تاند- د جمعیت ګوند اجرايي ريیس عطا محمد نور د ولسمشر محمد اشرف غني د غندنې په اړه د اجرايي رییس عبدالله عبدالله د څرګندونو ملاتړ وکړ.

نور، چې ویل کېږي د بلخ ولایت له سرپرستۍ برطرفه شوی، د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله له څرګندونو وروسته په یوه لنډه خبرپاڼه کې وویل«زه د اجرايي رييس د نن ورځې د دریځ ملاتړ کوم چې په لړ کې یې ده د خلکو د غوښتنو او هیلو په باب زغردې څرګندونې وکړې.»

ده همداراز هیله څرګنده کړې چې د عبدالله عبدالله څرګندونې به تش شعار او د خلکو د غوسې د سړولو په هدف نه وي بلکې دریځ به یې غوڅ او جدي وي.»

نور همداراز ویلي، ولسمشر غني باید پر هغې سیاسي موافقې غور وکړي  چې پر اساس یې د ملي یووالي حکومت جوړ شو او باید ټولې پرېکړې د دوه اړخیز تفاهم له مخې وشي.

ده خبرداری ورکړ چې یو اړخیزې پرېکړې به د هیچا په ګټه نه وي او هیواد به د بحران لور ته یوسي.

پرون افق نیوز خبري اژانس په یوه راپور کې وویل چې عطا محمد نور د بلخ ولایت له سرپرستۍ څخه لېري شوی دی خو دا خبر تراوسه پوري د دوات رسمي سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.

3 thoughts on “عطا محمد نور هیله څرګنده کړه چې د عبدالله څرګندونې شعار نه وي”
  1. دا چی اوس
    اشرف غنی د پاکستان سیاست له ماتی سره مخ کر نو اوس هغوی د اشرف غنی باندی فشار یعنی اول په مهاجرینو او اوس د عبدالله په واسطه غواری چی غنی باندی فشار راوری. که باور نه لری نو داکتر نجیب چا ووژلو دا واضح دی پاکستان د طالبانو په واسطه خو اوس کومه دا کار نشی کولی د عبدالله په واسطه غواری دا کار وکری.

  2. په هېواد کې ویني بهیږي او د زلمیو ککری خاوري کیږي میندې بوریږي ماشومان یتیمان کیږي خو دوی اوس هم په دې سره رټ دي چې ما سره مشوره نه کیږي خدایا نور مو په حال رحم وکړه

ځواب ورکول سپین غر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *