تاند- په داسي حال کې چې د بلخ والي عطا محمد نور له زلمي رسول سره د خبرو لپاره کابل ته تللی، د وحدت ګوند مشر او د ولسي جرګې غړی محمد محقق وايي چې لا یې خبرې روانې دي.

ولسمشر کرزي پرون په بشکیک کې بې له دې چې د زلمي رسول نوم واخلي تایید کړه چې رسول د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید دی.

تر دې مخکې د بلخ د والي ویندوی ویلي و چې ولسمشر کرزي له عطا محمد نور څخه غوښتي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د لومړي مرستیال په توګه د زلمي رسول د ولسمشرۍ ملاتړ وکړي.

عطا نور ته د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال او محمد محقق ته د دوهم مرستیال ژمنې ورکړای شوي دي.

د بلخ د والي ویندوی نن وویل چې د عطا محمد نور او زلمي رسول ترمنځ نن هم خبرې کېږي او د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم شوی دی.

د ده په وینا ښايي دواړه خواوې د یوبل شرایط ومني او په نژدې راتلونکې کې رسمي موافقه وشي.

محمد محقق هم نن ازادي راډیو ته وویل چې له ولسمشر کرزي سره یې د دې موضوع په اړه د نظرتبادله کړې خو محقق وویل چې لا هم وروستۍ موافقه نه ده شوې.

محقق په دې اړه، چې ایا له زلمي رسول سره د ده او عطا نور یوځای کېدا دا مانا لري چې له عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني او صالح سره د دوی انتخاباتي اتحاد ختم شو، وویل: موږ د انتخاباتي اتحاد په خوښه دا تماسونه پیل کړي دي. وروستۍ پرېکړه به هم انتخاباتي اتحاد کوي.

داسي ښکاري چې په پخوانۍ  شمال ټلوالې کې شاملې ډلې د زلمي رسول ولسمشري ومني ځکه چې د دوی په ګومان زلمی رسول ډېر کفایت او د ولسمشرۍ په صورت کې به واک د مرستیالانو په لاس کې وي.

15 thoughts on “عطا نور له زلمي رسول سره د خبرو لپاره کابل ته تللی”
  1. دا هماغه زوړ تکرار دی چې ولس به بیا پرې ښاد نشي. داسې مولۍ به مونږ څه کړو، کرزی خو لا یوه نیمه ترخه خبره کوی، په رسول که خو ما د رسول یوه ترخه خبره هم اورېدلې وي، بس د پښتنو دې خدای مل شي. واک او صلاحیت به بیا د جنګسالارانو او اقلیتونو په لاسونو کې وي، څوک به پاس خولې ګنډي او خپل اصول به پرې مني او څوک به لاندې خولې ګنډي او خبرې به رسول صیب باندې مني.خدای دې کرزی په شرمونو وشرموي چې داسې انتخاب یې کړی دی. دا پست انسان ولې اشرف غني یا جلالي نه حمایه کوي؟

  2. Salamona Da Taand Tolo Kar Kawonko Ta,

    Wala Da Kho Deer Da Zhara Zay Day Che Zumlami Rasool Da Afghanistan Ayenda Raees Jamhor She Zaka Che Ma Ye Tar Oasa Pori Hes Khabari Nade Awredale Hata Awaz ye La Khalko Ta Deer na Ashna Day Da Pa Dase Hal Ke Che Day Felan Wazir Khareja Ham Day No Day Che Raees Jamhor She Sa Ghwa Ba Langa Ke Bas No Allah de Khair Kawe Par De Khwar aw Mazlom Melat Kashke Karzi Hakim Shojaye Entekhab Karay Way Aqalan Da Qatl aw Qetala Kho Ba Ye Las Akhestay Way Zulmai Kho Walaka Khpal Paza Ham Pakawalay Se Hay hay No Nor Ba Sa Wayo

  3. ستاسو تبصره باید د ویبپاڼې چلوونکی وګوري
    رایي خو هر وار امریکا جوړوي، هر ځل له جرمني نه ۲چنده د رایو ټکټونه چاپ افغانستان ته لیږدول کیږي، څو
    سندقونه د ټاکنو په شپه نوي ډک شي او سبا وشمیرل شي. لږ تر لږه باید د رایو سندوقونه ګردچابزره ۲۰-۳۰ سوري ولري او د هر کاندید استازي ورته خبل هبل قلف وروغورځوي، ډک سندوقونه باید سبا د اړوندو کاندیدانو په حضور او په عام علني محضر کې پرانستل او وشمیرل شي

  4. رایي خو هر وار امریکا جوړوي، هر ځل له جرمني نه ۲چنده د رایو ټکټونه چاپ افغانستان ته لیږدول کیږي، څو
    سندقونه د ټاکنو په شپه نوي ډک شي او سبا وشمیرل شي. لږ تر لږه باید د رایو سندوقونه ګردچابزره ۲۰-۳۰ سوري ولري او د هر کاندید استازي ورته خبل هبل قلف وروغورځوي، ډک سندوقونه باید سبا د اړوندو کاندیدانو په حضور او په عام علني محضر کې پرانستل او وشمیرل شي

  5. سلامونه هيوادوالو
    په عاميانه خبره زموژ افغانانو په تيره د پشتنو ورزي اوشپي بيا بوكي دي، د ظالمانو په دا ١٣ كلونو كي د كوم افغان درد درمان كه چه بعد له دي به يي وكي. الله ج دا ظالمان لكه نمرود او فرعون تباه كي او په افغانانو د الله ج خپل رحم وكي
    وسلام

  6. sa wowayo.. mong kalah da de rehbarano pa nazar ke insanan khkaro.. da tol masail serf da doy da gato lapara de. ka har yaw rashi da melat hes gham nashta wor sara. serf da zan gate pa nazar ke nese.. allah de doy ta awal hedayat woke. ka e hedayat pa naseb ke nave, nor de allah paak de afghan khowar melat da de be ehsasa rehbarano khlas ke. da khpal mofad lapara e pa mokhtalifo qawmono aw mokhtalifo samtone woweshalo. zamong pa wena ye tejarat shoro kare da. zmong pa sarono gate kave.. allah de pa de dunya worta saza warke. tol yaw qesm de. tol yaw moram lare. serf aw serf da zan gate

  7. سلامونه.
    زلمی رسول خو نه نر ده او نه خزه ده دا خو واضی خبره ده چه ریس جمهور راته امریکا تاکی خو مونز دومره ترینه غوارو چی یو نر دی زمونز ریس جمهور وتاکی و
    مننه

  8. زما په اند که اشرف عنی اویا هم جلالی وتاکی نو خه به وی معاونین یی که هر سوک وی پروا نه کوی

  9. No problem hwo ever support Zalmai Rasool or Atta. I appeal all pakhtoon leaders and pakhtoon people to please get united and never allowe these people to rule over you. please get united and Select one single pakhtoon leader and stand behind him to defeat this group of wolves. Please get united and stop this flood of killing of Pakhtoon. Please please get united and defeat this norther allaince.

    Liaqat

  10. مصلحت مآب صاحب مو ووس هم نه پریژدی او غواړی چی دخپل دو بدمرغه پاتی شوونی هریو معلم عطا او بدمرغه محقق په مظلوم ملت وتپی . او زه نه پوهیژمه چی دا کرزی پښتون او که ده پښتنو دښمن؟؟؟ جالبه خو دا ده چی ولی کرزی قیوم کرزی سره دغه جنایتکاران نه یواڅی کووی ، ممکن دا هم کوومه بل شیطانی لوبه ووی چی شمالی ټلوالی که بیا درز واچوی . الله مهربانه ده چی دغه توره لوبه ده د دواړو خواو په تاوان او ده ملت په ګټه تمامه شی. الله خو ده دملت ده کرزی ، معلم عطا محقق ، غټ پزی فهیم او نورو ملی خاینینو له شرخلاص کړ. یپښتانه باید دغه خایینه ډله وپيژنی او نور اعتماد په ونه کړی.

    په درناوی مسافر

  11. که چیری د ریاست پر چوکی کوم فارسی زبانه کښینستی نو دا به د پښتنو لپاره ډیره بده خبره وی په دی خاطر چی اوس لا ټولی چوکی تاجکانو نیولی که ریاست جمهوری ونیسی نو هغه وخت او اوس پښتنو په کار نده چی په قرار او بیغمه کښینی

  12. زما په فکر سره د کرزي صاحب زړه لا تراوسه هم په پښتنو باندي یخ شوی نه دی څکه اوس هم دی د خپلي ۱۲ کلنی تجربی نه په استفادی سره غواړی خپل هغه چلونه چه په دي ۱۲ کالونو کی په پښتنو باندی ترسره کړی دی نورو ته هم وروښایی او پښتلنه یو ځل بیا داسی استعمال کړي لکه څنګه یی چه په خپله دوره کی استعمال کړل. لنډ ډول دومره ویلی شم چه که دا ځل پښتانه په ځان پوه نه شول بیا یی همدا شان اشتباه وکړه دي ډلي ته یی رایه ورکړه نو بیا دی په خپل وطن کي ځان ته د پاسپورټ او ویزي غم هم وخوري. ځکه چه کرزی خو لا یو څو فیصده ښه وه په خبرو به یی ځان تیراولای شو نو زلمي رسول خولا خبري هم نه دي زده نو بیا به څنګه د پښتنو د غوښتنو غوښتنه وکړي . زه وایم چه پښتانه به له ملکه خارج کړي . بس د پښتون اولس څخه هیله کوم چه ځان ته خپله ايینده په خپله وټاکي.

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *