عطا محمد نور

تاند- د افغانستان حکومت رسماً تایید کړه چې ولسمشر غني موافقه کړې چې عطا محمد نور یو وار بیا د بلخ والي شي.

ښاغلی نور له نژدې دوه نیم کلونو راهیسي د بلخ سرپرست والي و.

ارګ او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې تایید کړه چې ولسمشر غني د اساسي قانون د دوولسمې مادې پر اساس ستر جنرال عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه ټاکلی دی.

پرون په ولسي جرګه کې ښاغلي نور ته نژدې کس فرهاد عظیمي ویلي و چې ولسمشر د ښه نیت په توګه د بلخ د والي په توګه د نور له بیا ټاکل کېدو سره موافقه کړې خو نن د ولسمشر مرستیال ویاند له دې موضوع بې خبري څرګنده کړه او تقریباً هغه یې رد کړه.

ښاغلی نور له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ پوري د بلخ د والي په توګه کار کړی او راوروسته یې هم د دغه ولایت د سرپرست په توګه کار ته دوام ورکړی دی.

One thought on “عطا محمد نور یو وار بیا د بلخ والي وټاکل شو”
  1. دغہ ستر جنرال دافغانستان لہ کومی عسکری تعلیمی موسسے نہ دفراغت سند اخیستی دی ؟

ځواب ورکول M. Hashim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *