د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، ایران د افغانستان د سیندونو د اوبو لپاره ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني نن /دوشنبه/ د ولسي جرګې د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال وویل، ایران له افغانستان سره په پوله کې له ګډو اوبو د افراط په حد کې استفاده کړې او له کبله یې د دې سیمې د اوبو حوزې وچې شوي دي.

عمثماني وویل«ایران د افغانستان سیندونو ته ۶۰۰ بندونه جوړ کړي؛ حال دا چې موږ پر دغو سیندونو یوازې د ۴ بندونو پر جوړولو کار کوو.»

ده وویل چې افغانستان او ایران د اوبو په څلورو حوزو کې سره شریک دي چې څلور واړه د ایران له خوا د ګڼو بندونو د جوړېدو په خاطر وچې شوې دي.

ده پر له پسې وچکالۍ او اقلیمي تغیرات هم د اوبو د کمېدو سبب وبلل، ویې ویل چې افغانستان د خپلو سیندونو ۹ ملیارد متر مکعب اوبه له لاسه ورکړي او حاضردمه ۴۹ ملیارد متر مکعب روانې اوبه لري.

تر دې پخوا د افغانستان روانې اوبه ۵۷ ملیارد متر معکبه اټکل کېدې.

د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې حکومت په ټول افغانستان کې د ۴۰ بندونو د جوړولو پلان لري چې تر دې وړاندې هیڅوخت په افغانستان کې د بندونو او اوبو مسلې ته دومره پام نه دی شوی.

ایران او پاکستان په ځلونو په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو په وسیله د بندونو د جوړېدو د مخنیوي هڅې کړي دي.

په وروستیو ورځو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني په زغرده وویل چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

2 thoughts on “عمثماني: ایران د افغانستان د سیندونو لپاره ۶۰۰ بندونه جوړ کړي”
  1. طالبانو داتاسي ياست چه دخپلو بادارانو په فرمايش دبريښنابندونه نه پريږدۍ او دافغان مسلمان ملت کورونه تياره کوۍالله دی ستاسو قبرونه تياره کړي

  2. که چیری تنظیمی ملیشی او هغه بیقاعدی جنرالان او افسران چی کار یی د امنیتی قواوو ډوډی ،البسه ، روغنیات او مهماتو خوړل او د ملکی خلکو وژل دی ، امنیتی قواوی ددی لوث نه پاکی شی ان شاء الله چی امنیتی قواوی په آسانی سره مرصوص صف جوړولی شی او ټولو دښمنانو ته په آسانی ماتی به هم ورکړی او ضایعات به حد اقل ته راشی ، دا دکور غله د منطقوی او بین المللی غلو سترګی او غوږونو حیثیت لری او په کمه اجرة هر دنائت ته تن ورکوی ، نو ددوی په موجودیت او فساد کی خڼډونه او ضایعات چی د دوی پدری او تنظیمی مشی او اخلاق جوړوی زموږ صادق او مؤمن قوتونه تر ډیره کار ته نه پریږدی او د ملی او اسلامی ګټو سره شدیدا ټکر لری چی زموږ همدا جاهل دوستان تر نورو دښمنانو ضرر او خطر یی لوی او تباه کن دی ، چی ددی عناصرو موجودیت په حکومت کی غیر له تضعیف د حکومت او تشدید مشکلات او ضایعاتو مضاعف کیدو نه هاخوا بله ثمره نلری او د دی مفسدینو شتوالی په حکم کی د اداری او امورو له فساد پرته نور څه کیدای نشی ، ځکه فساد د حاکم ، فساد د اداری او فساد عالم ، فساد عالم دی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *