عطا محمد نور

تاند- جمعیت ګوند ته نژدې سرچینې وايي چې په حکومت کې جمعیتیانو ته د نورې ونډې د ورکولو لپاره د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي.

سرچینې ادعا کوي چې عبدالله عبدالله ونه کړای شول چې په حکومت کې د جمعیت ګوند «حق» ترلاسه کړي نو دغه ګوند وپتېیله چې عطا محمد نور له ولسمشر غني سره د ملي یووالي د حکومت او د جمعیت د ونډې په اړه خبرې پر مخ بوځي.

سرچینه وايي چې نور اجرايي رييس عبدالله عبدالله په حکومت کې د خپلې ونډې په اړه خبرې نه کوي او دا کار عطا محمد نور ته سپارل شوی او تراوسه د نور او ولسمشر ترمنځ د خبرو نتیجه هم مثبته ده.

د جمعیت ګوند دې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل چې ژر به د ولسمشر غني او عطا محمد نور ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شي.

ویل شوي چې جمعیت ګوند د کابینې په شمول د دولت په لوړو چوکیو کې د ونډې ترڅنګ په ملي او نړیوالو موضوعاتو کې د فعال حضور غوښتونکی دی.

په عین حال کې نور راپورونه وايي چې د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ اختلافات ختم شوي یا حد اقل ته رسېدلي دي.

عبدالله عبدالله په وروستیو کې د جمعیت ګوند د یو شمېر مشرانو تر فشار لاندې پر ولسمشر غني علني نیوکې وکړې.

د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور ترمنځ د اختلافاتو خبرې هم کېږي خو تراوسه باوري سرچینو دا ادعا تایید یا رد کړې نه ده.

4 thoughts on “عطا محمد نور د جمعیت ګوند د ونډې په اړه له ولسمشر غني سره خبرې کوي”
  1. سلامونه،
    متل دی” خلګو په کلي کښې نه پریښودهء، ده ویل آس مې د خان کره وتړئ!”
    ملا،مالِم اطا ءِ بینور(ځکه چې برق له ګاوڼډیو پخواني شوروي جمهوریتونو اخلي او پخپله به ېې بلونه هم نه تحویلوي!!) او ستمي،جمییتي ،مافیايي ،سرپرسته ډله او ټپله ېې لا تر اوسه د ده د خپلې مصاحبې په اساس چې بی بی سی فارسی سره ېې کړې وه (او هغه نطاق پرې د میلیاردونو غلاوو او خوردوبورد لستونه راویستلي ول ، او ده ويلي و چې هر چا ثابته کړه زه مې دا ټوله دارايي ” مې بخچمش!” )؛ د دې پر ځای چې هاغه دجهادي استادۍ! تنخاګانې ،او د شهیدو طالبانو میراثونه د قندز، سرپل، فاریاب، بدخشان او نورو ولایاتونو بې ځایه شویو ا و بیګناه وژل سویو ملکي کورنیو باندې ببخشچد!، لا نور هم غواړي؟.
    تر ټولو بده ستراتېژي چې له فقیدانو نه ېې نیولې تر اوسه د ایرنو-تاجکستیان-و-پنجابو-آیاسای-و و.غ. په لمسونو د افغان او پشتون ضد کړء وړء ېې تر عودولا مودولا، بسم پښقل، قانوني او شه هکومتدار قاچاقبر+کابل بانک فیروزي …ا.دن. کې ښکیل د وهشت ملي په ۸۰% ناکامو وڼدو لا نور هم غواړي؟؟
    بې غ. غني خو له اوله خلکو سره دروغ او دوکه وکړله او که اوس چې(خلک خپل پور غواړي او کلمرګانان لا نور!!) ، او دا سرپرستان او زیرفرستان! نور هم بې-مسولیته وسله وال کوي ؛ ۵۶ میلیونه پښتانهء به ېې سیل کوو، او په خدای ج. به مو سپارو!.

  2. ولسمشر باید غلو ته نور واک ورنه کړي. دا څه یې چې ورکړی دی دا یې هم ښه نه دي کړي. دا خلک د ملت قاتلان، جنایتکاران او خاینان دي.

  3. عطا جانه !جمعیت ټول افغا نستان نه دۍ ،سر د خلاص کړه ، په افغا نستان کې پرته له جمعیته ډیر لوی لوی او افغا نستان شمو له ګوندونه شته ، چې ونډه یې په نظام کې له نشت سره برابره ده ، خبره دلته دا ده ، چې د جمعیتیا نو سترګې دو مره سپینې شوې ، چې ۹۰ فیصده نظام یې په ډیفکټو شکل تر لا سه کړۍ خو بیا هم له بیشر مۍ او بیحیا یۍ څخه په استفادې نه غواړي خپل واک له لا سه ور کړي ، ضیا مسعود په ډیره بیشر مۍ وايي له طا لبا نو سره چې صلحه کوۍ په نظام کې خو نور کنجا یش نشته چیرته ځای ور کوۍ، نظام خو ټول تاسې اشغال کړۍ د مخا لفینو جنګ په همدې خا طر دۍ ، چې تاسې په هر څه خيټه اچولې هر څه مو انحصار کړي ستا سې انحصار ما توي هغه متل ده وایي توري پور غواړي ځا ځي نور غواړي، بس ده بیشر مي هم حد لري

  4. د د. اشرف غنی او نورو مؤمنو حکامو او متقی علماوو د جدی پاملرنی لپاره لاندی ټکی مؤمنانه قضاوت غواړی:
    لمړی : ا. نور چه ځان د جمعیت او شورای نظار با صلاحیته نماینده بولی نو منحیث مجاهد باید ټول هغه میلیونی او میلیاردی غلاوی چه تیرو ۱۵ کلونو کی د دوی ارکانو کړی باید ټول حساب ته حاضر کړی.
    دوهم : کوم قتلونه ، غصبونه ، پوستی او ولایت خرڅول چه ددوی غړی ور کی ملوث دی مجرمین او جنایتکاران دی نه حمایه کوی او ټول دی مردانه وار قانون ته وسپاری .
    دریم : د بن د سقاوی انحصاری تړون نه په ګټی سره چه د ملت حق او برخه یی غصب کړی باید ملت ته حواله شی .
    څلورم:امنیتی قواوی دی له تنظیمی ملیشو پاکی شی او قاتل او غاصب ملیشی چه د اربکیانو تر نامه لاندی ددوی پلید اهداف پلی کوی باید منحل او محاکمه شی.
    پنځم : هیڅ تنظیم د دومره فساد او جنایاتو سره مشروعیت نلری او دا ډول معامله ګر او مفسد تنظیمونه باید غیر قانونی اعلان او قانون ته وسپارل شی او دا نتخاب حق هم د دوو دورو لپاره تری سلب شی ترڅو زموږ اداره پاکه او د ملت خدمت ته چمتو شی
    په ټوله دنیا کی د احزابو لپاره دا قوانین شته ورنه فساد به تل حاکم او افغانستان به د مفسدو ډلګیو په فارم بدلیږی.

ځواب ورکول جمیل خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *