عطا محمد نور

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي، د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به ځان کاندید کړي.

نور لومړنی کس دی چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره سر له اوس د کاندیداتورۍ اعلان کوي.

نور نن /یکشنبه/ په مزارشریف کې یوې غونډې ته وویل«د ګومارنو د ملي کمیسیون له ریاست سره لېوالتیا نه لرم. دوی راته د وزارت وړاندیز کړی خو ما رد کړی دی. که مې وکړای شول زه به ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړم.»

نور د فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه او د ملي یووالي حکومت مشران یې د امنیت په راوستلو کې ناکام وبلل.

«د روحي امنیت له نظره ، موږ د طالبانو تر دورې په بد حالت کې یوو.»

ده د هغه ايتلاف په اړه څه ونه ویل چې ده، محمد محقق او جنرال دوستم یې د جوړېدو اعلان له لوی اختر وروسته په ترکیه کې وکړ او ویې ویل چې ژر به دا ايتلاف په افغانستان کې دننه اعلان شي.

3 thoughts on “عطا محمد نور وايي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي”
  1. سخت ډیر مي ورته وخندل، فکر کوم چي افغانان به داعش ته رایه ورکړي خو نورصیب ته به یې نه کړي و.

  2. خطا ء بینور (بی برق!) دې اول ولس ته دخپلو میلیاردونو حساب ورکړي،
    بیا دې د ښاغلي آصف مهمند د غوږ خوړلو، وهلو،شکنجه کولو او د قضېې جریان کې د وژلو قصاص ورکړي ؛
    او بله مهمه دا چې پشتو(اوغاني) دې زده کړې او پښتنو ته قناعت ورکړي
    بیا دې د پریزیډڼټۍ د رسم معلمي خوبونه ویني!

  3. دا خنڅیر، غل، قاتل، چباولګر، ټوپکی ، غوږ خوړونکی، غاصب، د پښتنو قاتل دی بی غمه اوسی که یو څو دده په څیر خلک ورته رایه ورکړی نور خو په ده د ریاست جمهوری دروازه د هغه سر شی . چپراسی ګوره ریاست جمهوری او دده له ولایته خلک تر پزی راغلی دی خو د ایمان له ضعفه څه نشی ویلای

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *