تاند، پنجنشنبه ، د اسد دریمه: د بلخ له امپراتورۍ څخه شړل شوی عطا محمد نور وايي، که اړتیا شوه د اوسني حکومت پر ضد به طالبانو سره ودرېږي.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ طلوع نیوز سره تازه مرکه کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده په هیڅ صورت به ورته د منلو وړ نه وي چې د ده په وینا اوسنی مستبد او دیکتاتور حکومت راتلونکو ټاکنو کې یو وار بیا د درغلیو په زور واک ته ورسېږي.

نور ویلي، که اړتیا شوه د دې کار د مخې نیولو لپاره به حتی طالبانو سره هم ودرېږي: (( که تقلب وشو، نو که په جنګ وي، که په بحران وي که په هر څه وي موږ به د ټاکنو پایلې ونه منو ان تر دې چې طالبانو سره هم یوځای کېږم))

نوموړی چې پاکستان ته هم دې ورځو کې نږدې شوی وایي، د دغه هېواد رول د سولې پروسه کې ډیر مهم دی: (( زه خپله د پاکستان ضد وم، خو اوس باید له پاکستان سره د ګټو په اساس د خبرو له لارې خپل مسایل حل کړو.))

عطا محمد نور یو له هغو کسانو څخه و چې په دې وروستیو کې پاکستان د خپلې بادارۍ په نوم اسلام اباد ته ورغوښتي وو او د سولې نمایشي غونډه کې یې کېنولي وو.

3 thoughts on “عطا نور: د حکومت په ضد به طالبانو سره یو ځای شم”
  1. ضرورت خو ډیر دی چی ورسره یوځای سی ځکه اوسنی حکومت ستا سرمایی او امپراطوری ته ډیر تاوان ورسوو،قدرت دی لاړ سرمایی دی کنګل سوی د خلکو وژنی ته لاس رسی نلری دریشی په شل زره ډالرو نسی جوړولی نو اوس درته پکار ده چی د طالبانو سره یوځی سی ځکه ته چی پاکستان ته تللی وی نو آی ایس آی درته سینه وډبوله چی همداسی وکړه په دی هر افغان بوهیږی چی د روس، ایران او پاکستان غلامان یاست . او امریکی ته مو هم اعتبار له لاسه ورکړ ځکه د هغوی نه مو هم په ډیره لوړه پیمانه ډالر غلا کړی

  2. یو له هغو کسانو چی؛ من جاهد فی سبیل الاموال؛ او ورسره یی ضدوضدبازی کی ژوند تیر کړی د رئیس جمهور د ویاند په خبره مجاهدیکه در جهاد سرمایه دار شده، هغه عطا بای دی چی اوس د سرګردانی شپی او ورځی تیروی او بیا همدی ضد بازی د پنجاب او آی-اس-آی لومو ته برابر کړی نو ټول ژوند یی لکه بای ستړی او خدای ناراضه ، دی خپله شاهدی وایی ځکه خاین ،خایف وی خو دا ډول لجام ګسیخته ارتباطات باید حکومت عیار ،محدود او د ملی ګټو سره یی همغږی کړی ورنه هر د جهاد غل او ملی خاین به تښتی او د شر او فساد د مراکزو سره تړل کیږی او نور به ګواښی

  3. سعدي د خلیفه عطا بابکر خېل په باره کې څومره ښه ویلي وو:
    سعدیا شیرازیا پند مده کمزاد را
    کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استاد را

    په نورو خلیفه ګانو د بد نه لګیږي ، یو تعداد زمونږ د زماني عصري شوي خلیفه ګان لکه د برهان الدین رباني اولاده او خلیفه عطا بیا خپل ، ځان ، قوم او خپل اصلیت هېر کړی دی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *