تاند- د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله یوه مهم ملاتړي نن خبرداری ورکړ چې که د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې د دوی په خوښه برابرې نه وې نو پلویان به یې د اعتراضونو لپاره سړکونو ته راووځي او دولتي ودانۍ به ونیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د بلخ والي عطا محمد نور، چې د عبدالله عبدالله پلوی دی، وویل، که د رایو د تفتیش په بهیر کې د اشرف غني احمدزي دوه ملیونه رایې باطلې نه شوې څو عبدالله عبدالله بریالی شي، ناکرارۍ به پیل شي.

ده په عین حال کې وویل مخالف حرکت به وسله وال خوځښت نه وي«دا وسله وال مقاومت نه دی خو د خلکو د حقونو لپاره یوه مدني مبارزه ده.»

عطا محمد نور له دې سره سره چې خپل حرکت ته د مدني مبارزې نوم ورکړ، دا هم وویل چې پلویان به یې دولتي ودانۍ ونیسي.

نور په مزارشریف ښار کې خپلو پلویانو ته وویل:«که زموږ غوښتنې ونه منل شوې، موږ به وروستي انتخاب ته مجبوره شو چې هغه د دولتي ودانیو نیول دي.»

عبدالله عبدالله اصرار کاوه چې د انتخاباتو په لړ کې درغلۍ دې د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو له لوري تفتیش او وڅارل شي، اوس د تفتیش نتیجه نه مني او وايي چې د تفتیش په لړ کې د دوی غوښتنې نه دي منل شوي ځکه د انتخاباتو نتیجه نه مني.

6 thoughts on “عطا محمد نور وايي، که د انتخاباتو نتیجې زموږ په خوښه نه وې دولتي ودانۍ به ونیسو”
  1. کتاب به هرڅه وایی خو که ګل مرجان یی ومنی.
    هغه چی بی له څوکی نه نعوذ باالله خدای هم نه پیژنی. څنګه به حاضر شی چی حق ومنی؟ فقط د افغانستان د خلکو اتحاد او ورورګلوی کولای شی چی د کبرجنو ، کوڅه ډبو او اوباشانو خوله ورماته کړی. په بدمعاشانو باندی باید چی ملی او بین المللی فشار زیات او د فعالیت عرصه ورته تنګه شی.

  2. ډیره دشرم خبره ده خودا دمزارشریف جټ ګناه نده دجټانو وظیفه مرداګوی ده مشر یی کومی نخری ونکړی چه دا جټ به یی نکوی مشر یی په سیاست کی هم ناز او نخری کوی دولت او سیاست نخریکوی دماشومانو کار ده خیر ده انشاالله دتباهی او ورکیدو نیټهیی پوره شویده

ځواب ورکول Sahak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *