تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلانوي ځکه چې له دې پرته بله هیڅ پرېکړه د ده په وینا د خلکو د حق ساتنه نه شي کولی.

عطا محمد نور په یوه اعلامیه کې، چې په خپله شخصي ویبپاڼه کې یې هم خپره کړې ده ویلي:«له ډېرو هلوځلو وروسته چې موږ د حکومت، نړیوالې ټولنې او کمیسیونونو د قناعت لپاره د خپلو خلکو د حق د ترلاسه کولو په خاطر د خبرو له لارې وکړې، دې نتیجې ته ورسېدو چې باید هڅه وشي او د خلکو د حق د ساتنې لپاره هیڅ پرېکړه نه ښکاري. نو د مشروع او ولسي حکومت له اعلانه پرته بله چاره نشته.»

ښاغلي نور، چې د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم کلک ملاتړی دی، همداراز وايي:«موږ له همدې اوسه د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ مشروع حکومت اعلانوو او ځان د هغه پیروۍ ته ملزم بولو.»

له دې سره په یووخت عبدالله عبدالله خپلو یو شمېر پلویانو ته د لویې جرګې په خیمه کې لومړی د موازي حکومت د جوړولو پټکه وکړه خو وروسته یې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د پرېکړې لپاره درې ورځې وخت ورکړي.

عبدالله عبدالله دا هم وویل چې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ورسره نن خبرې کړي او په دې باور دی چې نړیواله ټولنه مثبت رول لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له عبدالله سره له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې په زغرده ویلي چې هیڅ موازي او غیرقانوني حکومت به ونه مني او که هرڅوک په افغانستان کې له قانوني مراجعو پرته واک ته ورسېږي امریکا به ټولې پوځي او اقتصادي مرستې پرې بندې کړي.

ښاغلي کیري خبرداری ورکړ:«په افغانستان کې د واک د قبضه کولو لپاره هر غیرقانوني اقدام به د دې سبب شي چې امریکا د افغانستان امنیتي او مالي ملاتړ پای ته ورسوي.»

ښاغلي کیري پر هغو څرګندونو هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړولو په اړه کېږي.

ټاکل شوې ده چې جان کیري د جمعې په ورځ افغانستان ته راشي او له دواړو کاندیدانو او ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي.

خو د بلخ والي عطا محمد نور وايي:« کله چې د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو او د درغلکرو د محاکمه کېدو لپاره هیڅ اراده نه وي له دې پرته چې خلک په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي، بله لار نشته.»

د بلخ والي پر ولسمشر کرزي او نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی د اقدماتو د نتیجو مسوولیت د کرزي، کمیسیونونو او نړیوالې ټولنې په غاړه دی.

ښاغلي نور په خلکو ږغ کړی چې کوڅو ته راووځي او د انتخاباتو پر نتیجې اعتراض څرګند کړي.

ده ویلي چې دوه نیم ملیون جعلي رایې صندوقونو ته د اشرف غني احمدزي په ګټه اچول شوي او که دا لېري شي عبدالله ګټونکی دی.

مخکې عبدالله یو ملیون رایې جعلي بللې وې، وروسته یې وویل چې نژدې ۲ ملیونه رایې ناپاکې دي.

عبدالله عبدالله وروسته وویل چې د ۱۱ محلونو رایې دې بیا وشمېرل شي خو د دوشنبې په ورځ دواړه انتخاباتي ټیمونه دې نتیجې ته ورسېدل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې دې د ۷ زره محلونو رایې د دواړو کاندیدانو او ملګروملتو تر څارنې لاندې وشمېرل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو رایې له سره شمېرلې چې څه باندې ۱۱ زره رایې یې باطلې شوې. په دغو محلونو کې د دواړو کاندیدانو تقریباً یو شان رایې باطلې شوي دي.

له دې داسي ښکاري چې که د نورو محلونو رایې له سره وشمېرل شي او ناپاکې رایې تصفیه شي بیا به هم د انتخاباتو په پایله کې بدلون را نه شي.

8 thoughts on “عطا نور: له ننه د عبدالله په مشرۍ مشروع حکومت اعلانوو”
  1. Pa hagha lar che molem ata rahi day hagha de qulqb pa taraf zi, nor de badmasahay wakht ter show. Us pa Ghani de Karzi fekar ma kawa, Generaal Dustam ham warsara pa sang kshe day.

  2. د دي إعلامي معلو ميزي جه عطا ياغي او قانون خلاف عمل ته ي ملا ترلي دمحترم كرزي خخه هيله كيزي جه قانوني عمل ورسره وشي بر علاوه به دي متحدين ي هم بايد عاجل أويو خاي ونيول شي او دمحاكمي ميزته ودر ول شي هر نوع سهل انكاري به داسي كارو كي خبله هم جرم بلل كيزي

  3. آزموده را آزمودن خطاست، ملت افغانستان میداند که شما خادم ملت نیستید بلکه ملت را برای رسیدن به پلانها و فوائد خود استفاده مینمائید، باخت تان سیلی محکم ملت بر چهره هایتان بود… مبارک تان باشد

  4. دافغانستان انتخابات لا دمخه مو ويلي وه انتخابات نه بلكي انتسابات دي فه هر صورت تقلب او در غلي نه يوازي دتداوم او تحول تيم كري بلكي د همفالني تيم كي هم در غلي شته لكن دمره اندازه سازماني شوي درغلي جه د غني تيم كري دمره عبد الله ندي كري لكن د كمو نستانو دا كوشش ده جه د يو دراز او طويل جنك شكه وروسته د مجاهدينو تولكي د صحني شكه لري كري او بير ته د وطن كوند فه راهنمائي قدرت ته ورسي كوشش وكري جه هرسو كيكي د ممونستانو مخه ونيول شي

  5. به این راهی کی میری این راه به ترکستان است :
    امپراتور شکست خورده وپالستیکی یی مزار حکومت اعلان می کند ؟؟ تقاضا ملت بت شکن افعان از جنرال دوستم معاوین اول ریاست جمهوری افعانستان این است که لطفآ راهای سرحدی به قلاب ببند د تا ملت به اسانی فاریان راګرفتار کند.
    دیو هیواد ځمکنی بشپړتیا په سوال نده ، د وینو په قیمت ده ، او دافعانستان د تهداب ډبره دنظار لنډغرو ،شیرزی او دعینو مینی کوڅه ډبو مالکانو ندی ایښی .
    – البته یهود صفته غله جاسوسان ډالرو داسی مستان کړل لکه خر چه په رشقه ماړ شی اوس یی خپی اسمان ته نیولی دی.
    – د افعانستان دکچره دانی ټیم دی سم په خلاصو غوږو واوری ، ناټو ډیره ستړی شوی ده ، نشی کولی دیو مفت خور جاسوس بی سواده لڼدغر ټیم ګټی دی ابد لپاره وساتی .
    زه منم که نور هیڅ نشی کولی او دا ځکه تاسی ملت مسترد کړی یاستی ، خو د هیواد انکشاف پروسه به ټکنی کړی او روانه غمیزه به نوره هم یوڅه اوږده شی . ولی په پای کی ماته رسوایی دمسترد ټیم په تندی کی لیکل شوی ده.
    اوس انتخاب په تاسو پوری اړه لری.

  6. Zoma khabare pashtoonafghan ta motawage dy. Awal kho ta pashtun na ye, zaka Pashtun de ghalaty lary aw ya besewada pashtun ye. De khalako rayo ta bayad ehteram wakre aw prady dol ta ma gadega.

  7. به نظر می رسد که معلم صاحب عطا محمد مثل قیل در بحران کشور مفاد مالیاتی مزار شریف را بدست می آورند ، گذشته از اینکه وی فعلا” در چوکی سلطنتی ولایت بلخ تکیه زده است و چطور این حرف های دور از منطق را به زبان می آورد . معلم صاحب باید بداند که کشور ما تنها مزار و پنجشیر نیست این جا ملت ها را در مقابل خود بیدار نکند که شاید برایش گران تمام شود . در محوطه ای مزار خواب کشیمیر دیدن کاریست تخیلی هیجکس به هیج عنوان نمی تواند که کشور را تجزیه کند، اگزگیرم که این کار هم به نقشه باداران شان شد شاید افغانستان شمالی و جنوبی نخواهد بود – فراموش نکنید که از این کیک بزرک هر همسایه ما یک پارچه ای بزرگی می خواهند و شاید سر سهم ها هم جنگ های خواهد بود که معلم صاحب عطا در این آتش به هم اولادش خواهد سوخت . ما یوگوسلاویا را بیاد داریم ! این حرف های مفت معلم صاحب به شان شما نمی خواند کمی استراحت کیند که خستگی جهاد تان برایت!!!!!!!!!!!

  8. تا د ایران روس، امریکا او پاکستان ګوډاګی مخکی لا د کرزی حکومت کله منلی وو او خپله خرمستی دی کوله چی نن به د احمدزی ومنی ته خو ټول عمر د پردیو غلام پاتی شوی یی او د هغو د غلامی نتیجه ده چی داسی بړبړ غپیږی خو نور دی وخت تمام دی او هحمدزی دی دی خرمستی ته نه پریږدی نو ته مجبور یی چی داسی خبری وکړی خو دا مه هیروه دا هیواد داسی اصیل بچیان لری چی تل یی ستا په شان خرمستانو ته د سر په کاسه اوبه ورکړی او د تل لپاره یی ستا غوندی خیالونه ګور ته د ځان سره وړی

ځواب ورکول M.y afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *