علي عبدالله صالح

علي عبدالله صالح د یمن پخوانی ولسمشر نن ووژل شو. دی د خپل واک د ساتلو او په وروستیو کلونو کې د واک د ترلاسه کولو له اوږدې مبارزې وروسته وویشتل شو.

صالح په ۱۹۴۲ م کال کې د یمن اوسنۍ پلازمینې صنعاء ته نژدې د سنحان په سیمه کې وزیږید.

دی په ۱۹۵۸ کې د یمن له پوځ سره یوځای شو او په ۱۹۶۲ کال کې یې د یمن د پاچا پرضد په کودتا کې لاس درلود.

په ۱۹۷۸ کې چې کله د شمالي یمن ولسمشر احمد الغشمي ووژل شو، عبدالکریم العرشي د موقتي ادارې مشر شو. د العرشي د موقتې ادارې د واک له ختمیدو سره سم صالح راوړاندې شو او د یمن شپږم ولسمشر شو. صالح له ۱۹۷۸ تر ۱۹۹۰ د شمالي یمن ولسمشر و.

FILE PHOTO: Yemen’s then President Ali Abdullah Saleh looks on in The Hague, January 17, 1995. REUTERS/Jerry Lampen/File Photo

دی تر هغو د شمالي یمن ولسمشر و چې په ۱۹۹۰ کال کې دواړه یمنه، جنوبي اوشمالي سره یوځای شول. د ۱۹۹۴ کال په اوړي کې صالح د جنوبي یمن له یوشمیر وسله والو سره چې د یمن له یوځای کیدو سره یې مخالفت کاوه جګړه وکړه. په دې جګړه کې د صالح ځواکونه برلاسي شول او په دې ډول صالح ته په یمن کې یو شمیر یمنیانو د ملي اتل په سترګه وکتل.

د جنوبي یمن تر جګړې وروسته څو کاله یمن لږ ارامه شو خو بیا په دې هیواد کې بیلابیلو قبایلو دلته هلته سرونه هسک کړل. د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ میلادي کلونو ترمنځ د صالح ځواکونو شپږ ځله له حوثي یاغیانو سره جګړې وکړې. حوثیانو بغاوت کړی و خو دا بغاوت په یو ډول غلی شو. یو کال وروسته تر دې په صنعاء کې د ولسمشرۍ پر جومات برید وشو چې په دې حمله کی صالح هم ټپي شو. په همدې ۲۰۱۱ م کال کې

 د یمن د پوځ دننه بغاوت وشو، دا ځل د خلیج عربي هیوادونو د یمن په چارو کې مداخله وکړه د یوې غونډې په ترڅ کې صالح له واکه لرې شو، خو د صالح ګوند ( الموتمر الشعبي) د موقتي ادارې په واک کې شریک پاتې شو.

درې کاله وروسته تر دې په ۲۰۱۴ کال کې صالح چې د ګوند غړيو یې په پوځ او دولتي ادارو کې ځای درلود له حوثیانو سره ایتلاف وکړ او د ولسمشر عبدربه منصور هادي پرضد یې کودتا وکړه. له کودتا سره عبدربه منصور هادي له هیواده وتښتیده خو په سعودي عربستان کې یې د جلاوطنه ادارې مشري ته ادامه ورکړه. د عبدربه منصور هادي حکومت ملګرو ملتو په رسمیت پیژانده او د صالح  او حوثیانو ایتلاف یې غیرقانوني باله.

 له حوثیانو سره د صالح ایتلاف درې کاله دوام وکړ. په دې موده کې په یمن کې سختې جګړې وشوې، عبدربه منصور هادي د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د الوتکو په مرسته د یمن مهم سرحدي ښار عدن ونیو او موقته اداره هلته انتقال شوه. صالح له حوثیانو سره په صنعاء کې اوسیده او د ده ملاتړیو د هادي د ځواکونو پرضد جګړه کوله. روانه اونۍ صالح اعلان وکړ چې دی له حوثیانو سره مخالف شوی دی. له دې سره په مرکز صنعاء کې سختې جګړې ونښتې، په ترڅ کې یې صالح مجبوره شو چې له مرکزه وتښتي او مخکې تر دې چې دی د موټرو په کاروان کې خپل پلرني ټاټوبي ته ورسیږي، د ډسمبر په ۴ ووژل شو.

One thought on “علي عبدالله صالح څوک و؟”
  1. نن د 2017 زېږدیز کال د دسمبر د میاشتې 4 څلورمه نېټه ده ، بنا د یمن د پخواني ولسمشر د وژل کېدو ورځ همدا نن د دسمبر څلورمه ده . هيله ده پورته تېروتنه سمه شي. بل دا چې له قراینو داسې مالوميږي چې علي عبدالله صالح ایران پلوو ملیشو وژلی دی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *