اقبال

خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سی پهلی
خدا بندی سی خود پوچهی بتا تیرا رضا کیا هی

خودي د علامه اقبال په نظر

د علامه اقبال په شعرونو کې د خودي په اړه ډېرې خبرې راغلي دي، په ټولیز ډول د ده په ټولو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموز بېخودي کې د خودي په تړاو د شاعر نظريات څرگند شوي دي.

 پښتو پښتو تشریحي قاموس کې د خودي په تړاو راغلي دي: ( خودي کبر، غرور، خود خواهي، خود پرستي او بیداري ته وايي.)

په دهخدا کې د خودي په اړه راغلي دي: (د بیګانه برعکس، اشنا، اهل او نږدې ته ویل کېږي.) فارسی شعر دی: «چو خود را از نیکان شمردی بدی ـ نمې ګنجد اندر خدايی خودی.» سعدي وايي: «چو نیکت بګویم بدی می کنی ـ نه با کس که بد با خودی میکنی.» خو د علامه اقبال په شعرونو کې خودي له بلې زاويي تر څېړنې لاندې نیول شوی دی، د ده خودي د شاعر د عقايدو او نظرياتو له مخې  پیل شوې ده. د اقبال په شعر کې خودي هغه شعور ته وایي چې انسان پرې خپل ځان پېژني، ځان ته په اهمیت قایل شي، په ځان باور پیدا کړي او وروسته خپل هدف ته د رسيدو احساس پیدا کړي. هغه وایي چې خودي یوه رڼا ده، خو په مادي رڼاګانو کې هیڅ داسې رڼا نشته، چې د دې مقابله وکړي او خودي یو قوت دی، خو په مادي قوتونو کې هیڅ داسې قوت نشته چې د خودۍ د ټکر وي. دا هغه نوراني قوت دی، چې په انسان او د دنیا په هر څیز کې ښکاري.

په قران کریم کې د نفس په اړه ډېرې خبرې راغلي دي، اسلامي ارشادات انسان خپل نفس او دننني رغښت ته متوجې کوي او فکر کولو ته یې هڅوي.

د علامه اقبال د یو بیت مفهوم دی، وايي: انسان باید د خودي په مفهوم پوه وي او ځان پېژندنه یې دومره لوړو مدارجو ته رسېدلې وي، چې د تقدیر لیکلو مخکې، الله تعالی د خپل بنده نه پوښتنه وکړي چې ووایه تا ته تقدیر کې څه ولیکم.

خودي

د علامه اقبال په شعرونو کې خودي ځان پېژندل دي، د خودي مفهوم یوه پيچلې انسانې مسله ده، په خودي کې اساسي هدف د الله تعالی په اسرارو پوهيدل دي.

د اقبال له نظره خود په حقیقت کې د انسان نوراني جوهر دی، چې د انسان ارزښت ټاکنه او معیار ټاکنه د همدې خودي پواسطه کیدای شي، د خودي نُور هغه نوراني رڼا ده، چې په انسان کې وي، خو پالل کېږي او تربیه کېږي، کله چې انساني خودي په چا کې پيدا شي، نو بیا د ده ټولې اعضاوې سم کارونه کوي، د ده فکر، خیال او درک که ښه وي، نو د ده د خودي نماینده ګي کوي، کله چې د انسان زړه جوړ شي، د زړه نه هدف د انسان روح دی، نو بیا په ټول بدن همدا روح سمه مشري کوي او که چېرې روح جوړ نه وي، نو بیا د بدن ټولې اعضاوې سم کارونه نه کوي، وايي:

« یک شعاعش جلوه ادراک تو ـ جوهر نور است اندر خاک تو*  زنده یی از انقلاب هر دمش ـ  عیشت از عیشش غم تو از غمش* من ز تاب او من استم تو تویی ـ واحد است و بر نمی تابد دویی.»

علامه اقبال د شعر مفهوم دی: که چیرې انسان خپل دننني رغښت ته پام وکړي او دې فکر کې شي چې الله تعالی د ده داخلي توکي څنګه پیدا کړي دي، هره داخلي عضوه کوم کار کوي، نړۍ له دې دومره پرمختګ سره تر اوسه پورې په دې توانیدلې نه ده چې د انسان د داخلي عضوی په شان طبیعي عضوه جوړه کړي، که لږ فکر وکړو، نو په خپل نظام به مین شو، لیکن بعضې خلک خپل داخلي توکیو ته فکر نه کوي، کله چې یو انسان خپل داخلي توکو ته متوجې شي، نو په حقیقت کې د ځان پېژندنې لومړنی وخت پېلېږي. دی باید خپل ځان په ځان کې پیدا کړي، حقیقت او د الله تعالی اسرار او رموزونه په خپل ځان کې ولټوي او د الله تعالی قدرتونه دې په خپل خود کې وګوري، وايي:

« پیش تو آویزم این آئینه را ـ مثل گل از هم شکافم سینه را * می شوی زنجیری گیسوی خویش ـ تا نگاهی افکنی بر روی خویش * تازه سازم داغ های سینه ات ـ باز خوانم قصه پارینه ات

هغه انسان چې ځان ته متوجې وي، یا ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي، هېڅکله نه پست کېږي، خو پست انسان یا خراب انسان که ځان وپېژني، لوی انسان ترې جوړیدای شي او په ټول جهان تسلط پیدا کولای شي، وايي:

« خداخواهی به خود نزدیکتر شو ـ اگر زیری ز خودگیری زبر شود* ترا آسان شود تسخیر آفاق ـ به تسخیر خود افتادی اگر طاق

که غواړئ چې په کایناتو مشري وکړئ، نو لومړی باید مشري په ځان وکړئ، یعنې د کایناتو پېژندنې نه مخکې د ځان پېژندل مهم دي، وايي:

« می شود فرمانپذیر از دیگران ـ هرکه بر خود نیست فرمانش روان * مرد حق شو حامل اسرار شو ـ از خودی اندیش مرد کار شو

په حقیقت کې ځان پېژندل د نړۍ د اسرارو پېژندل دي او ځان نه پېژندل د نړۍ نه پېژندل دي، په دې اړه هم علامه اقبال وايي:

« تو خود را در ضمیر خود فرو ری ـ به خود رس از سر هنگامه برخیز»

علامه اقبال وايي: د انسان نه هدف هغه انسان دی چې انساني ځانګړنې ولري، د نړۍ ټول انسانان د انسان په نوم یادیږي، خو ډېرو کمو سره د انسان د نوم معنوي اړیکه جوړیږي، د مثال په ډول د یو کس نوم دی عابدالله چې معنا یې پرهېزګار دی، خو ټوله ورځ په منکراتو اخته دی، ایا د دې نوم معنا ده سره جوړیږي؟

دی وايي: د انسان صورت نه بلکې سیرت مهم دی یا ظاهر نه بلکې باطن مهم دی. د انسان د هستي اساسي مقام له خودي سره رابطه لري، په دې حقیقت هغه کسان پوهېږي، چې د خودي په معنا او مفهوم پوه وي او خودي یې په ځان کې پيدا کړې وي، وايي:

« هرچه می بینی ز اسرار خودی است ـ پیکر هستی ز آثار خودی است * آشکارا عالم پندار کرد ـ خویشتن را چون خودی بیدار کرد * غیر او پیداست از اثبات او ـ صد جهان پوشیده اندر ذات او»

دویم ځل پیدا کېدنه

علامه اقبال د نورو ژبو پوهانو سربیره د فارسي پوهانو او شاعرانو هم متاثره وه، چې له دې جملې یو هم مولانا جلال الدین محمد بلخي دی، د ده په شعرونو کې د مولانا د شعرونو اغېز لیدل کیږي، مولانا هم د خودي په اړه ډېرې خبرې درلودې او دی یې هم لري.

مولانا وايي: هر انسان باید یو ځل د والدینو او دویم ځل بیا پیدا شي، اول ځل پیدا کېدل یې جسمي دي چې د والدینو له جسم نه پیدا کېږي او دویم ځل پیدا کېدل د تقوا او تفکر له امله دی، د هر انسان ارزښت د دویم ځل پیدا کېدلو نه پیل کېږي، د دویم ځل پیدا کېدلو نه وروسته د انسان اختیار خپله انسان سره وي او دا اختیار ورته د ښې لارې ښودنه هم کړې ده.

علامه اقبال وايي دویم ځل پیدا کېدل په خپل خود کې سفر کول دي، د دې سفر معادل په ټول جهان کې سفر کول دي، دا هغه سفر دی چې پای نه لري، تر کومه چې انسان د روح درلودونکی وي، دا سفر به ادامه لري، د انسان حقیقي ژوند هغه دی او یا انسان په حقیقي ډول تر هغې ژوندی وي، چې په همدې خودي سفر کې اوسي. حقیقي مرګ د ځان په نه پېژندلو کې دی یا په نه خودي کې دی. د دویم سفر لویوالی د نړۍ له ټولو هستیو څخه دی، وايي:

« طریقش رستن از بند جهات است ـ کمال زندگی دیدار ذات است * تو را او بیند و او را تو بینی ـ چنان با ذات حق خلوت گزینی

علامه اقبال د ځینو نورو پوهانو او عارفانو په ډول د مولوي رومي پیروي کوي، خپل ځان هر وخت په سیر او سفر کې ګوري. خپل ټول عمر یې په مجاهدت او ځان پېژندنې کې تیر کړی دی.

د خودي لویوالی

علامه اقبال انسان د اضدادو مجموعه ګڼي، کله چې انسان د ځان پېژندنې په مفهوم پوه شي، نو بیا پوهیږي چې دی د اضدادو سره وخت تیروي او دغه ضدین د ده په خیر دي، کله چې انسان په دې پوه شي چې ضدین د ده په ګټه دي نو دغه د خودي لویوالی دی.

نړۍ له ضدینو جوړه ده او د علامه اقبال په شعرونو کې د ژوند او مرک فلسفې بیان هم شته. انجام او اغاز، هست و نست او بودي او نابودي هم ضدین دي.

د ژوند سره مرګ تړلی دی. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزي تړلي دي. که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، د دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو لومړۍ ورځې د هغې سره یو ځای پیدا کیږي او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ له مینځه ځي او مړ کېږي به. که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي. مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند وروسته له مرګه پیلېږي.که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې. کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی، نو د مرګ نه پس ژوند پیلېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي.

دغه ضدینو ته پاملرنه او په دې یقین درلودل چې دا ټول د انسان لپاره دي، په انسان کې د خودي عظمت دی، وايي:

« هنگامه افرنگی، یک جسته شرار من ـ چنگیزی و تیموری مشتی ز غبار من * خون جگر مردان، سامان بهار من ـ انسان و جهان او، از نقش و نگار من

د اسرار خودۍ  یو لوی مفهوم د اضدادو جمع په انسان کې ده، چې د اقبال په شعرونو کې دغه برخه ډېره ده.

په خودي باور درلودل

د علامه اقبال په شعرونو کې د خودي په تړاو ډېرې خبرې شته، دا د علامه اقبال د زړه وینا ده، دا هغه وینا ده چې د ده په ناشعور کې وه، نو له همدې امله ویلای شو چې ده په خودي باور درلود.

څوک چې خپله خودي جوړه کړي، کولای شي د کایناتو له اسرارو خبر شي، د ده او د الله تعالی تر منځ نزدیکیت پیدا کېږي، په خودي باور درلودونکي انسانانو له غیره شیانو نه بې نیازه وي، د ده راز او نیاز د الله تعالی سره وي، کله چې یو انسان په ځان باور پیدا کړي، کولای شي جهان ته تغییر ورکړي او د ده تاثیرات په نړۍ وي، وايي:

« خیمه را اندر وجود خویش زن ـ بگذر از دشت و در و کوه و دمن»

هغه څوک چې په ځان باور لري، کولای شي له خپل خوده ګټه واخلي او ځان و ټولنې ته خدمت وکړي، دوی هغه کسان دي چې په ډېرو تکالیفو خپلې ټولنې ته کار کوي او د افکارونو د نويوالي او همدارنګه هر ډول پلټنې ته یې ملا تړلې وي او په دغه لاره کې د هر ډول ستونزو سره مقابله کوي، وايي:

« جهان کهنه را باز آفریند ـ جوان مردی که خود را فاش بیند * که او با خویشتن خلوت گزیند ـ هزاران انجمن اندر طوافش»

مفهوم دی: هغه څوک چې په خودي(ځان) باور لري، دوی  د نورو د لاس امسا او خدمت کوونکي دي، دوی په ځان باور لري، د نورو منت پر ځای خپله کار کوي، خپله تکلیف تیروي او نورو ته هم خدمت کوي، وايي:

« نه پنداری که من پروانه کیشم ـ توان بی منت بیگانگان زیست * خود افروزم چراغ راه خویشم ـ اگر شب تیره تر از چشم آهوست »

د اقبال له نظره د هر انسان د ژوند ارزښت په ځان باور کولو پورې اړه لري، هر قوم د خپلې پوهې او په ځان باور درلودلو په صورت کې په خپلې ټولنې او ځان ته خدمت کولای شي، په ځان باور درلودل دي چې د نړۍ د کایناتو نه سمه ګټه اخیستلی شو او کولای شو چې له ټولو طبیعي حوادثو ځان بچ کړو، ټولنېزې ټولې ستونزې د انسان سره اړیکه لري، کله چې انسان جوړ شي، نو په ځان او خود یې باور پیدا کېږي، د ده په واسطه ټولنه جوړیدای شي، علامه اقبال په شعرونو کې ځوان نسل ته ډېر نصیحتونه دي، چې ځان جوړ کړي.

یوازې انسان نه، بلکې د نړۍ ډېر کاینات په خپل خود کې یوه انرژي لري او د همدې انرژي پواسطه نورو ته یې خیر رسېږي. د لمر او سپوږمۍ داخلي قوت دی چې انرژي ورکوي، دغه شان قوت د نړۍ په ډېرو شیانو کې شته، نو ویلای شو چې ژوندي شیانو لپاره په خودي باور درلودل مهم دي.

اقبال د انسان او حیوان تر منځ لوی توپیر د خودي په مستحکم والي کې ښيي او وايي: د انسان حقیقي بقا په خودي کې ده، څومره چې یو انسان په خپل خود باوري وي، په هماغه اندازه ازاد او اباد وي او دوی جهان هم ابادولای او ازادولای شي، که چېرې داسې انسانان په ځنځیرونو هم وتړل شي، نو بیا هم بندي نه، بلکې ازاد دي او که پاچاهان هم شي، نو بیا هم ازاد دي، اما هغه کسان چې په خودي باور نه لري او یا یې خپل ځان جوړ کړی نه وي، کله چې د دښمن لاس ته ورشي، نو بیا د هغوی تابع وي او کله چې پاچاهي ته ورسېږي، نو بیا د رزق او نورو دنیايي شیانو تابع شي، دوی په ځان باور نه لري، یوسف علیه السلام چې په خودي باور درلود، نو ده ته چقره څاه او سلطنتي دربار یو شان وه او دی هر چیرته ازاد وه، وايي:

« فضل حق داند اگر دشمن قوی است ـ هرکه دانای مقامات خودی است* از اسیری تا شهنشاهی خرام ـ در خودی کن صورت یوسف مقام * مرد حق شو حاصل اسرار شو ـ از خودی اندش و مرد کار شو * تو اگر خواهی جهان بر هم کنی ـ خویش را چون از خودی محکم کنی * گر بقا خواهی به خود آباد شو ـ گر فنا خواهی ز خود آزاد شو»

د ژوند فلسفه همدا ده چې خودي ته پاملرنه وکړو او په ځان باور ولرو، هغوی چې د خودي په حقیقت پوه شوي دي او په خودي ویسا لري، په عین وخت کې که کوچني دي، نو لوی ورته ویلای شو، وايي:

« ریزه الماس شو شبنم مشو ـ غافل از حفظ خودی یک دم مشو * سیم شو از بستن سیماب خویش ـ خویش را دریاب از ایجاب خویش * آشکارا ساز اسرار خودی ـ نغمه ای پیدا کن از تار خودی * از خیابان خودی گل چیدن است ـ زندگی بر جای خود بالیدن است»

خودي او خدای

خودي ځان پېژندل دي او د ځان پېژندل په حقیقت کې د الله تعالی پېژندل دي، نو د ځان پېژندلو لپاره د خدای پېژندل مهم دي، دا دواړه یو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.

علامه اقبال د خودي او خدای جل جلا له په اړه وايي: کله چې یو کس په ځان کې خودي پیدا کړي، نو الله تعالی ته نږدې کېږي، ځان پېژندونکی په حقیقت کې الله تعالی پېژندونکی وي او الله تعالی پېژندونکی په حقیقت کې ځان پېژندونکی وي، وايي:

« خودی را فاش تر دیدن بیاموز ـ اگر خواهی خدا را فاش بینی»

د علامه اقبال په نظر په حقیقت کې حقیقي ژوند په ځان پېژندنه کې نغښتی دی، د انسان روح د ځان پېژندنې له پېژندنې(شناخت) پرته په شان د مړي دی، حقیقي او تل پاتې ژوند هغه دی چې د الله تعالی په اوامرو کې وي او څوک چې د الله تعالی سره وي، په حقیقت کې هغه نه مړ کېدونکی او یا نه فنا کېدونکی دی، وايي:

« ورنه این را مرده آن را زنده است ـ روح با حق زنده و پاینده است * زیستن با حق حیات مطلق است ـ آن که حی لا یموت آمد حق است * گرچه کس در ماتم او زار نیست ـ هرکه بی حق زیست جز مردار نیست»

ځان نه پېژندنه

لکه څنګه چې ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي، همدارنګه ځان نه پېژندل د الله تعالی نه پېژندل دي، علامه اقبال په دې اړه وايي: د مسلمانانو وروسته پاتې کېدل، نه پرمختګ او بېلا بېلو ستونزو لاملونه ځان نه پېژندل دي، دا چې دننني او بهرني رغښتونه مو سم کار نه کوی دلیل یې ځان نه پېژندل دي، د بدن له ټولو اعضاوو سمه ګټه نه اخلو، وايي:

« هرچه می بینی ز اسرار خودی است ـ پیکر هستی ز آثار خودی است * تا شود آگاه از نیروی خویش ـ می کشد از قوت بازوی خویش»

په خودي کې مسلماني ده

اسلامیت او انسانیت یو د بل لپاره مهم دي، کامل مسلمان به ښه انسان د ټولنې وي، د مسلمان لپاره ځان پېژندنه مهمه ده، په دې اړه علامه اقبال وايي: د دین شرح او تفسیر د انسان د وجود د حقایقو پېژندنه ده، که انسان ځان پېژندونکی وي، نو حتمي به دین پېژندونکی هم وي او ښه دین داره انسان به ځان پېژندونکی وي.

په دین باندې باور درلودل په ځان باندې باور درلودل دي، که په دین داري کې حقیقي عمل نه وي او د عادت په ډول وي، نو دا بیا سمه دین داري نه ده.

علامه اقبال وايي: عادتي دین هغه دی چې د مجبورۍ په ډول وي، دا ډول دین انسان الله تعالی ته نه رسوي، بلکې له الله تعالی څخه یې لرې کوي، ترڅو چې انسان خپل ځان ته متوجې نه شي، یا په ځان کې خودي پيدا نه کړي، نو داسې دین او یا مسلماني ده ته ګټه نه رسوي، خو کله چې انسان د خودي او د دین په حقیقت پوه شي، لکه څنګه چې ځان ته متوجې وي، نو خپل دین ته هم متوجې کېږي، لکه څنګه چې له ځانه دفاع کوي له دینه یې هم کوي، حتی کله کله ځان له دینه قربانوي، وايي:

« جز به اعماق ضمیر خود مبین ـ فاش می خواهی اگر اسرار دین * این چنین دین از خدا مهجوری است ـ گر نبینی، دین تو مجبوری است * بر نمی آید ز جبر و اختیار ـ بنده تا حق را نبیند آشکار * مرد حق شو بر ظن و تخمین متن ـ تو یکی در فطرت خود غوطه زن * اندر این نی پرده اسرار چیست ـ تا ببینی زشت و خوب کار چیست * هم به جبرییل امین گردد قریب ـ هرکه از سرّ نبی گیرد نصیب * تا کجا در حجره می باشی مقیم ـ ای که می نازی به قرآن عظیم * نکته ی شرع مبین را فاش کن ـ در جهان اسرار دین را فاش کن * نکته ی دین مبین این است و بس ـ کس نگردد در جهان محتاج کس»

کله چې انسان په اسلامي او انساني ښیګڼو پوره شي، نو د دنیا چرخ فلک به د ده په چار چاپیره تاویږي، وايي:

« او حریم و در طوافش کائنات ـ فطرت او بی جهات اندر جهات»

هغه څوک چې د ځان پېژندنې نه منکر وي، نو د الله تعالی نه هم منکر وي او هغه چا چې ځان پېژندلی دی، په حقیقت کې یې الله تعالی پېژندلی دی.

اقبال وايي:حقیقي کافر هغه څوک دی، چې له حقه منکر وي او له دې بتر هغه څوک دی، چې له ځان پېژندنې منکر وي، په حقیقت کې حق په خودي کې دی او له خودي انکار، په اصل کې له دوو شیانو انکار دی: د خود او خدای جل جلاله نه، وايي:

« گرد خود گردنده چون پرگار باش ـ کم خور و کم خواب و کم گفتار باش * منکر خود نزد من کافرتر است ـ منکر حق نزد ملا کافر است * این عجول و هم ظلوم و هم جهول ـ آن به انکار وجود آمد عجول»

د علامه اقبال له نظره حقیقي مسلماني په ازادي کې ده او اصلي ازادي په ځان پېژندلو کې ده، ځان پېژندونکی انسان خپل تقدیر د نورو په لاسونو کې نه ورکوي.

د خودي آرونه

علامه اقبال د خودي بنسټونو ته اشاره کوي او وايي چې هر مسلمان انسان باید دغه توکي په ځان کې پیدا کړي، دغه توکي عبارت دي له:

په ځان باور: هر انسان باید په ځان باور ولري، د هر شي کامیابي د ده د ځان پېژندنې او په ځان باور سره په رابطه کې ده.

هیله او ارزو: هر مسلمان انسان باید دا هیله ولري چې خپل محبوب(الله تعالی) ته ورسېږي، که چېرې انسان د کوم شي ارزو ونه لري، نو هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي، په مجازي او حقیقي کارونو کې هیله انسان ته امیدواري ورکوي، ټول مادي او معنوي پرمختګونه او لاس ته راوړنې له هیلو سره تړلي دي، وايي:

« کاروانش را درا از مدعاست ـ زندگانی را بقا از مدعاست * اصل او در آرزو پوشیده است ـ اندکی در جستجو پوشیده است * غیرحق میرد چو او گیرد حیات ـ دل زسوز آرزو گیرد حیات»

عشق او مینه: د خودي له آرونو بله موضوع عشق دی، ځان پېژندونکی انسان په ځان مین وي او له عشق او مینې نه ډک ژوند درلودونکی وي، د ده په وجود کې عاشق او معشوق یو ځای وي، د علامه اقبال په شعرونو کې عشق د الله تعالی سره مینه ده، پښتو ژبې ځینو شاعرانو شعرونو کې هم د عشق له سمبوله ګټه اخیستل شوې ده، چې اصلي هدف ورنه هماغه حقیقي عشق دی، وايي:

« هم زمن می روید و هم می خورم ـ کان قندم نیستان شکّرم»

د خودي او د الله تعالی تر منځ محکمه اړیکه وي، لکه څرنګه چې ځان پېژندونکی د الله تعالی پېژندونکی او الله تعالی پېژندونکی ځان پېژندونکی وي، په حقیقت کې د ځان سره مینه او عشق د الله تعالی سره عشق او مینه ده.

کله چې انسان خپل داخلي رغښت ته متوجې شي او خپل داخل کې د الله تعالی قدرتونو ته پاملرنه وکړي او دی د الله تعالی په مینه مست او د کایناتو له اسرارو خبر شي، نو د ده د ځان سره مینه پیدا کېږي، وايي:

« که او پیدا و تو زیر نقابی ـ که راجویی چرا در پیچ و تابی * تلاش او کنی جز خود نیابی ـ تلاش خود کنی جز او نبینی»

د اقبال په شعرونو کې له عشقه حقیقي عشق هدف دی، چې راز او نیاز د الله تعالی سره وي او حقیقي هستي پرې ولاړه وي، په دې عشق کې د دواړو جهانو کامیابي ده، وايي:

« عشق را از تیغ و خنجر بـاک نیسـت ـ اصل عشق از آب و باد و خاک نیست * عشق هم خاکستر و هم اخـگر است ـ کـار او از دیـن و دانش بـرتـر اسـت* عشق سلطان اسـت و بـرهــان مبین ـ هـر دو عـالـم عـشق را زیــرنـگیــن * عشق مورو مرغ و آدم را بـس است ـ عشق تنـها هر دو عالم را بـس اسـت»

دا هغه عشق دی چې په عقل بهتري لري، په دې عشق کې ویره او شک وجود نه لري، دا عشق انسان ته عزم او یقین ورکوي، وايي:

« عقل را سرمایه از بیم و شک است ـ عشق را عزم و یقین لا ینفک است»

استغنا او سوال نه کول: هغه څوک چې په ځان باور ولري، نو هېڅکله د الله تعالی پرته بل چا نه سوال نه کوي، د ده سترګې باید مړی اوسي او قناعت کوونکی وي، سوال کونه له انسانه ګېدړ جوړوي او استغنا انسان ته د زمري قوت ورکوي، وايي:

« گشته یی روبه مزاج از احتیاج ـ ای فراهم کرده از شیران خراج * اصل درد تو همین بیماری است ـ خستگی های تو از ناداری است * می کُشد شمع خیال ارجمند ـ می رباید رفعت از فکر بلند * صورت طفلان زنی مرکب کنی ـ تا به کی دریوزه یی منصب کنی * پست می گردد ز احسان دگر ـ فطرتی کو بر فلک بندد نظر * از گدایی گریه گر نادارتر ـ از سوال افلاک گردد خوارتر * بی تجلی نخل سینای خودی ـ از سوال آشفته اجزای خودی»

سره له دې چې سوال د انسان احتیاج نه پوره کوي، بلکې هغه نور هم محتاجه کوي، سره له دې چې د انسان ستونزه نه حلېږي، بلکې د ده انساني عظمت له منځه وړي.

علامه اقبال وايي: مسلمان انسان که خپل لاسونه د الله پرته نورو ته اوږده کړي، مسلمان ملتونه به خوار او خجل شي او په قیامت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې به خجل ولاړ وي.

د خودي پړاوونه          

لکه څنګه چې خودي اساسي آرونه لري او هغه انسان چې په ځان باور لري او د خودۍ په مفهوم پوه وي، دغه بنسټیز اصلونه یې په روزمره ژوند کې وي، په همدې ډول خودي خپل پړاوونه لري، چې عبارت دي له:

اطاعت او بندګي: علامه اقبال د خودي په پړاوونو کې لومړنی پړاو د الله تعالی بندګي کولو ته وايي. دی وايي، هغه کس چې پرهیزګار نه وي، د خودي په مفهوم هم پوه نه وي، دی هغه کس دی چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه نه دی، نو دې پایلې ته رسېږو چې انسان په عبادت او بندګۍ سره کولای شي، چې الله تعالی ته نږدې شي.

انسان راحت غوښتونکی وي، د ستونزو مقابله کول ورته اسانه نه وي، خو هغه کس چې غواړي الله تعالی ته نږدې شي او د خودي په مفهوم پوه شي، نو باید ځینې دینې اعمال سرته ورسوي او ریاضت وکړي.

هغه څوک چې غواړي ټول کاینات یې فرمانبرداره وي، باید دی د هغه خالق او پیدا کوونکي تابع وي چې ټول کاینات یې پیدا کړي دي، وايي:

ج« خویش را زنجیری آئین کند ـ هر که تسخیر مه و پروین کند»

اطاعت او بندګي انسان الله تعالی ته نږدې کوي او دا د خودي هغه لومړۍ مرحله ده، چې انسان ځان ته متوجې کېږي او د ځان پېژندنې په مفهوم پوهېږي او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو پابندیږي.

په نفس حاکمیت: د خودي لومړی پړاو الله تعالی ته عبادت کول دي، دویم پړاو یې د عبادت په اسرارو پوهیدل دي، په دې وخت کې د انسان ټول عبادات د الله تعالی سره حقیقي مینه او عشق وي، که چېرې داسې نه وي، نو دا ډول اعمال به د عادت او تقلید په شکل بې معنا وي.

اقبال د عباداتو د حکمت په اړه وايي: لمونځ هغه مرغلره ده چې لا اله الا الله یې صدف دی، لمونځ د مسلمان په لاس کې تیره پریکوونکی شمشیر دی، چې ټيټ او جګ ځایونه له منځه وړي، که چیرې اسلامي ټولنې د لمونځ پابند وي، نه د عادت په شکل، بلکې په حقیقي ډول، نو دا به یوه پاکه نوراني ټولنه وي. روژه د بدن سره مبارزه ده او په نفس باندې تسلط دی، نفس هر وخت د ډېر خوړلو او یا ښه خوړولو امیدوار وي. حج د امیدونو قطه کول دي، مینه او محبت دی د وطن سره او د نشنلیزم سره مبارزه ده، حج د خپل او خپلوانو څخه لرې والی دی، د ټولو دنیوي مالونو څخه تیریدل دي او ټوله پاملرنه الله تعالی ته ده. ذکات د مال او دولت نه زړه شکول دي، ټول عبادات د انسان د قوت لپاره دي او الله تعالی ته د نزدیکیت یوه ښه وسیله ده، وايي:

« قلب مسلم را حج اصغر نماز ـ لا اله باشد صدف گوهر ناز * قاتل فحشا و بغی و منکر است ـ در کف مسلم مثال خنجر است * خیبر تن پروری را بشکند ـ روزه بر جوع و عطش شبخون زند * هجرت آموز و وطن سوز است حج ـ مومنان را فطرت افروز است حج * ربط اوراق کتاب ملتی ـ طاعتی سرمایه جمعیتی * هم مساوات آشنا سازد زکات ـ حسب دولت را فنا سازد زکات * زر فزاید الفت زرکم کند ـ دل ز حتی تنفقوامحکم کند * پخته محکم اگر اسلام توست ـ این همه اسباب استحکام توست * تا سوار اشتر خاکی شوی ـ اهل قوت شو زورد یا قوی»

علامه اقبال وايي:  که چیرې یو کس ځان اصلاح نه کړي، نشـي کولای چې نور خلک اصلاح کړي، نو له همدې امله اصلاح له ځانه پېلیږي.

خودي او یووالی

علامه اقبال د خودي یووالی په دوو فردي او اجتماعي کې وړاندې کوي، اما دغه دواړه یو له بله نه بېلوي، لکه څرنګه چې یو کس د خپل نفس په تربیې سره د ځان پېژندنې په مفهوم پوهېږي او لوړو مرتبو ته رسېږي، نو بشـري ټولنه او په خاص ډول اسلامي ټولنه هم کولای شي، چې د ځان پېژندنې پواسطه د ځان په اړه فکر وکړي او هغه استعدادونه چې په خود کې شته کشف او تربیه یې کړي او د حقیقي ژوند په معنا پوه شي، دوی باید په اتفاق او یووالي کې ژوند وکړي او دغه یووالی د دوی د پیاوړيتوب لامل ګرځي، څوک چې د خودي په مفهوم پوهېږي، هېڅکله غیر اسلامي کار نه کوي او د اسلام پر اساساتو برابر وي، نو خودي او اتفاق سره اړیکه لري، وايي:

 « قـوم را انـدیـشه هـا بـایـد یـکی ـ در ضـمـیرش مـدعـا بـایـد یـکـی * قوت دین در مقام وحدت است ـ وحدت ار مشهود گردد ملت است»

اقبال وايي: انسان خود مختار دی، خپل سرنوشت باید خپله جوړ کړي، د اینده لپاره باید هڅې وکړي، خپل دننني او بیروني قوت نه باید ګټه واخلي، وايي:

« زندگی در صدف خویش گهر ساختن است ـ  در دل شـعـله فـرورفـتن و نگداخـتن است * مـذهب زنـده دلان خـواب پـریشانی نیست ـ از همین خـاک جـهان دگری ساختن است»

ماخذونه

۱.قران کریم.

۲.حدیث.

۳.د اقبال فارسي کلیات.

۴.د غني خان او الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه.

۵.دهخدا

۶.پښتو پښتو تشریحي قاموس

3 thoughts on “ علامه اقبال او خودي | پوهنیار سیداصغر هاشمي  ”
  1. سلام
    ډیر عالی اوعلمی بحث دی داقبال ذهن ډیر رو ښانه بریښی له هغه څه نه چې په خپل دیوان کې ویلی دی .اقبال په هغه وخت کې داستعمار او استعباد بده څیره دلندن په خېټه کې پېژندلې وه د اقبال په خبره کې ریا نشته نوموړی( قوم اندېېښنه قوت وحدت دین او ملت ) نه په څومره متانت کې یوه فرهنګی معادله جوړکړې داقبال شخصیت ډیر لوړ دی

    قـوم را انـدیـشه هـا بـایـد یـکی ـ در ضـمـیرش مـدعـا بـایـد یـکـی * قوت دین در مقام وحدت است ـ
    وحدت ار مشهود گردد ملت است

    له بده مرغه زمونږ یو شمیر لیکوالان شاعران سیاست پوهان مدنی فعالان اوحتی طبیبان له خپلې پوهې زیاته مبالغه اوګزاف ګویی کوی چې دغه تګلاری زمونږ فرهنګ نه په دې څوو لسیزو کې ورکه نه شوه دوه مثاله بې شمېره تش په نوم مارشالان اوقوماندانان اود د باتور ملت شاعر چې شعر یی د امرخېل په ښایسته غږ کې ډیر خوند کوی نو بیا شاعر ولې خپله اید یالوژی پریښی وه او پردۍ
    کې یی هیواد دغه حالت ته راوست

ځواب ورکول Mohammad Haroon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *