند، عمل مزدور انگلیس که در جا مه یک فرو خته شده بنام افغان!!!!! در برابر جلا لتمآب حا مد کرزی انجام شد، قابل مذمت است ،این بی عزتان یهود مشرب بدا نند که بی عزتی کرزی نه شده ، فقط چهره خودشا نرا به نما یش گذا شتند،

  7. خطا چور مسعود ته یه وفا وکرو چی اوس یی کرزی صیب ته وکری؟

    د ددی په دین او مذهب په رشتیا هم چی هماغه طالبان شه پوهیژی او د جنرال رازق خبره بالکل صدق کوی.

    عطا پخپل دی بیان سره خپل حرام نمکی یو حل بیا ثابته کره .
    و نظار توطیه گره او بدنامه کری به 6یچ وخت د دی هیواد لپاره شه نیت ونه لری او نه به په درد وخوری .

  8. ددى لنډغرودسره صرف او صرف د اسلامى امارت چارواکى پوهيږى بل څوګ نه چى يو ځلى يي بيا د خپلو ښځو سره يو ځاى په کوټه را ايسار کړى تر څو يو ځل بي ورته وښيي چى لنډغرو دا مو زور او دا مو وس

  9. موږ ته دین په هره برخه کی کامل هدایات او لار ښوونی لری،کرزی صاحب د پښتنو د نماینده په حیث د بن په انحصاری تړون کی ګډون کړی چه اصلا ددی پوزیشن رایی ددوی په مینځ کی عبدالستار سیرت ګټلی وی خو د انحصاری مقاصدو د لوبو لپاره جناب کرزی مناسب تشخیص شوی وو ځکه چه سیرت صاحب عالم ،باتجربه او د ظاهرشاه وزیر عدلیه پاتی شوی وو نو دلوبیدو چانس یی کم وو .
    خلاصه د بن تړون څه چه راوړل دادی همدا اوس ټول پری شاهد یو او وروڼو او خویندو هم پری ولیکل ، زیږندی یی ټول افغانستان لړلی او بیا د غیرتی او معزز قوم چه تل یی د افغانستان او دملت د عزت ساتنه یی کړی دوژنی او تباهی تړون وو چه د معامله ګرو له خوا یی تطبیق تر ننه روان او خارجیانو ته یی هم دی تړون حق ورکړی چه څومره وژلی او ریبلی شی صرفه دی نه کوی .
    ددی تړون یوه انحصاری،غیرملی او په فساد او جنایت پړسیدلی څیره شاغلی نور دی چه ملی ګټی هیڅ نه پیژنی ،هر ډول فساد او جنایت دده په ولایت کی ترسره شوی له قتل نه نیولی تر ښځو خرڅولو او نور رذایل هیڅ کمی نلری چه یو څه یی مطبوعاتو ته هم راوتلی او ډیر یی لا هم افشا شوی ندی.
    نو آیا انحصار کمال دی که ظلم؟
    ددی تنظیم تسلیحاتی مسابقه د ملت د ننه،د څه لپاره؟
    تیر ۱۵کاله، لوی دولتی غله څوک دی؟
    دتلین او نورو مناسبتو نه د خلکو آزار او حتی قتل او امن اخلالول جهاد او خدمت دی که فساد او جنایت؟
    څوک چه د حساب نه ، ډاریږی هغه څوک دی؟
    دیته ورته نور په سلګونو سوالونه ملت سره مطرح دی خو په دی حدیث شریف به خبره ختمه کړو چه:
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام

  10. کر زاى خوله سره خطا وتلۍاولا هم اوځى دۍ دداسى خلکو محفل ته اوهغه هم دداسى خلکو محفل ته چه دده له،نامه څښه په استفادى يي دچوراوچپاول نغارى وهلى او واي چه افغانان نه دى اومىلمه پالنه خودافغانانوخصلت دى.له دىوروسته د پأم کوى اوخپل اب خور د نه غلطوى.

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *