تاند- عطا محمد نور د بلخ له ولایته د استعفا کولو خبره رد کړه، ویې ویل دا راپورونه بې اساسه دي خو دا یې تایید کړه چې له هیواده وتلی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د بلخ د والي مرستیال رسنیو ته ویلي چې عطا نور کار پرې ایښی او ده ته یې ویلي چې د ولایت چارې پر مخ بوځي.

د بلخ د والي مرستیال ظاهر وحدت، چې اوس د دغه ولایت د سرپرست والي په توګه کار کوي، دا هم ویلي چې د عطا محمد نور د استعفا په علت نه پوهېږي مګر ده ته یې ویلي چې نور نه غواړي د والي په توګه کار وکړي.

ښاغلي نور رسماً د سیمه ییزو اورګانونو ادارې یا ولسمشرۍ ته استعفا نه ده وړاندې کړې.

نور پر رسنیو تور پوري کړ چې په قصدي ډول یې بې اساسه راپور خپور کړی دی.

ده ویلي چې موقتاً له هیواده د درملنې لپاره وتلی خو بېرته به هیواد ته وګرځي.

ځینو رسنیو ویلي چې عطا محمد نور ازبکستان ته تللی او غواړي چې مسکو ته لاړ شي.

0 thoughts on “عطا محمد نور وايي استعفا یې نه ده کړې خو له هیواده وتلی دی”
  1. عتا جان هم د ببرک کارمل پیښی کوی، مګر څنی خلګ بیا وایی چی ممکن لندن ته لاړسی مګر کور یی به بلا ر نی هواد تاجکستان کی جوړ کړی دی. خدای مل سی زر دی ووزی.

  2. هو خلیفه عطا محمد نور استعفی نه ده کړی اما په سفر وتلی چی غواړی له مسکو سره مشوره وکړی . ځکه د ده د واکمنی وروستی شپی او ورځی دی که مسکو د پناه ورکولو توان ولری او ساتلی یی شی نو بل ځای ته به ضرورت نه وی.

  3. فکر کوم چی ښاغلی عطا محمد نور به د لاندی قضیی د حل لپاره چی متهم د ده د کورنۍ غړی به وی تللی دی:
    په مسکو کې یو افغان د لاروي بانک ماشین د غلا په تور ونیول شو
    Thursday, 7 August 2014 15:34
    تاند- روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې د مسکو پولیسو یو افغان مهاجر د اې ټي ایم (لاروي بانک) د ماشین د غلا کولو په تور ونیوه.
    د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د پولیسو په وینا د چهارشنبې په ورځ د لوېدیځ مسکو د یوه سوداګري بانک استازي شکایت وکړ چې سهار مهال د بولشایا فیلییوفسکایا په سیمه کې د دوی یو لاروي بانک غلا شوی دی.
    په دغه ماشین کې شاوخوا ۳ ملیون روبله (۸۳ زره ډالر) وې.
    پولیسو د شکایت له ترلاسه کولو وروسته یو ۲۸ کلن مشکوک، چې افغان مهاجر دی او له روسیې پناه غواړي، ونیوه. د لاروي بانک ماشین د دغه افغان د موټر په ټولبکس کې وموندل شو.
    د افغان مهاجر پر خلاف د جرم دوسیه پرانستل شوې او د جرم د ثابتېدو په صورت کې لږترلږه په دوه کاله حبس محکومېدای شي.

  4. داجه نور واءي ما استعفا نه ده وركر أودّ تداوي دباره خارج ته لار يم. لأندي سوالونه دجواب ور دي؟
    ١- ته اول شخص دمملكت ءي أويا بل خوك
    ٢- ته دجا به أجازه خارج ته تللي ءي
    ٣- ايا ته خودمختاره والي ءي او يا داجه دجا دلاس لأندي كار كوي
    ٤- كه مر يض ءي دكوم روغتون له خوا دتداوي دباره معرفي شوي ءي
    ٥-ايا تا دخبل سفر او مريضي به هكله دخبل مقام خخه بؤرته مقام ته كوم شفاهي او يا رسمي خبر ور كري ايا هغو أجازه در كري
    ٦-كه مو خبر نه دي وركري علت ءي واضح كره
    ٧ايا دي ته تمرد نه واي
    ٨-ايا ستا داعمل دريس جمهور به مقابل كي بي احترامي أويو بي اعتناءي عمل نه دي
    دا هغه سوالونه دي جه عطاي بايد جواب ءي وواءي خكه ده ويلي زه تداوي ته ولار يم بير ته راخم
    نور به دي هكله محترم رئيس صاحب جمهور شه بو هيزي او خبل قانوني تصميم او قانوني جلند به ورسره وكري

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *