تاند – د حکومت دوو جګپوړو چارواکو، د اجرايي رييس دوهم مرستیال او د بلخ والي له حکومته وغوښتل چې د ملي جنبش مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال پرېږدي چې هیواد ته راستون شي.

محمد محقق او عطا محمد نور، چې په عین حال کې یې له عبدالرشید دوستم سره په ترکیه کې د حکومت په مخالفت کې ايتلاف جوړ کړی، نن /سې شنبه/ په مزارشریف ښار کې وویل«موږ افغانستان ته د لومړي مرستیال ولسمشر د بې قید و شرطه راتګ او د مرستیال ولسمشر په توګه د نوموړي د کار د بیا پیلېدو غوښتونکي یوو.»

دوې اوونۍ وړاندې یوه الوتکه، چې ویل کېږي جنرال دوستم پکې سپور و او له ترکیې څخه یې مزاشریف ښار ته راوست، پرې نښودل شوه چې د مزارشریف پر هوايي ډګر کښېني.

دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن دی او په دې لړ کې یې دوسیه د څارنوالۍ له لوري بشپړه شوې او محکمې ته سپارل شوې ده.

په غونډه کې عطا محمد نور ارګ پر قومپالنه تورن کړ او محقق ادعا وکړه چې ولسمشر غني واک په خپل انحصار کې اخیستی دی.

ویل کېږي چې د افغانستان پر حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري فشار دی چې باید دوستم د بشري حقونو د سرغړونې؛ په ځانګړي ډول د احمد ایشجي د قضیې په خاطر محاکمه کړي او که دا کار ونه کړي پر افغانستان به مرستې بندې کړي.

محقق غونډې ته وویل«زه له نړیوالې ټولنې، د امریکا له متحدو ایالتونو او اروپا څخه غواړم چې که جنرال دوستم بد سړی و، ولې تر انتخاباتو مخکې ښه و؟ که تاسو یې مخالف یاست ولې مو تر انتخاباتو وړاندې د لومړي مرستیال ولسمشر په توګه ومانه؟»

ده په عین حال کې وویل چې د دوستم په قضیه کې د امریکا او اروپايي اتحادیې دریځ د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

راپورونه وايي، وروسته له دې چې له ایشچي سره د دوستم او د نوموړي د ساتونکو د بدسلوکۍ قضیه څرګنده شوه، د څه باندې ۱۰ هیوادونو سفیرانو له افغان چارواکو سره وکتل او د دې قضیې د جدي څېړنې غوښتنه یې وکړه.

دوستم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په موده کې هم د ورته تور له کبله ترکیې ته تبعید شوی و خو وروسته حامد کرزي د دې لپاره وباخښه چې په انتخاباتو کې د دوستم د پلویانو رایې خپلې کړي.

عطا محمد نور او محقق ویلي وو چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ايتلاف به په یوه ستره غونډه کې، چې تر یو لک یا څو لکه کسان پکې ګډون ولري، په کابل کې اعلان کړي.

دوی د افغانستان د ژغورنې د ايتلاف پر جوړولو له کمکي اختر وروسته په ترکیه کې موافقه وکړه.

One thought on “عطا او محقق له حکومته وغوښتل چې دوستم هیواد ته راپرېږدي”

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *