عطا محمد نور

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي، ژر به له ولایته د استعفا په اړه پرېکړه وکړي.

ده وویل چې له خپلو سیاسي متحدانو سره په سلامشورو بوخت دی چې د بلخ ولایت له مقامه استعفا وکړي او د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته تیاري ونیسي.

ښاغلي نور چې نن /سې شنبه/ په مزاشرشریف کې د نوروز په مېله کې وینا کوله، وویل چې په لنډ وخت کې به خپل پلان اعلان کړي چې ایا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي او که نه کړي.

ده له ولسمشر غني مننه وکړه، ویې ویل«زه له ولسمشره په دې خاطر مننه کوم چې پر ما یې اعتماد وکړ او بېرته یې د بلخ والي وټاکلم. ژر به په دې باب چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړم او که ونه کړم، له خپلو سیاسي متحدانو سره مشورو وکړم او د بلخ له ولایته د استعفا په اړه به پرېکړه وکړم.»

د نوروز د جنډې پورته کولو په مراسمو کې د دوهم مرستیال ولسمشر سرور دانش او نورو دولتي چارواکو په شمول زرګونو افغانانو ګډون وکړ.

ښاغلي نور په خپل ولایت کې د پرمختیايي چارو یادونه هم وکړه ویې ویل چې اوس په دغه ولایت کې د ښه امنیت له برکته ۵۷ روغتونونه او کلینیکونه فعال دي چې له کبله یې په دغه ولایت کې پر ماشوم د میندو د مړینو شمېر خورا لږ شوی دی.

ده همداراز وویل، په ولایت کې یې ۲۸۰ فابریکې جوړې شوي دي.

ښاغلي نور پرون په خپله فېسبوکپاڼه کې ولسمشر غني، د ولسمشر مرستیالانو او د کابینې غړیو ته د نوي کال مبارکي ویلې وه خو د اجرايي ريیس عبدالله نوم یې نه و یاد کړی.

د عطا محمد نور دا پیغام ډېرو له عبدالله سره د ده د اختلاف د ډېرېدو ښکارندوی بللی دی.

One thought on “عطا محمد نور : ژر به د بلخ له ولایته د استعفا په اړه پرېکړه وکړم”
  1. if we compare mazari shareef city look beautifull from jalal abad/kandahaar&herat/nice clean city/streets/buildings/
    and peoples also have some jobs/
    I think attamohammed noor did some work for mazari shareef/
    BUT OPPOSITE JALAL ABAD CITY MORE DIRTY/
    JUNKE CARAGE ,FOOD SELLERS IN MIDDLE OF STREETS,
    SANITATION IS ZERO/
    INVIRONMENT IS READY FOR MORE DISEASE/
    MUJAHEED SHIRZAY AND OTHERS JUST COLLECT MONEY,

    I HOPE GULAB MANGAL SAEEB PAY ATTENTION/
    FOR CITY CLEANING/TRANSPORTATION/SANITATION/
    JOBS FOR PAPOLUTION/
    IMPORTANT IS THAT;PEOPLES MUST HELP IN CLEANING/
    EDUCATION IN T V NEED TO TEACH TO PEOPLES,
    THANK YOU

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *