تاند- د بلخ والي عطا محمد نور په کابل کې د پنجشنبې د ورځې په حمله کې حکومتي کړۍ په لاس لرلو تورنې کړې.

د کابل په پرونۍ حمله کې د ډېرو راپورونو پر اساس ۱۸ تنه خو د ځینو له مخې ۹ تنه ووژل شول.

د حملې هدف غالباً د هغې غونډې برخوال ول چې د عطا محمد نور د پلویانو له لوري د نوموړي د ملاتړ لپاره راټول شوي ول خو امنیتي ځواکونو انتحاري حمله کوونکی پرې نښود چې د غونډې سالون ته ننوځي. له همدې کبله په دې برید کې تر ټولو زیات پولیس ووژل شول.

نور ویلي «له حکومت څخه، چې یوه ځانګړې برخه یې پخپله د دې پېښې د خبیثه کړۍ د ملاتړکوونکې او د دې پېښې د طراحانو په توګه پېژندل کېږي، تمه نه لرو چې دا قضیه دې تعقیب کړي، خو له ترهګرو او ترهګرۍ سره زموږ مبارزه  او زموږ عدالت غوښتنه او حق غوښتنه دوام لري او دا ډول چلندونه چې عوامل یې مشخص دي، موږ او زموږ خلک له خپلې لارې نه شي راګرځولی…»

ده یو ځل بیا په حکومت کې دننه کړۍ د هغو حملو مسوول بللي چې پخوا پر جمعیتیانو او هزاره ګانو شوې وې.

دې ته په پام چې د داعش تر رامنځته کېدو وړاندې په تېرو کلونو کې وسله والو طالبانو د شمال ايتلاف پر پخوانیو غړیو او چارواکو بریدونه نه کول، نور او د جمعیت غړي شک کوي چې دا بریدونه به ممکن د حکومت په همکارۍ کېږي.

خو د نور او نورو جمعیتي مشرانو دا ډول څرګندونې کېدای شي چې طالبان او داعشیان دا ډول نورو حملو ته وهڅوي څو د حکومت په منځ کې بدګوماني او اختلافات لا زیات کړي.

2 thoughts on “عطا نور حکومتي کړۍ د خپلو پلویانو د غونډې پر برخوالو د حملې تور ولکاوه”
  1. که د نور خبرې رښتیا وي ، پدې حساب د افغانسان په هرګوټ کې چې د پښتنو پرضد انتحاري حملې کېږي ، د جمعیت ، شورای نظار او د هغوی د پلویانو لاس باید وبلل شي.
    مګر حقیقت داسې نه دی.
    نور غواړي خپل انتحاریان په پیسو واخلي ، زمونږ بیګناه پولیس او د امنیتي ارګانونو منسوبین پرې شهیدان کړي او بیا د خپلو تبلیغاتو لړۍ جاري وساتي.
    دلته سوال پیدا کيږي چې طالبان ولې له نورو قومونو سره کار نه لري او یواځې پښتانه پرې وژني؟

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *