نړۍ

درېمه برخه –

جومات:

په اسلامي ټولنه کي د علم تر لاسه کولو یوه بله ډېره مهمه منبع جومات اومنبر دی. دلته وړاندي کېدونکي هر ډول مالومات له یوې خوا دیني تقدس لري، له بلې خوا د هغه چا له خولې وړاندي کېږي چي د دین رهبر بلل کېږي. د جومات هره خبره د وګړو پر ذهن او روح دومره ژور تاثیرات لري چي ټول ژوند یې رانغاړي.

له بده مرغه په افغاني ټولنه کي جومات او منبر هغه چا اشغال کړی چې په سلو کي ۹۹ یې د دې مهم او خورا حساس مسولیت د پر مخ بوولو وړ نه دی. زموږ ملا امامان، وعظ کوونکي او خطیبان له یوې خوا د دین او دنیا تر منځ د اړیکو سمه کرښه نه پېژني او له بلې خوا یې د دین د اساسي تصور، کره سرچینو، روایاتو، فقهې، اجتهاد او د رایت په اړه درک ډبرین عصر ته رسېږي. د دوی په دیني تعبیر کي دنیا ځای نه لري، زده کړه بې ارزښته ده، اقتصادي پرمختیا د نورو کار دی، ښځه پنځمه درجه موجود دی، له ږغه نیولې تر مخه هر څه یې ستر دی، په ټولنیزو چارو کي ونډه نه سي اخیستلای، د خپل ملګري د انتخاب حق نه لري، په بدو کي ورکول کېږي، بلوغ ته تر درسېدو وړاندي یې په نکاح ورکوي او ان ودوي یې، په یوه-بله بدلېږي، د میراث حق نه لري، زده کړه خو یې کفر دی، د هغې په وړاندي هر ډول تاوتریخوالی د سرپرستانو او مېړه د کورنۍ حق دی او دا ډول نورې په لسګونو دیني، طبي، مالي، ټولنېز، فردي، تعلیمي، سیاسي او نظامي ناخوالي دي چي په جومات کي د ناسم مدیریت د ناسم دیني درک له امله زموږ ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده.

ما په خپله یوه مقاله کي د افغاني ملایانو په اړه لیکلي وو:

د دین په برخه کي خو له یوې خوا سم مسلکي او د وخت له غوښتنې سره سم پوهان نه لرو او له بلې خوا چي کوم کسان څه ناڅه پوهېږي هغوی هم خپل مسولیت ته شا اړولې ده. زموږ په ټولنه کي د دین استازیتوب دودیز ملایان کوي چي ډېری یې ان د شپږم صنف د یوه شاګرد سویه نه لري، د لوست کچه یې یوازي تر څو محدودو او تر وخت تېرو کتابونو پوري محدوده وي، په خپله ژبې له لیکنې سره دومره نا اشنا وي لکه دی چي بېخي د دې ملت وګړی نه وي. په منبر او محراب کي مقتدیانو ته د دین په نوم ډېری وړاندي کېدونکي مالومات خورا کمزوري، جعلي، بې بسنټه او هغه خرافاتي کیسې وي چي تر ډېره یې سپین سرې د ژمي پر مهال خپلو وړو ماشومانو ته بیانوي او یا یې بې کاره کلیوال د ژمې په موسم کي لمر څېکي ته کوي.د دوی د مطالعې ساحه هیڅکله له درة الناصحین، ارشاد الواعظین او داسي نورو کمزورو کتابونو د دین کره او د اوسني وخت معیاري کتابونو ته وانه وښته، دوئ د تخنیکي دور له وسایلو سره سخت نااشنا دي چي له همدې امله یې د حرمت په ټاپه هم نازوي. د دین او دنیا د مالوماتو کچه یې نن د نوري نړۍ د ماشوم له سویې هم کښته ده.د خپل کور، کلي، اولس، هیواد او ملت غوښتنې نه پېژني، د اوسنۍ نړۍ په تقاضاوو نه دئ خبر او لا هم په دې اند دئ چي ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده او پر ټوله دنیا یو لوی مار تاو سوی دئ، خپله لکۍ یې په خوله کي نېولې ده او چي کله یو ملا مړی سي نو یو بند نوره یې هم راټینګه کړي.زموږ د ملایانو همدې ټیټي سویې دې ملت او هیواد ته دومره زیان رسولی چي په تاریخ کي بل هیڅ شی ورته نه دی رسولی، زموږ د هیواد هره سیاسي، ټولنیزه، فکري، تعلیمي، اقتصادي، طبي او پوځي ستونزه د دین په نوم له ناسمو فتواوو او بیانونو راولاړېږي. خو څرنګه چي افغاني ټولنه پر مذهب کلکه ولاړه ده او هیڅکله به ترې وانه وړې نو د هغوی د سمون یوازینۍ طریقه همدا ده چي د دوی دیني فکر اصلاح سي، د خرافاتو او بې بنسټه حکایاتو پر ځای د دین اصلي څېره وروپېژندل سي، د دین د احکامو په رڼا کي د بشر دوستۍ، هیواد رغونې، سولې، مینې او پرمختګ لور ته سوق سي. د دین او شریعت توپیر ورته په ګوته سي، د جهاد او امت په نوم له غولول کېدونکي دسیسو خبر سي او په ټوله کي ورته وویل سي چي د دین هدف د انسانانو تر منځ د دښمنۍ د تخمونو کرل نه بلکي د بشریت اونورو ارزښتونو پر بنسټ د سولې په فضا کي د مینې او ورورولۍ ژوند دی.د مسجد ملا په پنځه وخته لمانځه، جومه او اخترونو کي هره ورځ له خلګو سره په اړیکه کي دی، هغوی ورته په درنه سترګه ګوري او د خپلو ویناوو او خطبو له لاري د هر مسلمان پر ذهن ژور اغېز کوي. که دولت غواړي چي د ټولنې عامه فکر او ذهنیت ورغوي نو د نورو لومړیتوبونو تر څنګ دي د خپل وس په اندازه مسجدونو ته د وعظ او خطبې لپاره هغه څوک ولېږي چي هم کره دیني درک ولري او هم د نورو فکري تمایلاتو پر ځای خپل هیواد، ملت، اساسي قانون او نظام ته ژمن وي، کنه موږ تل له همدې لاري مارانو وهلي یو او همداسي به مو چیچي. د مسجدونو، مدرسو او هر ډول دیني مراکزو کنټرول یوه جدي اړتیا ده، که دې ته سمه پاملرنه ونه سوه نو د دین تر سپېڅلي نوم لاندي به بیا هم د پردیو د دسیسو ښکار یو.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۴) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۲۳\ ۱۳۹۴

One thought on “علم او د مالوماتو منابع/ لیکنه: عبد الغفور پېروز”
  1. نورې برخې (اوله او دوهمه) یې چیرې دي، هیله ده لینک یې راکړئ!
    مننه

ځواب ورکول عابد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *