تاند- د بلخ والي عطا محمد نور د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو پایلو د وخت له رانژدې کېدو سره د بلخ ولایت له اجرايي چارو لاس واخیست.
عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند یو مشر او پخوانی قومندان دی، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله کلک ملاتړی او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړی دی.
راپورونه وايي چې ښاغلي نور دولتي دنده د انتخاباتو د پایلو تر څرګندېدو مخکې ترمخکې پرې اېښې او اوس د بلخ ولایت چارې د والي مرستیال ظاهر وحدت پر مخ وړي.
ګومان نه کېږي چې د اشرف غني احمدزي د واک ته رسېدو په صورت کې عطا محمد نور د بلخ والي پرېښودل شي. ښايي همدا علت وي چې ښاغلي عطا، مخکې تر دې چې برطرفه شي، په خپله دنده پرې اېښې ده.
د بلخ د والي مرستیال ظاهر وحدت وايي چې په دې نه پوهېږي چې ولي عطا محمد نور دنده پرې ایښې او صلاحیت یې ده ته پرې ایښی دی.
همداراز راپورونه وايي چې د بلخ والي مرکزي حکومت ته رسماً استعفا نه ده ورکړې.
له همدې کبله د عطا محمد نور له لوري په خپل سر د دندې پرېښودل د نوموړي تېښته بلل شوې ده.
خنكه حاضر شوي دي جه دمزار شريف باجاهي خوشي كري
نه بوهيزو جه محترم ريس صاحب جمهور به دي هكله خه تصميم نيولي او درسانو لخوا به دي هكله هيخ خبر نه دي خبور شوي دي.
سلام هيوادوالو !
والى صاحب خوويل ( كه جوى خون جارى ميشود) اوس خو به كولاب كى سورى لتوى يو متل ده چى وايي: دغله په غره كى حًاى نشته اوس به معلوم شي چى عطامحمد نور په مباركو قدمو حًوك قدم ژدى او ده ته وفادار ده. تاسي به نژدى ووينى چى دغلو په دله كى حًومره درزونه پيداكيژى الله دى په دى مظلوم ملت رحم وكرى اوموژدى له داسى بيعزته مجاهيدينوحًخه ديمى خلاص كرى. امين .
دا لوی غل چی ځان یی د کونډو یتمانو او ټول ملت په وینو میلیونر کړ باید پری نه ښودل شی چی له هیواده بیرون لاړ شی تر څو چی ورسره حساب او کتاب نه وی شوی.
دا لوی غل چی ځان یی د کونډو یتمانو او ټول ملت په وینو میلیونر کړ باید پری نه ښودل شی چی له هیواده بیرون لاړ شی تر څو چی ورسره حساب او کتاب نه وی شوی
له خدایه خیر وغواړی. داسی نه چې تر دی چاني او بدتره سړی راشي او بیا تر اوسه خو دی له دندی رسمی لری شوی هم ندی
وس دحساب وخت رارسیدلی دی باید هر یودوخت ظلم دافغان مظلم اولس ته حساب ورکړی
دی دولت او امنیتی اداره نه غوارم جه دغه د افغانستان د مال حساب ورسره وشی اجازه دی حروج ورته وکرل نشی دغه سری تشی
اوس مجبور دی چه پښی سپکی کړي. خو خیر ډیر ښه یی کړیدي. موږ هم داسی ملی خاینانو او تعصبګر خلکو ته ضرورت نلرو
عطا یو علمی شخصیت نه دی دا یو لو چک قومندان و او خوشبختانه دی دوی په تیم کی هوشیارسری نشته
ابدال