تاند، دوشنبه، اسد ۷مه:  د عطا محمد نور او حنیف اتمر تر منځ ژور اختلاف د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې کمپاینونه ځنډولي دي.

حنیف اتمر ته نږدې سرچینې وايي، قانوني، نور او ډله یې ټینګار کوي چې حنیف اتمر باید لکه څنګه چې عبدالله عبدالله ښاغلی انوارالحق احدي خپل اجرائیه رئيس اعلان کړ، دی هم باید عطا نور د کمپاین د پیل په مراسمو کې د افغانستان راتلونکی صدراعظم اعلان کړي، خو اتمر ورته ویلي چې دا هر څه به وشي خو تر ټاکنو وړاندې باید پښتنو کې رایه ورکه نه کړای شي.

دغه سرچینه زیاتوي، حنیف اتمر وروسته له هغې چې جمعیت سره یې د افغانستان د فډرالي کولو هوکړه افشا شوه او د پښتنو له سخت غبرګون سره مخ شو، اوس احتیاط کوي چې له جمعیت سره کړې ټولې هوکړې یې افشا نه شي.

حنیف اتمر تر دې وړاندې څو  مرکو کې ویلي وو چې عطا محمد نور به یې واک ته له رسېدو وروسته د حکومت اجرائیه رئیس وي، خو اوس نور او ډله یې ټینګار کوي چې اجرائیه ریاست معنا نه لري، بلکې اتمر باید سر له اوسه جمعیتیانو ته قسم وکړي چې د متمرکز نظام بدلون او د نور صدراعظمي به یې له بریا وروسته لومړني اقدامات وي.

د حنیف اتمر د ډلې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په تړاو تاند ته دا هم وویل چې ټاکل شوې وه اتمر او ډله یې نن دوشنبه د لویې جرګې خیمه کې غونډې سره راښکاره شي، خو عطا محمد نور حنیف اتمر ته ګواښ کړی چې له کړیو ژمنو ورسره وانه وړي او دی باید په لومړۍ غونډه کې خپل صدراعظم اعلان کړي، ګني غونډه به ترې جوړه نه کړي.

دا اختلاف دومره شدید شوی چې د اتمر له لوري خپرو شویو انځورونو کې حتی د نوموړي دوه ښاماران مرستیالان د محمد محقق او یونس قانوني عکسونه هم په کې نشته.

خو شنونکي وايي، اتمر هیڅکله له جمعیت او نظار شورا سره له کړیو ژمنو نه اوړي، بلکې همدا معاملې د دواړو ډلو تر منځ اساس جوړوي، اما اوس چې د اختلافاتو خبرې یې را ایستلې دي، دا د سولې او اعتدال ډلې مصنوعي اختلاف او د ټاکنو ګټلو لپاره یو سیاسي چال دی.

شنونکي زیاتوي، اتمر او ډله یې غواړي اتمر ته په پښتنو کې بایللی حیثیت بیا ور پیدا کړي او په دې توګه د پښتنو د رایو له بانک څخه هم په دې چل یو څه راټول کړي.

حنیف اتمر دافغانستان په وروستي ۵ کلن تاریخ کې له پاکستان، روسیې، ایران، محقق او جمعیت ډلې سره د معاملو او په حکومت کې دننه دسیسو جوړولو له کبله خورا مشهور شوی دی.

2 thoughts on “عطا نور پر اتمر غوسه دی، له ډېره قهره یې ورته کمپاین ځنډولی”
  1. ښه غیر متجانس ترکیبونه دی مګر که دوام یی شیطان علیه اللعنه تضمین کړی ،بقایی ممکنه نده
    تحسبهم جمیعا و قلوبهم شتی

  2. AFGHAN NATION MUST UNDERSTAND.
    ALL THESE ARE BUTCHERS FROM THE TIME OF HAMID KARZIS PRESIDENCY .
    THEY GIVE EXAM TO THE PEOPLES.

    HONOR DOCTOR ASHRAF GHANI RUN THIS COUNTRY ON THE GOOD DIRECTION.

    DO NOT GIVE VOTE TO ,BUTCHERS.

    FUTURE OF AFGHANISTAN IN THE YOUR HANDS.

    ASHRAF GHANI CAN DO GOOD FOR YOU.
    THANK YOU

ځواب ورکول KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *