عطا محمد نور

تاند- د بلخ سرپرست والي او د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور نن /دوشنبه/ وویل چې د حکومت او اسلامي حزب د موافقې ملاتړ کوي.

ښاغلي نور، د اختر په مناسبت په وینا کې وویل، وروسته له دې چې د حزب او حکومت په موافقه کې د بدلون په اړه جمعیت ګوند ته ډاډ ورکړای شو، دغه ګوند د دواړو خواوو د موافقې ملاتړ وکړ.

ده ونه ویل چې په موافقه کې څه تغییر راوړل شوی او کوم وړاندیزونه ده د جمعیت ګوند په استازیتوب په موافقه کې زیات کړي دي.

خو د عطا محمد نور ویندوی منیر فرهاد وايي چې مخکې په موافقه کې درې مسلې نه وې یادې شوي خو اوس دا درې مسلې پکې زیاتې شوي دي؛ یو د حزب اسلامي له لوري د افغانستان د اساسي قانون منل، د حزب د کسانو له لوري د وسلو سپارل او له تروریستي ډلو سره د حزب اسلامي د اړیکو شلول.

تر دې مخکې ولسمشر غني د سولې په لاره کې خنډ اچوونکو ته خبرداری ورکړ ویې ویل چې خنډ اچوونکي به ولس ته څرګند کړي.

2 thoughts on “عطا محمد نور وايي، جمعیت ګوند د حزب او دولت د موافقې ملاتړ کوي”
  1. لنډ لغرو ته خدای ورکړی ده څه چی زړه غواړی هغه کوي نور د دغه وطن په حال خدای تعالی ورحمیږی. حزب اسلامی چی افغانستان کي یوه مطرح او قوی ګوند ده په راتګ سره د جمعیت لنډ لغرو زور مات شي او سیاسی قدرت کي به هم اساسی کموالی راشي نو همدا اندیښني دي چي جمعیت نه غواړی چی په افغانستان کي سوله راشي ځکه سوله کي د دوی تاوان او د پښتنو ګټه ده.

  2. جمعیت او حزب سره غوښه او چاړه وو ، دغوښی او چاړه حزب سره یی کله هم موافقه نه کوله ، اوسنی حزب تعقیم شوی حزب دی ځکه یی ورسره موافقه وکړه ، یعنی نه یواځی دا چه ویره تری نه لری حتی حزب ورته ګته لری ځکه یی ورسره موافقه وکړه او هغه ګټه دا ده چه حزب د دوهم اشغال وخت کی د انګریزانو په دستور او حکومتیار صاحب په خوښه دحکومت دننه او د اشغالګرو سره د تش په نامه مجاهدینو په نوم وویشل شو ، په دی کاری مجاهدین پوه شول مجاهدینو ورسره مقاطعه وکړه ، اشغالګرو ته د حزب نوم او خپله حکومتیار اهمیت درلود نوی مجاهدین ( اربکان ) یی ورته واک کی ورکړل ، د هغو له معاشو او وسلو یی غلا کوله هغه یی واپس د محلی پولیسو سره یوځای کړل چه د وحشت له امله یی د اولس زیاته برخه په لوی لاس د طالبانو سره یوځای شوه .
    دا ځل یی ورته د داعشی ملیشو مشری او قومانده ورکړی مګر معاشونه او وسلی به ورته د اشغالګرو له خوا ، روزنه او قومانده به ورته د حزب له خوا ورکول کیږی د همدی امله د شهرکونو په ځای ورته د داعشی ملیشو د روزنو او اکمالاتو د پاره د اشغالګرو نظامی بیسونه په واک کی ورکوی ،
    شمالی ټلواله لږه په ویره کی ده داسی نه چه حزبیان د شمالی ټلوالی په ضد ونه کارول شی دوستم هم د حکومتیار د فرهننکی شوری پخوانی ملګری دی .
    فکر کوم غنی یا نورو ورته اوس قناعت ورکړی چه که حزب دشمن هم شی تر طالبانو درته ښه دی

ځواب ورکول خپلواک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *